شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهکونړ کې دیني عالمانو لاریون وکړ

کونړ کې دیني عالمانو لاریون وکړ

تاند(دوشنبه، د حمل ۲۲) په کونړ کې یو شمیر دیني عالمانو، په جنګ کې له ښکېلو خواو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

یادو دیني عالمانو نن سهار د کونړ په اسعداباد کې لاریون ترسره کړ.

دوی ویلي، چې روژه د رحمت ،سولې او د مغفرت میاشت ده نو پدې میاشت کې دې ښکیلې خواوې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

ویل کېږي چې یادو لاریون کوونکو د جنګ او افغان وژنې خلاف، د سولې او اوربند په ملاتړ شعارونه ورکول.

د یادو لاریون کوونکو مشر او د حج او اوقافو رئيس مولوي نورالمعبود احساس په خپلو خبرو کې وویل، روژه د رحمتونو، مغفرت او سولې میاشت ده، نو موږ ټول د اوربند او سولې غوښتنه کوو.

لاریون کوونکو همدا راز زیاته کړې، چې دوی نور له جنګونو، وژنو او جنازو ستړي شوي، د تل پاتې سولې او امن تږي دي، نو پکار ده چې افغان حکومت او وسله وال طالبان له خپلو شخصي غوښتنو او ګټو تېر شي او په ګډه جنګ ته د پاي ټکی کيږدي.

د یادونې ده چې نن د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل، افغان حکومت او ولس رښتیني سوله غواړي؛ مګر نه غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو استخباراتو لاس ته ولوېږي.

حیات الله حیات دغه څرګندونې نن دوشنبه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د جمهوریت په ملاتړ په یوه لویه ولسي غونده کې د وینا پر مهال وکړې.

د جمهوریت په ملاتړ غونډه؛ حیات الله حیات: افغانان د پخوانیو پېښو تکرار نه غواړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب