جمعه, اپریل 26, 2024
Homeروغتیاخندا او مازغه - مغز

خندا او مازغه – مغز

موږ پوهیږو چې د مازغو (مغز) بیلابیلې برخې د خندا په جوړښت کې اغیز لري. د مثال په ډول ترټولو ستر عاطفي عکس العملونه مغز تولیدوي.

څیړاندي باوري دي چې د خندا په مهال د مغز ډیرې برخې کار ته داخلیږي خو اوس هم په مشخصه توګه د خندا او مغز ترمنځ اړیکې ندي میندل شوې.

ددغه څیړنو لپاره څو کسان له یوې پرمختللې دستګا سره وصل شول او پایله یې داوه چې د خندا په مهال هغه څپې چې د هغوی دمغز له خوا تولیدیدلې په بشپړه توګه یوډول وې.

دغه څیړنه ښيي:

–          لومړی کیڼ لوری فعالیږي او خبرې او ټوکې څیړي.

–         وروسته مخکینی لوری چې د احساساتو اړوند دی فعالیږي.

–         دمغز ښی لوری هم د ټوکو اړوند اطلاعات څیړي.

–         دسر دشا برخه چې د خولې یا لاسونو د خوځیدا دستور صادروي فعالیږي.

–         او بیا نو بهرني حرکات ظآهريږي.

دیادولو وړ ده چې هغه لاره چې خندا په مغز کې کچ کوي له هغې لارې سره چې له سختو احساساتو سره یې کچ کوي په بشپړه توګه توپیر لري او په همدې خاطر دی چې څیړونکي باوري دي چې د مغز په دغه برخه کې هرډول اختلال انسان له خندا غورځولای او یاهم دهغې له عادي شکل څخه بې برخې کولای شي.

فعال سیستم:

دمغز فعال سیستم چې ویل کیږي د خندا په جوړښت کې ونډه لري په مرکزي برخه کې پراته دي . دغه برخه ډيره مهمه ده ځکه چې هغه حرکات کنټرولوي چې دانسان لپاره ډیر مهم دي.

د مغز دغه برخه د تمساح په څیر په ډیرو پخوانیو حیواناتوکې هم وه چې له هغې په استفادې او بویولو سره یو څه ټاکل. خو د انسانانو په اړه بیا دغه برخه د انسان په انګیزه او احساساتو کې کاریږي.

څیړونکي باوري دي چې آمیګدالا او هیپوکامپوس د انسان د احساساتو پّ کنټرول کې ډیر رول لري.

آمیګدالا له هیپوکامپوس سره اړیکې ټینګوي او همدغه اړیکې د عشق او دوستۍ او همداراز ورځنیو احساساتو لامل کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب