جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا او افغانستان د ملي امنیت سلاکارانو له نژدې د تماسونو...

د امریکا او افغانستان د ملي امنیت سلاکارانو له نژدې د تماسونو پر دوام ټینګار وکړ

تاند(پنجشنبه، د جوزا۵) سپینه ماڼۍ وايي، په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي، د امریکا متحد ایالتونه به د افغانستان له حکومت او افغان ملي امنیتي ځواکونو سره له نژدې په تماس کې وي.

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جېک سلیفان د چهارشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه به د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونو ته شا وانړوي.

دا خبره د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره د چهارشنبې په ورځ د ښاغلي سلیفان له خبرو وروسته د امریکا د ملي امنیت شورا ویندویې ایمیلي هورن په یوه بیان کې کړې ده.

اغلې هورن ویلي چې ښاغلیو سلیفان او محب د دوه اړخیز مشارکت پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې له نژدې به سلامشورو ته دوام ورکوي.

ویاندې زیاته کړه، سلیفان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او همداراز د افغانانو د مرستې په اړه د امریکا د ملاتړ د دوام لپاره د متحدو ایالتونو پلانونه تشریح کړل.

د دواړو هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خبرو اترو له لارې د سیاسي حللارې په ګډون د دواړو خواوو د ګډو هدفونو د ملاتړ په خاطر له نژدې د ګډ کار پر دوام موافقه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب