دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهکابل کې اورلګېدنه؛ د تېلو لسګونه ټانکر سوځیدلي او لس کسه ټپیان...

کابل کې اورلګېدنه؛ د تېلو لسګونه ټانکر سوځیدلي او لس کسه ټپیان شوي

تاند ( یکشنبه، د غویی ۱۲)  د کابل په شکر درې ولسوالي کې د تیلو په یو ټانک کې اور لګېدلی چې تر دا مهاله ترې د لس کسو د ټپیانېدو او دغه راز د لسګونو ټانکرونو د سوځېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار شکردرې ولسوالي کې د اور لګیدنې له کبه د تېلو لسګونه ټانکر سوځیدلي او دغه راز لس تنه ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق آرین وایي چې دا پیښه تېر ماخوستن په ځایي وخت شاوخوا نهو بجې د کابل په شکردرې ولسوالي کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې لومړی په یوه ټانکر کې اور لګیدلی چې وروسته یې په سیمه کې ولاړو نورو ټانکرو ته سرایت کړی دی.

هغه وایي، له کابل ښار او پروان ولایت څخه د اطفایی ټیمونه رسیدلي او د اور د مړ کولو هڅې کوي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د پېښې له ځایه تر دا مهاله لس ټپیان د کابل امبولانس لخوا روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

ارین دا نه دي ویلي چې اوس مهال اور په بشپړ ډول مهار شوی او کنه خو وایي، سیمه کې د اور وژنې ټیمونه لا هم شتون لري.

د پېښې عیني شاهدان وایي، د تیلو یو پمپ سره لومړی ستره او  لګیدنه رامنځته شوه چې وروسته بیا پراخه شوه.

د معلوماتو له مخې، په دغه ځای هره شپه د تېلو لسګونه ټانکر ولاړ وي.

که څه هم تر دا مهاله د پیښې د اصلي لامل په اړه څه نه دي ویل شوي خو د سیمي خلک وایی چې لومړۍ د چسپکي ماین د چاودنې له امله یو ټانکر اور واخیست او وروسته پراخ شو.

کورنیو چارو وزارت دغه راز زیاته کړې چې د پېښې د اصلي لامل په اړه کشفي ارګانونو پلټې پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې په هېواد کې د اورلګېدنې پېښو ګراف لوړ شوې او په ترڅ کې یې څو میاشتې وړاندې د هرات په اسلام کلا ګمرک او فراه  ولایت کې هم داورلګیدنې له امله لسګونه د تیلو ټانکر وسوځیدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب