سه شنبه, مې 14, 2024
Home+امریکایي پروګرام لیکونکې، کمپیوټرپوهه؛ جین بارټیک

امریکایي پروګرام لیکونکې، کمپیوټرپوهه؛ جین بارټیک

(Bartik, Jean) (۱۹۲۴ – )

ژباړه: رحمت شاه فراز

د ۱۹۴۰ لسیزې په لومړیو کلونو کې چې بارټیک نوې، نوې دې ډګر ته راووتله، کمپیوټر یو ماشین نه وو، بلکې هغه کس ته به یې کمپیوټر وایه چې د میخانیکي ماشین حسابونو د بټنونو په کېکاږلو او اهرمونو (جبل) په کشولو به یې محاسبې سرته رسولې. دغه محاسبه کوونکي چې زیاتره به یې ښځه وې، د وسلو او الوتکو د ډیزاین لپاره د اړینو محاسبو د سرته رسولو لپاره خورا ضرور وو، حتی د لومړني اټومي بم په جوړولو کې هم دې انساني کمپیوټرانو لوی لاس درلود. خو بارټیک ایله د یوه (انساني کمپیوټر) په ډول ژوند تېرول نه غوښتل، بلکې پخپله يې د یوه کمپیوټر پروګرامول زده کړل. ENIAC لومړنی عام موخیز، الکترونیک-ډیجیټل کمپیوټر وو، بارټیک چې د دې کمپیوټر د پروګرام لیکونکو په ډله کې د سرلارې او مخکښې حیثیت درلود، د هغې ټکنالوژۍ او صنعت په ځمکه پښې کېښودې چې په لنډ وخت کې يې نړۍ بدله کړه. 

جین په ۱۹۲۴ کال د ډسمبر په ۲۷ د میسوري ایالت په شمال ختیځ کې د یوه بزګر کره نړۍ ته راغله. جین د ساینس او ریاضي یوه تکړه زده کوونکې وه، خو د هغې ورزشي او سپورتي استعداد د ښوونکو او زده کوونکو ډېره توجه جلب کړې وه. په تېره، دا د سافټبال یوه پیاوړې لوبغاړې وه چې د ښوونځي له رخصتۍ وروسته به تل نورو زده کوونکو له دې غوښتنه کوله چې د هغوی له ډلې ولوبېږي. کله چې بارټیک د میسوري ایالت په ټیچرز کالج کې شامله شوه، نو د کالج چارواکو هڅه وکړه چې نوموړې په فزیکي تعلیم کې لیسانس واخلي. خو دې د ریاضیاتو څانګه وټاکله (چې په ټولګي کې يې دا مهال دوه نجونې وې چې یوه يې دا وه) او په ۱۹۴۵ کال کې يې په همدې څانګه کې خپل د لیسانس سند ترلاسه کړ. 

تر څو چې دې خپلې زده کړې پوره کولې، د هغې زیاتره نارینه ټولګیوالو جنګ ته مخه کړې وه. بارټیک هوډ کړی وو چې د ریاضیاتو د ښوونکې په حیث به خپل مسلکي ژوند تېروي، خو د هغې د کېکولس پروفیسور نوموړې ته هغه اعلان ور وښود چې د (انساني کمپیوټرانو) لپاره د مرستې تقاضا پکې شوې وه، او غوښتل يې د پوځ د وسلو جوړونې په څېړنیز لابراتوار کې چې د مېري لېنډ په ابرډین ښار کې يې موقعیت درلود، په یوه مرموزه پروژه کې برخه واخلي. بارټیک چې په دې میرزايي ډوله دنده کې یو څو میاشتې تېرې کړې، نو لابراتوار اعلان وکړ چې داسې کسانو ته اړتیا لري چې د یوه نوي او ډېر مرموزه ماشین چارې پرمخ یوسي. دغه ماشین ENIAC کمپیوټر وو. بارټیک او پنځه نورې ښځې د دې پروژې لپاره ومنل شوې. 

بارټیک چې د ENIAC خونې ته ننوتله،نو دا او همکارانې يې له یوه وېروونکي منظر سره مخ شوې. ټوله خونه یوه سترې بلا نیولې وه او د زرګونو واکیوم ټیوبونو په رڼا يې ټوله خونه روښانه کړې وه. 

نن ورځ، د کمپیوټر پلورونکی په دې تمه وي چې له کمپیوټر سره به یو مفصل لارښود هم راکول کېږي چې په هغه کې به د ماشین د چلولو او تنظیم لپاره ګټورې لارښوونې لیکل شوې وي. او که کوم پرابلم را پیدا شي، نو انلاین مرستندویه پاڼې او د تخنیکي ملاتړ شبکې یې د مرستې لپاره لاس په نامه ولاړې وي. خو د ENIAC په قضیه کې بارټیک او پنځو نورو (انساني کمپیوټرانو) باید هر څه له نوي سره پیل کړي وی. دوی ته یوازې د ماشین د انجینرۍ یو څو خاکې او د لارښوونو کوډ شوي لیستونه ورکول شوي وو او باید په همدې یې خپل کار مخته بیولی وی. 

په اوسني کمپیوټر د یوه پروګرام ځغلول دومره اسانه دي چې مازې یوه پیته (ډیسک) سي ډي روم ته ور واچوه او د ماؤس یو څو کلیکونه وکړه. خو په ENIAC کمپیوټر کې د یوه نوي پروګرام چلول په دې معنا وو چې سلګونه پلګونه باید نوو ساکټونو ته یووړل شي، له ۳ زره نه زیات سویچونه باید تنظیم شي او د ان پټ اعداد باید په بېلا بېلو ((رقمي پتنوسونو)  کې ترتیب شي. پخوانۍ پروګرام لیکنه داسې وه لکه په یوه فابریکه کې چې ماشین چلوې، نه داسې چې په یوه مېز ناست اوسې او د کیبورډ له لارې یې ترسره کړې. 

د بارټیک او د همکارانو له برکته، ENIAC کمپیوټر د جنګي هڅو لپاره یو ستر ځواک ثابت شو. تر جنګ وروسته، د ENIAC اختراع کوونکو (جې پرېسپر اېکرټ) او (جان ماؤکلې) پرېکړه وکړه چې دې ماشین ته وده ورکړي څو په خپله حافظه کې پروګرامونه هم ذخیره کړای شي. (پخوا به پروګرامونه په لاسي ډول تنظیمېدل). په مېموري کې د پروګرامونو ذخیره کولو ته مخصوص دستورونه پکار وو چې د پروګرام لارښوونې د مېموري په خاصو موقعیتونو کې ځای پر ځای کړي، او بیا د خورا مفصلو لارښوونو په واسطه پر دې لارښوونو عملیات ترسره کړي، چې دې لارښوونو ته يې مایکرو کوډ ویل. 

په ۱۹۴۸ کې بارټیک خپله دولتي دنده خوشې کړه او د اېکرټ-ماؤکلې په کمپیوټري شرکت کې يې کار پیل کړ. په همدې وختونو کې یاد شرکت په BINAC (د ENIAC یو ټیټ ورژن)  او Univac 1 کمپیوټرونو کار پیل کړی وو چې همدا وروستی کمپیوټر تر ټولو اولنی کمپیوټر شو چې په تجارتي ډول بازار ته راووت. په دې ځای کې بارټیک پروګرامونه ولیکل او د مېموري لپاره یې بېک اپ سیسټم ډیزاین کړ. څه موده وروسته نوموړې له کاري ډګر سره مخه ښه وکړه او د خپلې کورنۍ سمبالښت ته يې اوږې ورکړې، خو په ۱۹۶۷ کال کې بېرته د کمپیوټر ډګر ته د ټیکنالوژۍ د لیکوالې او تحلیل کوونکې په حیث راستنه شوه. 

په ۱۹۹۷ کې بارټیک په نړیواله ټکنالوژۍ کې د ښځو د شهرت انګړ (hall of fame) ته معرفي شوه. نوموړې خپل ژوند او تجربه په دې ټکو کې را غبرګوي ((زه یوازې په سم وخت کې، په سم ځای کې وم. بس دا به زما بخت یا خدايي ډالۍ وه چې زه يې د ENIAC کمپیوټر د پروګرام لیکونکې په توګه غوره کړم.))

اضافي لوستونه: 

1-NASA. Quest Archives. “Female Frontiers: Jean Bartik.” Available on-line. URL: http://quest.arc.nasa.gov/space/frontiers/bartik.html. Downloaded on October 31, 2002.

2- Women in Technology International. “Jean Bartik.” Available on-line. URL: http://www.witi.com/enter/witimuseum/womeninsciencet/1997/ 062297.shtml. Posted on June 22, 1997.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب