شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد بغلان ځايي چارواکي: افغان ځواکونو له برکه ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی

د بغلان ځايي چارواکي: افغان ځواکونو له برکه ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی

تاند (چهارشنبه د ثور ۱۵) سرچینې وايي د بغلان برکه ولسوالۍ تېره شپه لس بجې په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورغلې او امنیتي ځواکونه نهرین ولسوالۍ  ته تللي دي.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت تائید کړې چې دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې، خو وايي چې طالبانو له څو استقامتونو پر ولسوالۍ  بریدونه کړي چې امنیتي ځواکونو په تاکتیکي ډول شاتګ کړی او ولسوالۍ یې طالبانو ته پريښې ده.

نوموړي زیاته کړې چې اوس افغان امنیتي ځواکونه د نهرین په تاوشخ کوتل کې ځای پرځای شوي او ادعا کوي چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

که څه هم افغان چارواکي وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوي، خو د کره ارقامو په اړه یې معلومات نلري.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې حکومتي ځواکونو وړمه شپه د دې ولسوالۍ له ځيني سیمو شاتګ کړی و او بېګا یې ټوله ولسوالي پریښې ده.

برکه ولسوالي د بغلان له مرکز نږدې ۸۵ کیلومتره لرې د تخار له اشکمش ولسوالۍ سره پر پوله پرته ده چې مخکې هم د یادې ولسوالۍ د سقوط راپورونه ورکړل شوي دي.

د یادونې ده چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم له یو شمېر ولایتونو د سختو جګړو راپورونه ورکول کېږي، خو افغان چارواکي وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هېواد او خلکو د امنیت د ساتلو پوره وړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب