شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملي دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۸ طالبان ووژل شول

ملي دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۸ طالبان ووژل شول

تاند ( جمعه ، د جوزا ۲۸ مه)   د افغانستان ملي دفاع وزارت د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د ۲۵۸ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرو ۲۴ ساعتنو پر مهال دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو په ترڅ کې ۲۵۸ طالبان ووژل شوې دي.

خبرپاڼه وایي، د یادو عملیاتو او نښتو په ترڅ کې ۱۵۶ تنه وسلوال طالبان ټپیان او همدا راز یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه طالبان د هېواد ننګرهار، لغمان, پکتیا, زابل, هرات, فراه, غور, فاریاب, بلخ, جوزجان, هلمند, تخار او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

ورته مهال سرچینې وایي، افغان ځواکونو د هرات اوبه ولسوالي وسله والو طالبانو ته پریښې ده.

یوه امنیتي سرچینه وایي، افغان ځواکونو تېره شپه خپل ټول ټپیان او سرتېري هرات ښار ته لیږدولي دي او یاده ولسوالۍ یې طالبانو ته پريښې ده.

د راپورونو له مخې اوبه ولسوالۍ کې شته پوځي وسلې بل ځای ته لیږدول شوي او یوه اندازه نور یې له منځه وړل شوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم مني چې اوبه کې مېشت سرتیري تېره شپه هرات ته لیږدول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ امنیتی ځواکونه بل ځای ته لېږدولې ده.

امنیتي چارواکو ویلي، چې ځايي خلکو ته د مرګ ژوبلې نه اوښتو، د لارې نه بندېدو او پرسونل ته په وخت د اکمالاتو نه رسېدو د مخنیوي لپاره د دهنه غوري ولسوالۍ امنیتي ځواکونه د لنډمهال لپاره بل ځای ته ولېږدول شول.

طالبانو هم ویلي چې د دهنه غوري ولسوالۍ له مرکز او ټولو سیمو حکومت وتلی دی.

2 COMMENTS

  1. GREAT NEWS ; KILLED MORE TALIB TERRORIST&PAKISTANI SOLOUTS.
    WE PROUD OUR NATIONAL DEFENSE FORCE&AFGHAN CLEVER KUMANDO.

    ZENDA BAAD AFGHAN FAUJ &POLICE.
    MARG PA TERLIBANOO WAKHSHIANO

    THANK YOU. TAAND WEB

  2. طالبان وایي: طالبان نه مري! ځکه چې هغوی د میاګل جان اغا له متود څخه کار اخلی! میاګل جان اغا چې ګله د خلقیانو له ویری مدینې(پاکستان) ته د جنازي په کټ کې هجرت کاوه نو پاتې خلکو ورته وویل چي اغا صاحب مونږ چا ته پریږدې؟ هغه ریګ ورته دم کړ او هغوی ته یې ورکړ چی د طیارو د راتګ په وخت کې یې طیاروته ورشیندئ نو تاسې به محفوظ یاست! یوه ورځ طیاره تګاب ته ورغله هغو له ریګونو او ټوپکونو سره په طیاره حمله وکړه چې په پایله کی طیاری له مخې و ویشتل! طالبان هم لکه چی ریګونه دموي!!!!!!!!!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب