شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: غني دې لومړیتوبونو ته په کتو د سولې لپاره ګام...

اروپايي ټولنه: غني دې لومړیتوبونو ته په کتو د سولې لپاره ګام واخلي

تاند(یکشنبه، د حمل ۱۵) اروپایي ټولنه وایي ولسمشر غني دې سیاسي لومړیتوبونه درک کړي او د سولې د بریا لپاره دې مناسب ګامونه اوچت کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مرستیال په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د سولې ملاتړي دي خو په بېړنۍ توګه د واک د لېږد یا بدلون ملاتړ نه کوي.

د آرناوټ پاولس په خبره د واک بېړنی بدلون افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی او دا یې لار نه ده.

دده په خبره هېڅ لوری هم په افغانستان کې په یوازې ځان بریا ته نه شي رسېدلی.

نوموړي دا هم ویلي چې طالبانو په وروستیو کې بریدونه ډېر کړي دي، جګړه شدیده شوې او هدفي بریدونه هغه څه دي چې د افغانانو ژوند یې تریخ کړی دی.

آرناوټ له ولسمشر غني غوښتي چې د هېواد په سیاسي لومړیتوبونو ځان پوه کړي او د سولې لپاره اغېزناک او کوټلي ګامونه اوچت کړي چې په دې توګه په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسول شي.

اروپایي ټولنه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې، د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه د روانې اپرېل میاشتې په شپاړسمه نېټه ترسره شي.

د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته په روژې میاشت کې ترسره کېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب