Homeخبرونهله افغانستان سره د چین تازه مرستې؛ غني: روغتیایي سکتور کې ښه...

له افغانستان سره د چین تازه مرستې؛ غني: روغتیایي سکتور کې ښه والی راغلی

تاند (شنبه د جوزا ۲۲) د چین اووه سوه زره ډوزه کورونا ضد واکسین او د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته شوي نور طبي توکي کابل ته را رسېدلي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر اشرف غني نن په چهار چنار ماڼۍ کې په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې واکسین د ژوند ډالۍ ده او د همدې مرستې په خاطر له چین څخه مننه او قدردانی کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه، د کورونا د تېرو دوو څپو په پرتله د هېواد په روغتیایي سکتور کې پام وړ ښه والی راغلی دی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر د کابل والي ته سپارښتنه وکړه چې خصوصي سکتور دې لا ډېر له کورونا سره د مبارزې برخه کې دخیل کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د چین سفیر وانګ یو هم له کورونا سره د مبارزې او تلپاتې سولې ته د رسېدو برخه کې د افغانستان پر بشپړ ملاتړ ټینګار وکړ.

د یادونې ده چې چین تازه له افغانستان سره د نورو طبي توکو مرسته هم کړې ده.

په چین کې د افغانستان سفیر  جاوېد قایم وایي،  په دې مرسته کې پنځلس قلمه طبي توکي لکه، وېنټیلاټور، مونیټور، د زړه ماشینونه او داسې نور وسایل شامل دي. دی وایي، له دغه وسایلو څخه به د عاجلو ناروغانو د درمنلې لپاره کار اخیستل کېږي.

دغه طبي توکي په چین کې د افغانستان سفارت او په کابل کې د چین سفارت په همغږۍ تېره شپه د آریانا افغان هوایي شرکت له خوا کابل هوایي ډګر ته را رسېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...