یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د اتلو ځوانانو کارنامه | وقار ابراهیمي

د اتلو ځوانانو کارنامه | وقار ابراهیمي

په ميدان ښار کې د غازي امان الله خان ښوونځی ۳۳۰ تنو زده کوونکو ته د پوهنې وزارت د نصاب بشپړ کتابونه او ۹۸متره مربع فرش چې د څو ځوانانو له لوري ورته برابر شوي وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د ۱۴۰۰لمریز کال د وري مياشتې په ۱۹مه ياد ښوونځي ته تسليم شول.
ځوانان د ټولنې د ملا تير جوړوي که هوډ وکړي هر ډول لوی ګړنګونه له مخې لرې کوی شي. دا لویه کارنامه هم د څو ځوانانو زیار او هڅې وې. د دې ځوانانو سر لاری زينت الله قانت وايي څو ورځې وړاندې د کوم کار له پاره غازي امان الله خان ښوونځي ته ورغی، خو د زده کوونکو په لیدو يې په سترګو توره شپه شوه. ځکه چې د قانت په وينا زده کوونکي په سپيرو خاورو کې ناست وو، نه یې د کرايي ودانۍ کوټو فرش درلود او نه هم درسي کتابونه.
زينت الله قانت په همغې ورځ د ميدان ښار بازار ته ځي په څو نورو ځوانانو (عبدالله ژمن، زمري کرار او نورو) غږ کوي چې د یاد ښوونځي له پاره یې لاسنيوی وکړي، هغوی يې هم ملتیا کوي. دوی له ۴۹تنو پيسې ټولوي او له ټولو شوو ۹۳۲۰افغانيو څخه په ۸۸۰۰ افغانۍ ۹۸متره مربع فرش اخلي او پاتې ۵۲۰ افغانۍ هم پر کتابونو ورکوي. دوی نور هم کوښښ کوي وړاندې ځي.
يو بل ځوان انجنير حامد واحدي د کتابونو د بسپنې مسولیت په غاړه اخلي. واحدي صیب پر خپلو ملګرو غږ کوي او له خپلو ۲۳تنو ملګرو څخه ټولې۴۱۱۵۰ افغانۍ، ۱۰۰ ډالر چې (معادل يې ۷۷۶۰ افغانۍ) ۱۰۰ یورو چې (معادل يې ۹۱۰۰ افغانۍ) او ټولې ۵۸۰۱۰ افغانۍ کېږي راټولوي. له پورته پيسو څخه ۱۰۰ ډالر یوه داسې کس چې خپل يو ناروغ يې له هېواده بهر د درملنې له پاره بېولی و ورکړې دي، لوی څښتن يې دې ناروغ ته بشپړه شفا ورکړي او ۱۰۰ یورو یوه مسافر محصل ورور له فرانسې رالېږلي، خدای ج دې هېواد کې امن راولي چې ټول مسافر وروڼه خپلو کورونو ته راشي. دوی له يادو پيسو څخه په ۳۶۵۴۰ افغانيو  د ۳۳۰ تنو زده کوونکو له پاره ۲۶۱۰ ټوکه د پوهنې نصاب کتابونه له دوست کتاب پلورنځي  اخلی د يادولو وړ ده چې د دوست کتاب پلورنځي مسؤل په کتابونو کې خاص تخفیف ورکوي او په کابل کې يې له چوک څخه تر پل باغ عمومي پورې هم په وړيا ډول انتقالوي. له ټولو شوو پيسو څخه۲۱۹۹۰ افغانۍ پاتې دي چې همدې ښوونځي ته به نور کتابونه پرې واخيستل شي او که بيا هم پيسې ترې پاتې شي، د فاميلیو د نجونو لیسې ته به کتابونه پرې واخلي.
له دوی سره همداراز دوه تنه بختيار او يو محمود د افتخاري ښوونکو په توګه ژمنه کوي چې په وړیا توګه به درس ورکوي.
د همدې موضوع له پاره رابلل شوې غونډه د کلام الله په سپېڅلو ایتونو سره پيل شوه. په پيل کې د ميدان ښار د پوهنې امريت د نظارت امر ښاغلي روح الله حامد خبرې وکړې، له يادو اتلو ځوانانو يې د زړه له تله مننه وکړه، نوموړي له ښاغلي استاد بختیار هم مننه وکړه چې په ياد ښوونځي کې به په افتخاري ډول درس ورکوي. ورپسې د پوهنې رياست د اسلامي تعليماتو د زده کړو مرستيال ګل اقا احمدي د ځوانانو دغه لويه کارنامه، جاریه صدقه وبلله زیاته يې کړه: «رسول الله ص فرمایلي دي، يا عالم شه، يا متعلم شه او یا هم د دوی خادم شه، څلورم مه کېږه چې هلاکېږې».
له ښاغلي روح الله حامد وروسته د نننۍ کارنامې اتل زینت الله قانت خبرې وکړې، د زده کوونکو له پلرونو يې وغوښتل خپلو اولادونو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي، کنه اولادونه به يې خدای مکړه په ناسمه لاره لاړ شي. له ښاغلي قانت وروسته د کلي عامه کتابتون مرستیال حبيب وقار خبرې وکړې، د يادې کارنامې له ځوانانو يې مننه وکړه، دوی يې اتلان وبلل، ويې ويل که خپل هېواد خپله جوړ نکړو، بل څوک يې نه راته جوړوي او د ښوونځيو دا حالت يې د پوهنې پر وړاندې يوه دسيسه وبلله نوموړي زياته کړه: «دا يوازې په ميدان ښار کې نه بلکې په کابل کې هم اکثريت ښوونځي ښوونکي او کتابونه نلري، له دې په ډاګه ښکاري چې زموږ د راتلونکې چې همدا د پوهنې د بڼ ګلان به يې جوړوې په وړاندې خنډونه جوړېږي».
نوموړي همدا راز د زده کوونکو له والدينو وغوښتل، د خپلو اولادونو څارنه وکړي، اولادونه يې ښوونځي ته په وخت ځي کنه، په ښوونځي کې يې درس ورته ويل کېږي کنه، په لاره څنګه ځي: «که موږ د اولادونو هر څه ونه څارو او له حال يي خبر نه شو، نو اولادونه به زموږ هغه هيلې چې د دوی له راتلونکي يې لرو پوره نه کړای شي.»
د ويناوالو په پای کې قومندان عزيز الله ابراهيم خېل خبرې وکړې، له ځوانانو يې د دې لويې کارنامې له کبله مننه وکړه ويې ويل خوشاله دی چې اوس حالات تر ډېرې کچې بدل شوي دي نوموړي وويل: «پخوا به داسې ځوانانو ټوپک ګرځول خو نن د پوهنې د غوړېدو له پاره منډې وهي.» ابراهيم خېل صیب زياته کړه، پوهنه انسان جوړوي او انسان بيا ټولنه جوړوي، نو راځئ انسان جوړ کړو.
په پای کې د پوهنې رياست له لوري څو ځوانان په ستاينليکونو سره ونمانځل. د ښوونځي ټولو زده کوونکو ته د کلي عامه کتابتون له لوري د ماشوم ادبیاتو کتابونه وويشل شول او غونډه زده کوونکو ته د نصاب د کتابونو په وېشلو او يوې لنډې دعايې سره پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب