دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهسلګونو پکتیکاوالو د امنیتي ځواکونو په ننګه لاریون وکړ

سلګونو پکتیکاوالو د امنیتي ځواکونو په ننګه لاریون وکړ

تاند(جمعه، د سرطان ۴) سلګونو پکتیکالوالو د افغان امنیتي ځواکونو په ننګه پرون (پنجشنبه) د ولایت په مرکز ښرنه کې وسلې پورته کړې او په عین حال کې یې پر طالبانو ږغ وکړ چې د جګړې پر ځای د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

دوی، چې د یوه لاریون په بڼه راوتلي وو، له حکومت څخه وغوښتل چې د دې ډول ولسي پاڅونونو ملاتړ وکړي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ولسونو د وسلو د پورته کولو او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د ملاتړ اعلان کړی دی خو له دې سره په یو وخت وېره ده چې یو وار بیا به خپلسري وسله وال قوت ومومي او ښايي طالبان کمزوري شي او ځای یې خپلسري وسله وال او جګړه مار ونیسي.

د غونډې برخوالو وویل چې زرګونه پکتیکاوال حاضر دي چې د نظام دفاع وکړي.

دوی روانه جګړه د پاکستان د پوځ او استخباراتو جنګ وباله او ویې ویل چې د افغانستان یوه لوېشت خاوره به د طالب په وسیله پاکستان ته ونه سپاري.

دوی ویل چې د ۷ ولسوالیو اوسېدونکي دي او ژر به د پکتیکا د ۲۲ ولسوالیو اوسېدونکي په پاڅون کې ورسره ملګري شي.

په لاریون کې د بېلابېلو ولسوالیو استازو، قومي مشرانو او د پکتیکا پخوانیو چارواکو ویناوې وکړې.

د خیرکوټ ولسوالۍ اوسیدونکي قومي مشر خان میر حکیمي وویل، د دوی د قوم درې نیم سوه ځوانان دې ته حاضر شوي دي چې د افغان سرتیرو ترڅنګ د خپلې سیمې امنیت وساتي.

ده زیاته کړه، د افغان حکومت چارواکي باید د ولس په ملاتړ باور ولري، که نارینه ختم شي، ښځینه هم دې ته حاضرې دي چې د خپل هېواد ساتنه وکړي.

د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمان څمکني بیا په خپلو خبرو کې وویل، دا لومړی ځل نه دی چې پکتیکاوالو نظام او هېواد ساتنې ته رادانګلي دي.

نوموړي پکتیکا وال وستایل او له دوی يې وغوښتل چې متحد شي او په خپلو سیمو کې د ناامنیو رامنځته کیدو ته اجازه ورنه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب