سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهد دشت برچي د بمي چاودنو د وژل شویو شمېر ۶۸ ته...

د دشت برچي د بمي چاودنو د وژل شویو شمېر ۶۸ ته لوړ شو

تاند(دوشنبه، د ثور۲۰) د کابل د دشت برچي د شنبې د ورځې د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۵ تنو څخه ۶۸ ته لوړ شو.

مخکې لا ډاکترانو ویلي وو چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی.

د دې برید، چې اکثره قربانیان یې تنکۍ زده کوونکې دي، مسوولیت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

خو د ایران په سپاه پاسداران پورې اړوندې ویبپاڼې تسنیم تور لګولی چې دا برید په حکومت کې شاملو قومپالو عناصرو کړی دی.

تسینم، بې له دې چې د کوم قوم یادونه وکړي ویلي چې طالبان دا ډ‌ول کارونه نه کوي بلکې په حکومت کې هغه عناصر چې خپله بقا د امریکايي پوځیانو په حضور کې ویني د قومي تربګنۍ له مخې یې شیعه هزاره قرباني کړي دي.

تسنیم همداراز لیکلي، طالبان پوهېږي چې د افغانستان شیعه ګان د ایران لپاره سرې کرښې دي او طالبان نه غواړي چې ایران له ځانه خوابدی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د تور ګوته نیولې او طالبانو بیا داعش په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

د وروستیو راپورونو له مخې، وروسته له دې چې یوه موټربمي چاودنه وشوه، د سید الشهدا لېسې وارخطا شوې زده کوونکې دباندې ووتلې، د دوی له وتلو وروسته دوې نورې چاودنې وشوې.

دا برید ګڼو هیوادونو او نړیوالو موسسو غندلی دی او هغه یې د بشریت پر ضد یو لوی جنایت بللی دی.

د کابل په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۳۰ ته ورسېد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب