سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد طرحو د توحید کمېټې د سولې د طرحې مسوده چمتو کړه

د طرحو د توحید کمېټې د سولې د طرحې مسوده چمتو کړه

تاند(یکشنبه، د حمل ۲۲) د بېلابېلو طرحو د توحید ګومارل شوې کمېټې له ګڼو طرحو څخه یوه مسوده جوړه او د مشرتابه شورا ته وسپارله.

که څه هم دې شورا تراوسه پورې نه دي ویلي چې په دې ګډه طرحه کې څه ویل شوي خو  ځینې راپورونه وايي چې په دې مسوده کې د انتقالي حکومت یادونه شوې ده.

د طرحو د څېړلو کمېټې خپل کار نن بشپړ کړ او وروستۍ مسوده یې د ملي مصالحې د عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله ته وسپارله چې د دې شورا د مشرتابه کمېټې ته یې د تصویب لپاره وسپاري.

د دې کمېټې د تصویب په صورت کې به دا د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت واحده طرحه وي چې د استانبول په کنفرانس کې به وړاندې شی.

ځینې سرچینې وايي چې د بیلابیلو طرحو د توحید د کمېټې له لوري په ترتیب شوې مسوده کې د سولې د ټینګښت لپاره د ۳ کلونو لپاره د یوه موقت حکومت وړاندیز شامل دی.

د دغو سرچینو په وینا، موقت حکومت به ولسمشر او صدراعظم ولري او هر یو به ۴ مرستیالان لري. دغه راز به یوه ښځه هم مرستیاله وي.

پر دې سربېره به په انتقالي حکومت کې قومي ترکیب په پام کې نیول کېږي.

ویل شوي چې د بېلابېلو طرحو د توحید کمېټې د سولې لپاره د ولسمشر اشرف غني طرحه هم په نظر کې نیولې ده.

ولسمشر غني د ژر انتخاباتو وړاندیز کړی دی. داسې انتخابات چې دی او مرستیالان به یې ځانونه نه کاندیدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب