جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاصغر افغان د کرکټ د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ ګوښه شو

اصغر افغان د کرکټ د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ ګوښه شو

تاند (دوشنبه، د جوزا ۳۱) اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ګوښه او حشمت الله شهيدي یې پرځای د یو ورځنيو او ټېسټ سياليو لوبډلمشر وټاکل شو.

له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بورډ غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې کړ.

سرچینه زياتوي، چې بورډ په تازه پرېکړه کې د ټېسټ او یو ورځنيو سیالیو لپاره حشمت الله شهيدي لوبډلمشر او د همدغو فارمټونو لپاره رحمت شاه مرستيال لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

د سرچيني په حواله، ډېر ژر به د شل اوره فارمټ  لپاره هم لوبډلمشر وټاکل شي، خو راشد خان آرمان به یې مرستيال وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې اصغر افغان د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ سيالۍ کې د ځينو ناسمو پرېکړو له کبله، چې د لوبې د بايللو لامل شوې له لوبډلمشرۍ ګوښه شوی دی.

بل لور ته د کرکټ بورډ د بشري سرچينو رئيس نثار احمد افغان له يادو بدلونونو سره هم مهاله له خپلې دندې استعفاء کړې ده.

نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې په بورډ کې د ناسمو کارونو او په ځانګړي ډول د بشري سرچينو په کارونو کې د شته رهبرۍ غير قانوني لاسوهنو له کبله استعفاء کوي.

د يادونې وړ ده، چې اصغر افغان تر دې وړاندې هم يو ځل له لوبډلمشرۍ ګوښه شوی وو، چې په نړيوال جام کې د ملي لوبډلې له پرلپسې ماتو وروسته د کرکټ بورډ د رهبرۍ په بدلېدو يو ځل بيا د ټولو فارمټونو لپاره لوبډلمشر وټاکل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب