Homeخبرونهایران: د خبرو اترو له لارې د افغان بحران پر حل باور...

ایران: د خبرو اترو له لارې د افغان بحران پر حل باور لرو

تاند (چهارشنبه د سرطان ۲) د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی وايي چې هېواد یې له پوځي لارې د افغان بحران د حل پلوي نه کوي.

محمد ابراهیم طاهریان دا څرګندونې نن د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال وکړې.

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې ښاغلي طاهریان وویل چې ایران به د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې هېواد یې د خبرو اترو له لارې د افغان بحران پر حل باور لري او ټینګار یې وکړ چې دوی د زور له لارې د دې بحران د حل پلوي نه دي او نه هم دا بحران پوځي حل لاره لري.

د خبرپاڼې له مخې عبدالله عبدالله هیله وښوده چې د ایران د نوي ولسمشر ابراهیم رییسي په دوره کې به د افغانستان او ایران اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...