شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهیوناما: په تېرو ۳ میاشتو کې ۵۷۳ ملکيان وژل شوي

یوناما: په تېرو ۳ میاشتو کې ۵۷۳ ملکيان وژل شوي

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۲۵)  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) ویلي، چې د روان ۲۰۲۱ز کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۵۷۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

یوناما په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې دغه راز په یاده موده ک ې تر ۱۲۰۰ ډېر نور ټپيان شوي هم دي.

په راپور کې راغلي، چې سږکال د تېر کال همدې مودې په پرتله د مرګ ژوبلې کچه ۲۹ سلنه ډېروالی ښیي.

د یوناما په راپور کې د ملکي مرګ ژوبلې د ۶۱ سلنې مسوولیت پر طالبانو او نورو دولت ضد وسله والو ډلو اچول شوی او د ۲۷ سلنې مرګ ژوبلې مسوول یې بیا افغان دولت بلل شوی دی.

افغان دولت تر اوسه یاد راپور ته غبرګون نه دی ښودلی خو طالبانو بیا دا راپور رد کړی دی.

وسله والو طالبانو ویلي، افغان دولت د ډېری ولسي مرګ ژوبلې مسوول دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب