یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېقرنطین باید څنګه عملي کړو؟| حمیدالرحمن کریمزی

قرنطین باید څنګه عملي کړو؟| حمیدالرحمن کریمزی

کله چې د کورونا ناروغي لومړۍ پیښه د چین په ووهان ښار کې مثبته راووته او دا یې هم ورسره وویل، چې ډيره خطرناکه او ساري ناروغي ده، نو سمدستي له ما سره دا اندیښنه پیدا شوه، چې په دې یو موټي نړۍ کې، چې د خلکو تګ او راتګ په دقیقه زرګونو ته رسیږي، نو خامخا دا افت افغانستان ته هم را رسییږي، دا چې نیږدې ټولې نړۍ ته رسیدلي، چې په میلیونونو کسان پرې اخته او سلګونه زره یې مړه کړي او لا هم روانه ده او دا معلومات هم نه کیږي، چې کله به ختمیږي، خو د دې ناروغۍ لپاره کامیابه درملنه او وقایه په کور پاتې کیدل یاد شوي، چې په دې برخه کې چین یو څه بریالی هم شو هغه داسې چې دوه یا درې میاشتې یې دا ښار کلک وتاړه او هیچاته اجازه نه وه، چې له کوره دې بې ضرورته ووځي. خو دولت بیا دې خلکو ته پوره سهولتونه هم برابر کړي وو. 

له دې ناروغۍ هغه هیوادونه چې اقتصادي حالت یې کمزوری دی، لکه افغانستان، چې د پراختیایي او حتا د خپلو مامورینو لپاره معاش یې هم په مرستو ولاړ دی، لدې ناروغۍ سره مبارزه ستونزمنه وي، ځکه دې ناروغۍ د نړۍ ستر زبرځواک هیوادونه، لکه امریکا، برتانیا، فرانسه، جرمني، چین او نور ټول سخت وځپل او لا هم نه توانیدلي، چې د دې افت په وړاندې بریالي شي. 

افغانستان ته د دې مرض د را رسیدو ستر علت ایران بلل کیږي، ځکه چې کله ایرانیانو کې دې ویروس مرګ و میر زیات کړ، نو په زرګونو افغان کډوال چې هلته میشت وه او یا هم مزدوری ته تلي وو د ایران لخوا په زور را وشړل شول، چې دا دی اوس دې ناررغۍ زمونږ په ټولو ولایاتو کې ریښې خواري کړي او د پیښو او وژنو شمیر یې ورځ تر بلې په زیاتیدو دی. مونږ له ډيرو سختو حالاتو سره مخامخ یو او لدې ویروس سره زمونږ مبارزه ډيره ستونزمنه ده، ځکه چې مونږ د فقر، جنګونو، سیاسي کړکیچونو او اداري فساد له سترو ننګونو سره مخامخ یو.

افغان دولت د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره نیږدې دوه میاشتي کیږي، چې قرنطین اعلان کړی، خو په ښار او کلیو کې اوس هم خلک دا مساله جدی نه نیسي او ځينې بیا خپل غربت مخته کوي، چې ګنې په کور کې هیڅ نه لري، نو اړ دي، چې د یوې ګولئ ډوډۍ لپاره مزدوري وکړي. دا ادعا باالکل سمه ده، چې مونږ له مجبوریته له خپلو کورونو وتلي یو، خو اخر څه کول پکار دي، چې لدې مرګونې ناروغۍ څخه بچ پاتې شو. 

نو ما د قرنطین د ښه عملي کیدو لپاره یو څو ناچیز وړاندیزونه وړاندې کړي کچیرې دولت ورته پام وکړي، انشاالله لدې افت څخه به په ډير کم وخت کې خلاص شو، خو پدې برخه کې د دولت کلکه اراده ډيره اړینه ده، شاید دوی هم ورته پام وي، خو لکه مخکې مې چې یاده کړه اداري فساد هم هغه پدیده ده، چې دا مبارزه یې راته بیخونده کړې ده.

دا قرنطین باید داسې پیل شي: دوه اونۍ یا هم میاشت باید ښه کلک قرنطین ونیول شي حتا که چا یې د ماتولو هڅه کوله د وهلو ترڅنګ دې کله کله د ویشتلو امر هم ورته وشي، خو دا کار هغه وخت کیدای شي چې دولت د خلکو ټولو اړتیاوو ته ځان ورسوي. نو زما وړاندیزونه هم پدې اړه دي، چې دولت څنګه کولای شي، چې هم په ښارونو کې قرنطین عملي کړي او هم دې د خلکو ستونزې ور حل کړي.

۱ – په ښار کې باید ټول د خوراکي او غیر خوراکي دوکانونه مطلق وتړل شي. خو په مقابل کې باید دولت د خوراکي توکو منډوي او سبزیو منډوي څخه توکي را ونیسي او د ښاروالۍ په ذریعه د خپلو ناحیو اړوندو اوسیدونکو باندې په مناسب قیمت، چې د دولت بودیجې ته هم زیان نه وي رسیدلی کوڅه په کوڅه وګرځوي او د هر کور په دروازه کې یې په خلکو خرڅ کړي، یعنې پدې موده کې باید شخصي کاروباریان مطلق بند شي.

۲ – نانوایانې دې هم وتړل شي، خو د ډوډۍ پخولو ته دې دوام ورکړي، د دې لپاره دولت باید په هره ناحیه کې د شته نانوایانو په منځ کې نوبت وکړي، چې دوی ډوډۍ پخه او بیا دې په ورځ کې درې وخته په ټاکل شوي نرخ کور په کور خرڅه کړي.

۳ – د روغتیایي ستونزو د حل په موخه باید کلینکونه او روغتونونه د تیارسۍ په حال کې وي، خپلې اړیکې شمیرې دې له خلکو سره شریکې کړي، ترڅو د ناروغۍ په وخت کې لدوی سره تماس ونیسي او دوی یې د امبولانسونو په ذریعه په وخت انتقال کړي، دا اجازه او سهولتونه باید ټولو روغتیایې کارکوونکو ته ورکړل شي. د کرونا ناروغۍ لپاره خو هسې هم ځانګړې تدابیر نیول شوي، خو د بیړني حالاتو لپاره دې دوی هم د خپلو نماینده ګیو شمیرې فعالې وساتي. درملتونونه دې هم خپل سیار ټیمونه برابر او د ناروغ د معلوماتو له ورکولو وروسته دې ورته د اړتیا وړ درمل برابر او ور ورسوي.

۴ – هر وکیل ګذر او یا ملک باید دولت ته د خپلې سیمې د بیوزلو حقیقي لیست شریک کړي، که بیا هم پدې برخه کې د درغلیو او فساد درک ولګیږي دولت باید مخکې له مخکې دې ډول اشخاصو لپاره د سترې محکمې لخوا سزا وټاکي او که څوک ونیول شو، نو اورول شوي سزا دې له نیولو وروسته سمدستي تطبیق کړي. ترڅو په راتلوونکي کې بل څوک فساد ته زړه ښه نه کړي.

۵ – کله چې د بیوزلو شمیر معلوم شو، نو دولت باید له خپلې کومکې بودیجې او دې هم د نړیوالو لخوا له کیدونکو مرستو، بودیجه ځانګړې کړي بیا دې په اونۍ کې یو ځلې د اړتیا سره سم نغدې مرسته وویشي.

۶ – پدې خو پوهیږو چې زمونږ ولس او دولت دواړه له غربت او بدبختیو سره مخامخ دي، له غریبو سره له بله اړخه هم مرسته کیدای شي هغه داسې؛ څوک چې کرایې کورونو کې اوسیږي دولت باید د کور په خاوند فشار راوړي ترڅو د یوې میاشتې کرایه ورته معاف کړي، که د برق سهولت لري، د دولت لخوا دې ورته د برق بیل معاف شي.

خو د نغدو ورکړه باید په هر حالت کې جاری وساتل شي ترڅو پدې بهانه چې د خوړو لپاره څه نه لري قرنطین مات نشي، لکه اوس.

۷ – هغه مامورین چې معاشونه یې لوړ دي، د یوې میاشتې لپاره باید د دوی له معاشونو مناسبه فصیدي کمه او له غریبو سره د مرستې په خاطر بیلي شي.

دا زما ناچیزه وړاندیزونه دي، ځکه د ښارونو حالات ډير خراب دي، له کله چې قرنطین مات شوی، د پیښو په شمیر کې زیاتوالی هم راغلی، نو راځئ! چې پدې برخه کې هم له دولت او هم له ځان سره مرسته وکړو.

په کور پاتې شئ چې روغ پاتې شئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب