شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهجرمني په افغانستان کې د افغان ځواکونو روزنیز پروګرام پای ته ورساوه

جرمني په افغانستان کې د افغان ځواکونو روزنیز پروګرام پای ته ورساوه

تاند(شنبه، د ثور ۱۱) د جرمني پوځ پرون (جمعه) په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې پروګرام پای ته ورساوه او خپل پام یې له دې هیواده د ځواکونو ایستلو ته واړاوه.

د جرمني دفاع وزارت په برلین کې وویل، دې هیواد دا پرېکړه وروسته له دې کړې چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د خپل شل کلن ماموریت د پای ته رسولو فیصله وکړه.

حاضردمه له امریکا وروسته د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې تر ټولو ډېر پوځیان د جرمني دي چې یوزرو سل تنو ته رسېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، جرمني په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته تر یولک ډېر پوځیان لېږلي او اکثرو یې په دې هیواد کې تر یو کال ډېر وخت تېر کړی دی.

په افغانستان کې د جرمني ټولټال ۵۹ سرتېري وژل شوي چې د هغو له منځه ۳۵ په جګړه یا غلچکیو بریدونو کې وژل شوي دي.

دا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، چې د جرمني او نورو هیوادونو ملیونونه پوځیان او ملکیان پکې ووژل شول، لومړی وار دی چې لسګونه جرمن پوځیان په جګړه کې وژل کېږي.

جرمني په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت له پای ته رسولو سره په یو وخت دې هیواد ته شاوخوا ۸۰۰ کانتینرونه لېږي چې د زغرګاډو، هیلي کوپترو، وسلو او مهماتو په شمول خپل وسایل بېرته خپل هیواد ته یوسي.

د افغانستان په شمال کې د جرمني پوځیانو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو کمپ ته کومکي ځواک او وسلې استول شوي چې د دې اډې د خالي کولو په مهال د طالبانو د احتمالي برید مخه ونیول شي.

پرون د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د افغانستان د یو ورځني سفر په لړ کې له ولسمشر غني سره په کتنه کې وویل چې جرمني به د خپلو ځواکونو له ایستلو سره سره د افغانستان له خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.

ده وویل، د افغانستان ښه راتلونکې د اروپا په ګټه ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل،« له افغانستان څخه د الماني ځواکونو له وتلو سره سره د افغانستان له حکومت او خلکو سره زموږ ژمنه پر ځای ده او زموږ نظامي، بشردوستانه او انکشافي مرستې به دوام وکړي. هغه زیاته کړه، موږ په هر ډول شرایطو کې د افغان ولس تر څنګ ولاړ یوو.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې روان کال به ۴۳۰ میلیونه یورو چې د ۵۲۰ میلیونه ډالرو معادل دي، له افغانستان سره مرسته کوي.

دغه هېواد به تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې هر کال همدا اندازه مالي مرسته افغانستان ته ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب