چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت پاکستان ته د ولسمشر غني د پټو سفرونه راپورونه رد...

افغان حکومت پاکستان ته د ولسمشر غني د پټو سفرونه راپورونه رد کړل

تاند (پنجشنبه د ثور ۸) د افغانستان حکومت هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې ولسمشر محمد اشرف غني دې پاکستان ته د اړیکو د ښه کولو په خاطر پټ سفرونه کړي وي.

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال نن پنجشنبه/ د ثور ۸/ پر خپل ټويټر هغه خبرې یوازې تش شایعات وبللې چې ګوندې ولسمشر غني دې له پاکستاني چارواکو سره د اړیکو ښه کولو په موخه یاد هېواد ته پټ سفرونه کړي وي.

ښاغلی مینه پال وايي ولسمشر غني د وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د جون میاشتې وروسته پاکستان ته سفر کړی و.

نوموړی وايي، «سره د دې چې نااعلان شوي سفرونه د هیوادونو د جمهور رئیسانو له لوري عام دي او زیاتره وخت د بېلابېلو لاملونو له مخې ترسره کېږي، خو جمهور رئیس غني د ۲۰۱۹ کال د جون نه وروسته پاکستان ته نه اعلان شوی سفر کړی او نه نااعلان شوی.»

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو ویلي و چې ولسمشر غني له پاکستان سره د اړیکو رغولو لپاره دغه هیواد ته څو ځله نا اعلان شوي سفرونه کړي.

د پاکستان دې نیوز نشریې د پاکستاني خبریال حامد میر په حواله لیکلي چې ولسمشر غني له پاکستاني چارواکو سره د روابطو د بهبود لپاره دغه هیواد ته څو پټ سفرونه کړي.

1 COMMENT

  1. پاکستان همیشه د خلکو ذهنونه د ولسمشر اشرف غنی په خلاف راپاری دا یی هم یوه بیلګه ده . مونږ همیشه دوست او دښمن به سمه توګه و نه پیژندل. که مونږ افغانان همیشه داسی غولیږو نو لیری نده چی ورک کیږو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب