جمعه, مې 17, 2024
Home+د (سند - هلمند) تمدن، زموږ د تاريخ پيلامه

د (سند – هلمند) تمدن، زموږ د تاريخ پيلامه

ژباړن :  احسان الله ارينزى 
نوټ: دا لیکنه د هیواد په منلی فرهنګی شخصیت ښاغلی صدیق رهپو طرزی پوری اړه لری. ما ۶ کاله مخکی دا فارسی دری مقاله په هند کی پښتو ته ژباړلی ده. هغه وخت زما میرمن د ډیلی د ګورګاون په مکس روغتون کی عملیلت شوی وه او زه ورسره روغتون کی پاته کیدم. دا مقاله تاریخی او لرغون پوهنیز اړخونه لری. زه د خپلی لږ مطالعی له مخی د ښاغلی لیکوال له ځینو نظریاتو سره موافق نه یم. زه په دی هم نه پوهیږم چی په دی لیکنه باندی کره کتنی هم شوی که نه؛ خو دا منم چی هر څوک حق لری چی خپل نظر بیان  کړی او ها بل هم دا حق لری چی کره کتنه پری وکړی. رښتیا وایم چی ما دا لیکنه د دی له پاره وژباړله چی د پښتو ژبی ظرفیت ځان ته معلوم کړم؛ ځکه هره ژبه چی له کمکی کلیوال چاپیریال څخه ښاری او پوهنتونی او تمدنی چاپیریال ته ننوځی، له همداسی ستونزو څخه مخامخ کیږی او لمن یی  د دیرو علمی او تخنیکی مسایلو د بیان له پاره  کمکی ښکاری.
 که ما د تاریخ او لرغون پیژندنی په برخه کی زده کړی وای او یا په دی برخه کی په کار مصروف وای؛ نو دا ژباړه به هم ښکلی راغلی وای؛ خو اوس هم دومره ویلای شم که چیری پښتانه لیکوال او مولفین او ژباړونکی ځوانان په زړه سوی کار وکړی، لیری نه ده چی د پښتو ژبی ظرفیت لوړ او د دیر پیچلو علمی او تخنیکی او ټولنیزو مفاهیمو د بیان ظرفیت ومومی. د همغه ورځی په هیله دا تاسی او دا  زما نیمګړی ژباړه!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


تر هغه ځايه پورې چې ښكاره ده، له همغه ماشوموالي څخه، په تېره بيا له هغه وخته راهيسې چې د تاريخ د ښوونكو د خبرو د اوريدو وس مو وموند، زموږ په غوږونو كې داسې اذانونه شوي چې دا وخت په (اريايانو) پيليږي.

      بيا له دوهمې نړيوالې جګړې څخه وړاندې او وروسته، د ( ارين) كام ( قوم) د نژادي (ښه والي) د فكر او ايديالوژي د حضور له امله د سياسي فضا ككړتيا، نور نو پخوا وختونو ته د عيني او علمي كتنې  امكانات پرې نښودل . بيا وروسته ورو_ ورو دا خبره دومره پخه شوه چې مخالفت يې بند او حرام وبلل شو.

      تر اوسه په دې برخه كې د ډېرو حقيقتونو له روښانتيا سره _ سره، ځنې له موږ نه، حتى روڼ اندي، په پاسنۍ خبره ټيګار كوي او د نژادي ښه والي غږ په داسې يوه هېواد كې له خولې باسي چې د قومي ښكلا يوه انځور ته ورته دي.

       په هر صورت بايد دا خبره روښانه شي چې سمه لار او كږه لار سره وپېژنو. زما په فكر كه تېر وختونه زموږ د هېواد د اوسني سياسي جغرافيې په وړوكي چوكاټ كې وڅېړو، پخوا ته كتنه به له څه د پاسه يوې پېړۍ څخه ډيره نه وي.

   ټول په دې پوهيږي چې ( برتانیا) او ( روسيه) چې د نولسمې عيسوي پېړۍ په پاى كې داسې ستر ځواكونه بلل كېدل چې د يوه په خاوره كې لمر نه ډوبيده او د بل خاوره په ( اسيا ) كې د لمر له ختونځاى( ختيځ-خاستگاه- برآمدگاه) څخه په ( اروپا ) كې د لمر تر پريوتځاى( پريوتځى- غروبگاه- نشتگاه) پورې وه، زموږ تر ګاونډ پورې راورسيدل.

دی دوو یرغلګر هېوادونو، د نورو د كورونو تر مينځ د ديوالونو د جوړولو او برخليك ټاكنې په برخه كې وروستۍ پريكړې كولې. همدی دواړو وغوښتل چې زموږ د هغه پراخه قومي جوړښت څخه، چې د تاريخ د ډېرو هسكو ټيتو پېښو په بهير كې رامينځ ته شوى و، د خپلو پراختيا غوښتونكو گټو پر بنسټ، هېواد جوړ كاندي. په دې توګه دوى داسې يوه سيمه چې له قومي پلوه يې رنګارنګ بړستنې يا د كوم فقير پيوند_ پيوند چپنې ته ورته وه، د دې ځاى د ( مشرانو) د جګوالي او پريړوالي په اندازه جوړه كړه او د هغه ( امير) حوب يې رښتيا كړ چې د خپل انگړ شا او خوا يې د يوه ديوال د تاوولو هيله درلوده.

     په دې توګه يو( هېواد) جوړ شو چې د سياسي جوړښت له مخې د قومي لږكيو كور و( دلته له ښاغلي ليكوال سره توفق ستونزمن دى ؛ ځكه  په افغانستان كې ټول اقليتونه نه دي ا وقومونه په خپلو كې غټ او واړه لري _ پښتو ژباړونكى ). زما په فكر د دې له پاره چې تېرو وختونو ته وكتلى شو، لومړى بايد دې پولو ته ډېر و نه ګورو ؛ ځكه چې قومونو له ډېروالي او لږوالي سره مخامخ دي او بل دا چې فرهنګي شتون ته بايد ډېر پام وكړو؛ ځكه چې فرهنګ پولې نه پېژني.

     همغسې چې ښكاره ده، تمدن او ښاريتوب د سيندونو په څنګونو كې پراختيا مومي ؛ ځكه چې اوبه د ژوندانه بنسټ جوړوي. له همدې امله د مصر تمدن د ( نيل) سوغات بلل كېږي، د ( چين) تمدن د ( ژړ سيند په څنګ كې مينځ ته راغلى او د ( سومر) تمدن د ( دجله) او ( فرات) د سيندونو تر مينځ چې ( بين النهرين) هم بلل كېږي، جوړ شوى دى.

د موږ په هكله بايد د دريو سيندونو خبره وشي. يوې خوا ته ( اندوس_ اباسين يا سند) ، بل لور ته (اكسوس، جيحون يا امو) او درېيمې  خوا ته د ( سيردريا،  jaxartesيا سيحون) سيندونه بهيږي . ښكاره خبره ده چې فرهنګي لاس ته راوړنې بايد د دی اوبو په څنډو پورې اړونده ونه بولو، د فرهنګ ځغلنده اس، له دې اوبو څخه په اسانۍ تېريږي او د ششنا غږونه يې له سيندونو څخه ها خوا ته هم اوريدل كېږي.

     كه مسله د همدې پولو په مينځ كې وڅېړو، مخكې له دې چې زموږ هېواد د ( اريايانو) د يرغلګر او كوچي قوم تر پښو لاندې شي، د پاسنيو دريو سيندونو تر مينځ يو ستر تمدن وجود درلود.

      تاريخ ته زموږ كتنه تر دوو مخكنيو پېړيو پورې، د اعرابو په لاس زموږ د هېواد له نيونې څخه ډېره ها خوا ته نه تله . موږ خپل تاريخ په هغه كسانو پيلاوه چې ( موږ) خپله په هغه كې ځاى نه درلود.

همغسې چې پوهيږو، زموږ د هېواد او تمدنې حوزې تاريخ په هغه څېړنو ولاړ دى چې اروپايي پوهانو كړې دي. دا څېړنې د نولسمې پېړۍ له نيمايي څخه پيل شوې دي.دې پوهانو هغه وخت چې د څېړنو او ګرويږنو له پاره دې ځاى ته راورسيدل، د نړۍ په پخوانيو وختونو باندې د پوهيدنې په لړ كې زموږ سيمې ته هم ژوره، هر اړخيزه او پوهنيزه كتنه پيل كړه.

دا سيمه له پخوا څخه (هند) ته د تګ لار بلل كېده. دا سيمه ياد سمندرونو اوبو او يا د ( هماليا) جګو غرونو چې د نړۍ تر ټولو لوړ غرونه بلل كيږي، كلا بنده او هند ته لار بنده كړې وه. له همدې امله د (هند) شمال لويديځه برخه د ( منځنۍ اسيا) او ( ايران) تړونځاى( تړنځى_ پيوندګاه) بللى شو.

      د پروفيسور اسكوپرپولا Askoparpola   په خبره، چې د دی تمدن د سپړلو په برخه كې يې ډېر كار كړى او پخواني ليكدودونه يې په ډېر زيار لوستي ( د هندوكش د غرونو د دواړو خواوو تر مينځ يووالى او همغږي، دواړو خواوو ته د فرهنګي راكړې وركړې لاره اواره كړه.

موږ په پخوانيو اثارو كې په دې برخه كې ډېرې بيلګې وينو. په زړه پاړسي كې د ( هيندوش  Hindus) ويئ ( واژه_ كلمه) او د سانسكريت ( سندهو Sindhu) يا ( سيند) هم عام نوم دى او هم خاص. بيا دغه زوړ پاړسي ويئ يوناني ژبې ته ورغى او ( اندى) Indi شو .

      په ( رګ ودا ) كې دا غونډۍ، پوښتې او زړې خاورې ( تل ها) يا (ارما Arma ) په ډېرو نومونو يادې شوې دي لكه: تيت او پرك بهرني استوګن چې نورو سيمو ته كوچيدلي دي. د ( يونان) د نامتو جغرافيه پوه (استرابو (Strabo په وينا هغه وخت چې ستر ( الكساندر) په كال ۳۲۶م كې ( اريستو بولوس ( (Aistobovlas   د كوم كشف له پاره واستاوه، ( د داسې يوې سيمې يادونه كوي چې زر كلي او ښارونه يې درلودل؛ خوكله چې دی/ سیند/ خپل لورى بدل كړى، ټول په كنډالو بدل شوى دى).

       له دوه زره كالو څخه وروسته 

داسې ښكاري چې دلته ژمنى خوب دوه كاله شو او دې اوږدوالى هر څه په خلكو هېر كړل. د نولسمې پېړۍ پيل و چې پلټونكي انګريزان په سفر ووتل او دلته راورسيدل. دوى داسې ډېر يونليكونه وليكل چې وړې_ وړې خبرې هم نه وې ترينه پاتې. په دې مينځ كې ځوان اسكاليندي افسر الكساندر برنس A.bornes لوړ ځاى لري. ده په لاهور كې د خپلې استوګنې په موده كې د ( هاراپپا) ښار ته لاړ چې د ( راويAavi د وچ سيند په څنډه ( د سند يوه څانګه) موقعيت لري.

په دې سيمه كې علمي او پوهنيزه پاملرنه هغه وخت پيل شوه چې سر( وليام جونز sir William jones   ) په كال ۱۷۸۴ كې د ( اسيايې ټولنې) بنسټ كېښود. ده د ( هند) د پخوانيو ادبياتو د څېړنو سپارښت وكړ او د ( سانسكريت Sanskrit ) ژبې په څېړلو يې لاس پورې كړ. ده په خپله دې هڅه كې د ( هند_ اروپايې) ژبو پرتليزه څېړنه پيل كړه .

     خو جمس پرنس)  james prinesp ۱۷۰۹– ۱۸۴۰م ) د ( هند- يونان) د مسكوكاتو په څېړنو لاس پورې كړ. ( پرنسب) په دې بريالى شو چې د( اشوكا (Ashoka د ډبرليكونو د ژبې كلمې ومومي او هغه ولولي.

     جنرال الكساندركن نينګهام) Alexander Conningham  ۱۸۱۴– ۱۸۹۳م ) د پرنسپ ځوان مرستندوى د زړه وړنګو ودانيو څېړنو ته مخه كړه. ده له تقاعده وروسته په دې برخه كې زيار وګاله او د ( هند د لرغون پېژندنې د څېړلو اداره) تر مشرتابه پورې ورسيد.

     جنرال له ۱۸۵۳ كال څخه وروسته په ( هاراپپا ) كې په كيندنو پيل وكړ. ده په كال ۱۸۷۵  كې د خپلو څېړنو پايلې وليكلې. په دې ليكنه كې د هاراپپا د نقشې تر څنګ د هغه مهر نښې وښودلې چې له نورو ميندل شوو ليكنو او ليكدودونو څخه يې توپير درلود . ده داسې سندونه وموندل چې دى يې اريان كړ. له هغه ځايه چې ده د اوومې پېړۍ د چينايې زاير ( هوسانګ تسانګ Hosang Tsang ) په شان د بودايي عبادتځايونو لټه كوله، فكر يې وكړ چې دا سندونه به په هغه ښارونو پورې اړه ولري چې د ( تسانګ) په يون ليك كې ياد شوي دي.

       وروسته بيا سر جان مارشال Sir Jhon marshall هندي لرغونپوه ( داى رام سهاني Dai Ram   Sahani  دې ته وهڅاوه چې په ( هاراپپا ) كې كار وكړي. ده په هغه مقاله كې چې په ۱۹۲۴ كې د ( لندن مصور خبرونه ) په مجله كې خپره شوه، هغه تمدن ياد كړ چې ډېر وړاندې هېر شوى و.

       دې مقالې د لرغون پېژندنې نړۍ ته ټكان وركړ او په پوهانو يې دوه اغيزې وكړې:

      _ لومړى دا چې په تاريخ كې يو تمدن په نوي بڼه كشف شوى دى .

      _ دوهم دا چې دې تمدن د ( اريايانو) له راتګ يا يرغل د ( رګ ودا ) يا د هغې د خور( اوستا) د فرهنګ له خوريدو مخكې وجود درلود.

      د دې سندونو علمي څېړنه وښوده چې كشف شوي تمدن له ميلاد نه مخكې ۱۹۰۰_ ۳۶۰۰ كاله عمر درلود. په داسې حال كې چې د ( رګ ودا) يا ( اوستا) د سرودونو عمر له ميلاد څخه ۷۰۰_ ۱۵۰۰ مخكنيو كلونو ته رسي.

       دلته بايد دا خبره ياده كړو چې په سومري سندونو كې د ( سند) د تمدن پخوانى نوم د ( مى_ لو_ ها (Meh _luh_ ha په بڼه ثبت شوى دى. د پروفيسور ( پارپولا) په قول چې د ( سند تمدن) د ليكونو او ليكدودونو د كلۍ د موندلو په برخه كې يې ډېر زيار ويستلى، دا نوم په ( دراويدى ) ژبه كې د ( مت اكام Met_acam  راغلى چې د ( غرني يا جګ هېواد) مانا وركوي. دى همدا راز په دې  اند دى چې د ( ملككا ( Melcaca  سانسكريت ويئ چې د پردي، وحشي، بې فرهنګه يا نا اريايي مانا وركوي، د ( سند) د اوسېدونكو له پاره هم ويل كېده.

       دا كتنه:

      له هغه ځايه چې د مارشال مقاله د ( سند) د تمدن د وروستيو څېړنو پيلامه بلل كېږي، ځنې مهمې برخې يې له انګليسي څخه ژباړو:

)) ….  د ( شليمن) په شان لرغون پېژندونكو ته يو نادر وخت په لاس ورغى. د ( تيرينز Triyns د يونان پخوانى ښار چې په كال ۴۸۶ ق م كې د ارګيريس له خوا ړنګ شو او بيا د لرغون پوهنيزو كيندنو په ترڅ كې داسې ديوالونه پكې له خاورو ووتل چې له ناتوږلو تېږو جوړ شوي وو _ طرزى) ، ( ماى سى نى Mycenae  ) په يونان كې يو زوړ ښار چې له ميلاد څخه د ۱۹۵۰ _ ۱۰۰۰ مخكنيو كلونو تر مينځ يې د ( ماى _ سى نى ) په نامه ستر تمدن هم درلود _ طرزى) او يا د تركستان په ډا ګونو كې د ( شتاين (stein ښارونه، چې په هغه تمدنونو څېړنې وكړې چې له پخوا څخه هېر شوي دي. موږ اوس په ( سند ) كې د همداسې يو ستر كشف په درشل كې ياستو.

      … د ( هند) د لرغونو او پخوانيو وختونو په هكله څېړنې موږ له ميلاد څخه وروسته درېيمې پېړۍ ته بيايي. لرغونپوهانو تر اوسه په دې خبرو رڼا نه ده اچولې: د يونانيانو ( ستر اسكندر_ طرزى) له راتګ څخه د مخكنيو وختونو وضعيت، د ( موريا Moria د كورنۍ واكمن كېدل، د سترو سيندونو ( سند او امو_ طرزى) په څنډو كې د تمدن زيږون او وده، د هغه خلكو د فرهنګ پراختيا چې له شمال او لويديځ څخه يې په دی ټاپووزمه راودانګل او ليرو او تياره پخوانيو وختونو په هكله نورې خبرې . هغه څه چې له هغه وخته زموږ لاس ته راغلي، د ( ډبرې) او (مفرغ) له وختونو سره نژدې تړون، د دغه ټاپووزمې په جنوب كې له تاريخ څخه پخوانۍ هدېرې او د ( بيهار) ايالت په ( راجا ګريها) كې له ناتوږلو ډبرو څخه څو پخواني ديوالونه دي. بل پلو موږ اوس له درېيمې ميلادي پېړۍ څخه د مخكې وختونو بېلګې لرو: د انسانانو لاسي كارونه، دين، د كورونو جوړښټ، مخ په وده هنر، جنګي وسايل، د پخلنځي سامان، د سينگار شيان او هغه ملغلرې چې په ځان پورې به يې نښلولې، مسكوكات، ګرانې ډبرې او لیک(خط) چې ليكنې يې پرې كولې.

 

      … او چې هر كله په لرغونو او پخوانيو وختونو رڼا واچول شي، پرته له دې چې په كومو خلكو يا دين پورې اړه لري، داسې امكانات برابريږي چې دوى په يو محدود چوكات كې؛ خو په پوره ډاډ له خپل وخت او طبقې پورې وتړو.

      … اوس دا مسله په اريانونكى توګه په (سند) او ( پنجاب) كې سر له خاورو راباسي، دا ډېر نوي شيان دي او له هغه شيانو سره چې پخوا موندل شوي وو، هيڅ اړيكې نه لري له دې  اثارو سره هيڅ داسې سند نه دى موندل شوى چې موږ چې د دوى وخت او اصالت پې معلوم كړو.

       د ( هاراپپا) او ( موهنجودارو) سيمې چې دا كشفيات پكې شوي. يو له بله څلور سوه كيلومتره واټن لري. په دواړو كې داسې غونډۍ او خاورې پرتې دي چې ترې لاندې يې د ودانو ښارونو پاتې شونې او نښې نښانې خوندي دي. دا ړنګې چې له ځمكې څخه تر شپيتو (پا) ( فټ) پورې جګوالى لري، څرګندوى چې دا په سلګونو كلونه تر خاورو لاندې پاتې شوي دي. په سند كې داسې خاورې او غونډۍ ډېرې دي لكه همغسې چې د ( دجله او فرات) سيندونو تر مينځ او د ( نيل) په څنډه كې پرتې دي. دا ځلې دا خاورې او غوڼډۍ د داسې يوه وچ سيند د بهيدو د وخت په څنډو كې پرتې دي چې اوس يې د اصلي سيند او څانګو په څنډو كې هم ليدلى شو، نه يوازې په (سند ) كې بلكه په ( پنجاب ) كې هم)).

      مارشال وروسته له دې چې د دې سيمې په بډايتوب ډاډ څركندوي، دا د راتلونكي له پاره يو ستر اميد بولي. دى ليكي:

(( په ( موهنجودارو) كې د ستر ښار اصلي لار هغه لويې لارې ته ورته ده چې د سيند له جنوبي څنډو څخه په جنوب ختيځ  لور غزيدلې وي او دواړو خواوو ته يې سترې _ سترې ودانۍ جوړې شوې دي. د ښاغلي (بنرجي( Banerji   په وينا د دی لويې لارې په پاى كې شاهي ماڼۍ وه. ها بله خوا چې اوس د وچ سيند بستر بلل كېږي، څو ټاپوګان ښكاري چې يو وختې به د ښار عبادتځايونه وو. په دې كې تر ټولو ستره بودايي استوپه (سرپټى عبادتځاى) چې په يوه مستطيلي صفه ودانه او  د راهبانو او زيارت كوونكو په خونو احاطه شوې ده )).

       مارشال وروسته د سيمو د خاورو لاندې برخو په هكله خبرې كوي چې ډېرې ارزښتمنې دي:

( …. ښكته، د بودايي اثارو تر خاورو لاندې په دوو پوړونو كې داسې  ودانۍ شته چې په ډېرو پخوانيو وختونو پورې اړه لري او له پخو خښتو جوړې دي. په دې برخه كې سرپټى دهليزونه ( لارې) او سترې كوټې (تالار) او داسې ښايسته خونې او ودانۍ لیدل کیږی چې ديوالونه يې ۸-۷ ( پا) پريړوالى لري. په دې ودانيو كې د نلونو د تېريدو ځايونه ليدل شوي، كيندونكي په دې اند دي چې په دې نلونو كې د عبادتځاى او هلته د بوتانو په شان د تجسمي شيانو د وينځلو له پاره اوبه ورتلې. په بله برخه كې له كوچنيو خښتو څخه جوړ محراب ښكاري او د خيرنو اوبو د وتلو لارې ښکاری. ))

       مارشال له دې عبادتځاى څخه د اخستل شوو عسكونو په توضيح كې ليكي:

(( …. په هاراپپا Harappa كې د ښاغلي ( ديارام سهانى D.R.sahahni  د كيندنو له مخې هلته داسې ۷_۸ سر په سر خاورين پوړونه ( لايه) ليدل كېږي چې له دريمې ميلادي پېړۍ څخه سلګونه كاله مخكې د بېلابېلو خلكو په لاس جوړ شوي دي. په دې جوړښتونو يا پوړونو كې د كورونو د جوړولو له پاره له ښو خښتو څخه كار اخيستل شوي دي.))

       دى وروسته د هغه كنډوليو په هكله خبرې كوي چې په لاس يا څرخ جوړ شوى او مسكوكات، چاړې او د سطرنج دانې يادوي او بيا داسې ټينګار كوي:

(( …. د دی زړو اثارو تر ټولو ارزښتمنه برخه ډبرين مهرونه دي. دا مهرونه نه يوازې د خپلو هغه نښو په توسن د ارزښت وړ دي چې تصويري ليك لري، بلكه د حكاكي بڼه يې او هغه څېرې چې په ( هند) كې له ټولو هغه هنري اثارو څخه چې تر اوسه ميندل شوي په زغرده تو پير لري)).

      دى د څارويو يادونه كوي:

 (( په څارويو كې دغواوو او غوايانو څېرې ليدل كېږي؛ خو هندي بوګام لرونكى غوايه او مېښ( ګاوميش) نه پكې ښكاري)).

       مارشال د ميندل شوو ليكونو په هكله وايي:

(( …. د تصويري ليكنو په برخه كې چې د تورو ( حرف) ځاى نيسي، درې ټكي د ياد ولو وړ دي :

      لومړى : هغه نښې ( ممكن غږ لرونكې) چې له ډېرو انځورونو سره نښتې دي، د ودې يوه لوړه سطح څرګندوي،

       دوهم : په ( موهنجو دارو) كې ( دهاراپپا په پرتله) د ليك ګام په ګام پرمختګ په سترګو ليدل كېږي،

       درېيم : دا چې دا ليك له نورو هغه ليكونو څخه پخوا په ( هند) كې ميندل شوى وو، هېڅ ورته والى نه لري؛ خو د ( مديترانې) د سيمې د ( ماى سي ني) د تمدن د وخت له تصويري ليكونو ( خط) سره نژديتوبونه لري. له دې سره_ سره_ دا دواړه يو شان  نه شي بلل كېداى)) .

      مارشال وروسته د هغه ډبرو يادونه كوي چې د كړۍ په شان دي او وايي چې د ( بنرجي) په اند د ( تلپاتې اور) له عبادتځاى سره نژدې اړيكې لري. مارشال د دی دوو پوښتنو په هكله چې د ( سند) تمدن په كوم وخت او كومو خلكو پورې اړه لري؟ داسې وايي چې دا كار د ډېرو اوږدو پېړيو په بهير كې سر ته رسيدلى او په يقيني توګه يې د ( موريا) د كورنۍ تر واكمنيدو پورې چې ( اشوكا ) يې د اوج ټكى دى، دوام كړى دى؛ خو مارشال د دوهمې پوښتنې په برخه كې د ( بنرجي) له هغه باور سره چې دا په ( مديترانه ) كې د (اژه) له فرهنګ سره نژدې بولي په احتياط چلند كوي او داسې اند دود جنجالي بولي.

       مارشال وروسته بيا ليكي:

(( ….. شهود داسې وايي چې دا هير شوى تمدن له ( سند) څخه مينځ ته راغلى دى، لكه د فرعونانو تمدن چې په ( مصر) كې جوړ شوى دى. د بشريت د هغه پرمختګ په برخه كې چې د ( ډبرې) ، ( مس) او ( ژړ) و په پېرونو( اعصار) كې شوي، د سترو سيندونو ونډه د هېرېدلو نه ده. د همدې سيندونو په سواحلو او څنډو كې ( لكه مصر چې د نيل سوغات بلل كېږي _ طرزى) اسانه شرايطو، ځاى، د زمكو ښه حاصل، د انسانانو تر مينځ اسانه تګ راتگ، ارتباط، داسې شرايط برابركړي چې ډېر خلك سره نژدې شي، له ( كوچيتوبه ووځي_ طرزى) ښاري ژوند پيل كړى او د تمدن له پرمختګ سره مرسته وكړي)) .

(( …. همغسې چې پوهېږو د ( نيل) ،( دانيوب) او ( دجله_ فرات) سيندونو، په پيل كې د بشر له ودې او پرمختګ سره مرسته كړې ده . دا چې (سند) او ( ګنگا) څومره په دې برخه كې مرسته كړې، بايد نورې څېړنې هم وشي. د ( سند) په هكله دا خبره سمه ده چې پرله پسې مهاجرتونو او له بهر څخه كډوالو د سيمې د بومي تمدن په وده كې مرسته كړې، لكه څنګه چې دا گټور اغيز ( نيل) او ( دجله_ فرات) كې هم ليدل كېږي. له دې سره _ سره موږ دا نه شو ويلى چې د دې سيمې فرهنګ له نورو ځايونو څخه راغلى او يا يې د دوى د بومي تمدن ټولې ځانګړتياوې په ژوره توګه بدلې كړي دي)).

       اخځ: .ح. مارشال، په هغه تمدن باندې لومړنې رڼا چې له ډېره وخت هېر شوى، د لندن مصور خبرونه، د كال ۱۹۲۴ د سپتمبر ۲۰، ۳۲،۴۸او ۵۲۴ مخونه. د ( ت.ر. تراوتمن) د كتاب (اريايي بحث) ص ۱۴_۲۱ ، ۲۰۰۶ .

      نوي شواهد يا لاسوندونه:

      لا د ( مارشال) د ليكنې رنګ سم نه و وچ شوى چې دوه اونۍ وروسته ( ج. ژ. گد (J.G . Gadd  او ( سدنى سيمت  (Sidney smith  په هغه خپرونه كې د ( هندي) او (بابلي) تمدنونو د پيوستون تر نامه لاندې يوه ليكنه خبره كړه. د دوى په اند د ( سند) د مهرونو نښې د ( سومريانو) له تمدن سره نژدې پيوستون لري. دوى ويل چې د نوي لاسوندونو يا شواهدو له مخې له ميلاد څخه مخكې د ۳۰۰۰_ ۲۸۰۰ كلونو تر ميځ ، د ( سند) او ( سومر) تر مينځ نژدې اړيكې وې. دا خبره ښيي  چې دا اړيكې په ۱۵۰۰ ق_ م كې د     ( اريا) قبيلې له راتګ يا يرغل څخه مخكې وې.

      بومي يا غيربومي:

           دا كشف د پوهانو تر مينځ دوه د خبرو وړ جنجالي بحثونه راپورته كړل: لومړى دا چې د (سند) تمدن په ښكاره توګه بومى دى او دوهم دا چې دوهم تمدن( هند – ارين) د همغه بومي تمدن دوام دى او له بهره نه دى راغلی. د ( ادموند ليچ A.lich ) په وينا دې خبرې د پوهې او باور نړۍ ته كلك ټكان وركړ او هغه پخوانى تصور چې ( داسيان–  Dasas  بوميان )  چې په ( رګ ودا ) كې ورته لومړنى او بې فرهنګه وحشيان ويل شوي وو، نا څاپه د يوه ستر او له برمه ډك تمدن په جوړونكو بدل شول. دغه ټكى د ( رګ ودا) په نورو برخو كې هم ليدل كيداى شي.

       د دی تمدن د ودې پراو:


څېړنې له هغه وخته بيا تر دې وروستيو وختونو پورې دا واقعيت څرګندوى چې دا تمدن په څه د پاسه يو مليون كيلومتره مربع پراخه سيمه كې خپور و. دا پراخوالى په شمال كې د زاړه ( باختر) د ( امو) په څنډه كې له (شورتوكى (shortughai  څخه، په جنوب كې د ( ګنګا) تر څنډو پورې ليدلاى شو. په ختيځ كې د  ( كابل) ، ( جيلم) ، ( ګومل) ، ( سولتج) او ( راوي) سيندونو چې ټول د ( پنج اب) په نامه ياديدل، د         ( هماليا) د غرونو له اوبو سره دې تمدن ته اوبه رسولې. په لويديځ كې  په هلمند كې د ( مونديكګ) او په    ( سيستان) كې د ( شهر سوخته) ښارونه د تمدن په دې كړۍ كې شامل وو. د دې تمدن فرهنګي اغيز په دې پولو كې ايسار نه پا تې كېده او موږ يې ځنې نښې په ( عيلام) او ( سومر ) يا د دوو اوبو يا (بين النهرين) تر مينځ هم ليدلى شو.

     په دې برخه كې نوې مومدنې څرګندوى چې د ( سند_ هلمند) تمدن د دې خاورې د سيمه ییز فرهنګ له ورو_ ورو ودې څخه مينځ ته راغلى . دا كيندنې يو بل واقعيت هم څرګندوي چې له ( منځي ختيځ ) څخه تر ( منځنۍ اسيا ) پورې پراخه بهرنۍ اړيكې هم وې. لرغون پېژندونكي او پوهان په دې اند دي چې دا تمدن د پيل، ودې او ړنګېدو ټول پړاوونه وهلي دي.

   نور بیا

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    داسې ښکاري چې پښتانه( افغانان) ،او په دې سیمه کې نور میشته قومونه خپل اصل پیژندلو ته نيږدې کېږي !
    په یو-ټیوب کښې د (لالونه) په نوم د حاجي اسلم او ښاغلي سعدالله جان برق صیب د پښتنو اصل او نسل په باره کې یوه لړۍ پیل کړې چې هغوی هم غواړي دا ثابته کړي چې(پښتانهء نه بني-اسراييل دي ؛او نه آریایان!!؛؛ بلکې دوی د همدې بلخ+غور+سلیمان غر+ لغمان ګندهارا او د سیستان او سِند تر منځ د اصلي تمدنونو بنسټ ایښودونکي او تر ڼنه رارسوونکي دي ) ،البته د تاریخ په اوږدو کې د نورو یرغلګرو تر تاخت و تاز لاندې واقع سوي دي ؛؛ لکه اوسنی افغانستان هم چې شمال او شرق اوغرب لګکیو له کوچیدونکو څخه راغلي!!!
    وروراحسان آرینزی صاحب! تاسو د ژباړې په سر کې لیکلي ول چې د طرزي ساب ځینو هغو سره موافق نه یاست مګر په لیکنه کې مو په ډاګه کړې نه ده چې کومه برخه کې؟؟
    زما دا برخه ډیره زیاته خوشه سوه : کټ مټ ء
    “”ه دې برخه كې د ( دواركار) ښار د يادولو وړ دى چې په اوبو كې ډوب شوى. په زړه پورې خبره دا ده چې دا ښارونه به د پلان او پروګرام له مخې جوړيدل. لومړى به واټونه ايستل كېدل، بيا به د ناولو اوبو ويالې جوړېدې او بيا به كورونه جوړيدل او خلك وركډه كېدل.

    دا واټونه به سيخ او موازي وو؛ خو په هغه ځاى كې به چې واټونه يو پر بل تېريدل، زاويه به ۹۰ درجه وه. دا واټونه له اوسنيو واټونو څخه هم پراخه وو. د دې واټونو په څنډو كې د اوبو ويالې داسې جوړې شوې وې چې نه اوبه پكې بنديدې او نه يو څاڅكى اوبه بې ځايه تلې. كورونه دوه پوړه او يو شان دى. ټول انګړ لري، دوهم پوړ ته د ختلو زينې لري، د ځان وينځلو ځاى او د اوبو څاه چې دواړه واړه دي. دا كورونه له پخو خښتو جوړ شوي او هېڅ ور يا كړكۍ د عمومي واټونو لورې ته نه پرانستل كېده. كورونو ته ورتګ خپلې فرعي لارې درلودې. واټونه په داسې خښتو فرش شوى وو چې د درنو ګاډيو او اسونو زور يې پورته كولې شواى.

    د دې كورونو په زړه پوريوالى د هغوى په لويوالي كې دى. په هر كور كې څو كورنۍ ځاييږي.””
    ډیره مڼنه له توجه مو./ بروکسل / د جولای نهمه = د ذلقعدې ۲۹=د چنګاخ یا سرطان ۱۸

  2. سلام
    دزرو په قدر زرګر بوهیږی!
    ما دهلمند کېندنې تر یو ه حده پورې لیدلی چې ډيرې ژورې او تیاره دی . تقریبا د څا بڼه لری تاریخ وایی چی دلته خلک په کې اوسېدل او دهلمند دسیند اوبه یې له همدې ځایه لاسته راوړې.دغه کیندنې د ځمکې (لمبور) په واسطه اوبو سره وصل وی . هره کېندنه کې اوس په زرګونو شب پرک/خفاشو ژوند کوی ژباړه شوی مقاله کې اصلا یوې موضوع ته اشاره نه دې شوې څو تاریخی او لرغونی مطالب سره رانغاړی لرغون پېژندنه یود سبلین اوعلم دی ،تاریخ بل او همدارنګه پشتو ژبه او تمدن دبحث بل لوری دی . دسېند-هلمند کیسه ښاغلی رهُپور ډیره ګډه وډه لیکلې.ددغه نامعلومه تمدن ظرفیت ډېر پېچلی او محدود ښکاری هدف دا نه دی چې یوازې ز ه نیوکه لرم نور لوستونکی هم پوښتنې لری .
    دمطلب بل اړخ دلرغون پېژندنې دسیانس، وسایلو،لوازم او اسباب ساتنه ده ، او د سیلا نیانو ،لیدونکو او کتونکو دعلاقې وړ ابزار،سمپل،سیمینارونه ،نشرات اومعلوماتی برخه هم دیر مهم فکتورونه دی چې له بده مرغه داطلاعاتو او کلتور وزارت په دې برخه کې ویده دی. مرحوم رسول باوری ونه شو کړای دلرغون پېژندنې اصلی هسته راژوندۍ کړی.کرونا باندې مړشو الله دې جنتونه ورکړی. موږ په تعلیم او تر بیه کې هم دلرغون پېژندنی په نوم څه نه لرو.ملی نندارتون نه لرو هرڅه مو په اټکل دی لکه همدا اوسنۍ حکومت………….. عاقبت بخیر!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب