یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپولیسو په تورخم کې د «پاکستاني دالو» په منځ کې چاودېدونکي مواد...

پولیسو په تورخم کې د «پاکستاني دالو» په منځ کې چاودېدونکي مواد موندلي

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۲۵) د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ مسوولان وایي، پولیسو په تورخم ښارګوټي کې د پلټنې پرمهال په یوه ټېلر موټر کې ۶۸۹ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد کشف او ترلاسه کړي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند فریدخان وایي، یاده اندازه چاودېدونکي توکي په ۲۶ بوریو « پاکستاني دالو» کې ځاي پرځای شوي وو، چې پولیسو کشف او ترلاسه کړل.

فریدخان وایي، دا چاودېدونکي توکي له پاکستان نه جلال اباد ښار ته رالېږدول کېدل، چې دوی یې مخه ونیوله.

نوموړی وایي، له دې چاودېدونکو توکو سره یې دوه تنه رالېږدوونکي هم نیولي دي، چې څېړنې ترې روانې دي.

د سیاسي شنونکو او عامو خلکو په باور که امنیتي ځواکونو د تورخم له لارې واردېدونکي توکي سم وپلټي نو د ګڼو ترهګریزو پېښو مخه به ونیول شي.

دوی وایي، پاکستان تل په افغان خاوره کې جګړې ته لمن وهلې او تل یې هڅه کړې، چې دې هېواد ته چاودېدونکي توکي راولېږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب