چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد اسلامي همکارۍ سازمان او رابطة عالم اسلامي موسسې په لوګر کې...

د اسلامي همکارۍ سازمان او رابطة عالم اسلامي موسسې په لوګر کې شوی ترهګریز برید وغانده

تاند (یکشنبه د ثور ۱۲) د اسلامي همکارۍ سازمان یا اسلامي کانفرانس، مسلم ورلډ لیګ یا رابطة العالم الاسلامي او د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزارت د جلا جلا اعلامیو په خپرولو سره په افغانستان کې د تېرې ورځې خونړی ترهګریز برید وغانده.

په دغه برید کې، چې حکومت یې پړه پر طالبانو ور اچولې او طالبانو نه منلی او نه یې رد کړی دی، او د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې د روژه ماتي پر وخت وشو ۲۴ ملکي کسان شهیدان او څه کم سل کسان نور ټپیان شول.

په سعودي عربستان کې مېشت د اسلامي علومو څېړونکي دوکتور سراج الحق محمد هاشم چې په خپله فیسبوک پاڼه یې د یادو سازمانونو اعلامیې خپرې کړي دي له تاند سره په تماس کې د هغوی د اقداماتو هرکلی وکړ.

د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي دوکتور یوسف احمد العثیمین په خپله اعلامیه کې د لوګر د پېښې د قربانيانو کورنیو، د افغانستان اسلامي جمهوريت حکومت او ولس ته د خپلې ريښتونې خواخوږۍ او تسليت مراتب وړاندې کړي، او د زخميانو لپاره يې د چټکې روغتيا دعا کړې ده.

دوکتورعثیمین ټينګار کړی چې سازمان د افغانستان اسلامي جمهوريت سره د تروريزم په وړاندې جګړه کې ولاړ او مرستندوی دی، او په ورته وخت کې يې بيا د سازمان په هغه اصولي او ثابت دريځ ټينګار کړی، چې پرته له دې چې د تروريزم اسباب او لاملونه په پام کې ونيول شي، د تروريزم هر ډول او شکل په کلکه مردود دی.

دغه راز، د مسلم ورلډ لیګ یا رابطة العالم الاسلامي په یوه اعلامیه کې چې د دغه ليګ د عمومي منشي او د مسلمانو عالمانو د اتحادیې رییس شیخ دوکتور محمد بن عبدالکریم آل عیسی لخوا خپره شوې، مسلم ورډ لیګ د دې وحشي تروريستي عمل په ترسره کېدو خپل ژور درد او خواشیني څرګند کړي دي.

په اعلاميه کې راغلي دي چې د دغې پېښې عاملین له انسانیته بې برخې دي، دوی په ډېر وحشیانه ډول، په دې سپېڅلې میاشت کې، پرته له دې چې د دې مياشتې عظمت، فضیلت او احترام ته درناوی وکړي، د ټولو مذهبي، اخلاقي او انساني ارزښتونو او نورمونو پرخلاف يې د بې ګناه خلکو يو ټولی په نښه کړ.

شيخ آل عيسی د نړیوال لیګ تر چتر لاندې د اسلامي نړۍ د عالمانو، مفکرانو او خلکو په استازیتوب، د افغانستان له حکومت او افغان ولس سره د تروریزم او جرمونو د ټولو ډولونو په وړاندې په ودرېدو، مبارزې او په هر داسې پيوستون ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې امن او ارامي تضمينوي.

سعودي عربستان هم په افغانستان کې شوی وروستی ترورستي برید په سختو ټکوغندلی او د افغانستان حکومت او ولس سره یې پیوستون اعلان کړی دی.‌

1 COMMENT

  1. افغانان نور له دې بې معنې غندونو، غبرګونونو او خوشو خبرو په تنګ شوي دي. یوه ورځ خلیلزاد، یوه ورځ ناټو او یا د کوم اسلامی هېواد سفیر او ديبلومات خوشې نارې وهې او د افغانانو عام وژنه او نسل وژنه په خوشو خبرو غندي خو یو هم ددې اصلې عاملینو ته چې د پنجاب او آی اس ای په مقرونو کې ناست دي هيڅ څه نه وايي. نه پرې اقتصادي تعذیرات وضع کوي او نه یې مشران د ترورېږم په لست کې شاملوي. نه تنها په افغانستان کې بلکې د نړۍ په هر ګوټ کې چې کله هم يو تروريستې پېښه وشي نو لکۍ یې حتما د پنجاب له کونه سره نښتې وي. دا څنګه عدالت انسانیت، اسلامیت او د بشر حقوق دي. دا اسلامي هیوادونه ولې خوشې نارې وهې، ولې ددې لیعینو او مفسدو پنجابیانو پر ضد کوټلي اقدامات نه کوي. اوس یې وخت رارسېدلې چې ټول افغانان د طالب پلېدې پدېدې په ضد لاس سره يو کړې او دا د پنجاب بې نصبه اولاده ددې خاورې له ګوټ ګوټ څخه پسې راواخلې او له خاورو سره یې خاورې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب