شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهطالبان د استانبول له غونډې په شا شول

طالبان د استانبول له غونډې په شا شول

تاند (دوشنبه د حمل ۲۳) طالبانو وايي د روانې اپریل میاشتې په ۱۶مه د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په هکله په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون نه شي کولی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دې ناستې په تړاو یې لا هم خپلمنځي سلا مشورې روانې دي او هرکله چې یې پرېکړه وکړه بیا به یې له خلکو سره شریکه کړي.

طالبانو په واضح ډول په دې ناسته کې د نه ګډون لپاره دلیل نه دی په ډاګه کړی.

که څه هم د استانبول ناستې لپاره کومه مشخصه نېټه تر اوسه رسماً نه ده اعلان شوې، خو ځینو سرچینو ویلي و چې ښایي دا ناسته د روانې اپریل میاشتې په ۱۶مه ترسره شي.

طالبان په داسې مهال د استانبول په ناسته کې د اپریل په ۱۶مه نېټه د ګډون نه کولو خبره کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال له افغان چارواکو سره کتلي او د استانبول د غونډې اجنډا یې ورسره شریکه کړې ده چې کابل ته یې د سفر اصلي موخه هم د استابنول د غونډې په اجنډا خبرې اترې وې.

هغه لیک چې ترکیې، امریکا ملګرو ملتونو او قطر، د افغان دولت او طالبانو پلاوو ته سپارلی دی څو د ترکیې ناسته کې ورباندې هوکړې ته ورسېږي، ډېر مهم موضوعات په کې راخیستل شوي دي چې سراسري او تلپاتې اوربند، انتقالي حکومت او د همدې حکومت له لارې ټول شموله دولت ته زمینه برابرول، بشري حقونو ته درناوی، د تېرو لاسته راوړنو ساتنه، له نړیوالو، ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتل د دغه متن مهم ټکي دي.

ملګرو ملتونو؛ د ترکیې د ناستې په درشل کې ګډون کوونکو ته د افغانستان په اړه ځینې مهم موارد د هوکړې په موخه سپارلي

د استانبول د غونډې نه مخکې ولسمشر محمد اشرف غني هم د سولې لپاره خپله طرحه په وړاندې کړه چې درې مرحلې لري.

د ښاغلي غني د سولې په طرحې کې له ټاکل شوي‌ وخت څخه مخکې انتخابات او د لویې جرګې دایرېدل شامل دي.

په ورته وخت کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا یوې کمېټې له څو ناستو وروسته یوه دویمه طرحه هم تیاره کړې، او تمه کېږي چې د دې شورا د مشرتابه له خوا به ډېر ژر اعلان شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب