چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+حضرت ځاځي په چټکې توپ وهنې د پېښور زلمي لوبډله بریالۍ کړه

حضرت ځاځي په چټکې توپ وهنې د پېښور زلمي لوبډله بریالۍ کړه

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۲۶) د پاکستان سوپر لیګ ۲۴مه لوبه د کراچۍ کېنګز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

پچه د پېښور زلمي لوبډلې وګټله او لومړی یې کراچۍ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کراچۍ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې عباس افریدي ۲۷ ناسوځېدلې او شرجیل خان ۲۵ منډې او  نجیب الله ځدراڼ هم ۱۷ منډې ترلاسه کړې.

د پېښور زلمي له خوا وهاب ریاض او ابرار احمد ۳-۳ او سمین ګل بیا ۲ لوبغاړي وسوځول.

د پېښور زلمي لوبډلې ټاکل شوی هدف د حضرت ځاځي په چټکې ټوپ وهنې پوره  او لوبه يې د ۶ وېکټو په توپير وګټله.

پېښور زلمي لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۱ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي خورا په زړه پورې توپ وهنه وکړه، هغه د ۴ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مټ په ۲۶ توپونو ۶۳ منډې وکړې.

ځاځي دغه راز په دې لوبه کې په ۱۷ توپونو چټکه پنځوسیزه ووهله او د کامران اکمل او اصف علي سره د پي ایس ایل د تاریخ د چټکې پنځوسیزې ریکارډ کې هم شریک شو.

د کراچۍ لپاره نور احمد لکڼوال هم لومړۍ لوبه ترسره کړه،چې په ۳ اورونو کې یې ۲۴ منډې ورکړې او ۱ لوبغاړی یې وسوځاوه.

د لوبې غوره لوبغاړی حضرت الله ځاځی وټاکل شو.

د یادونې ده چې د پاکستان په سوپرلیګ کې اخیستل شوي افغان لوبغاړي هر يو تر دې دمه ښه ځلېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب