شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمحب: حکومت له وخت مخکې ټاکنو ته چمتووالی لري

محب: حکومت له وخت مخکې ټاکنو ته چمتووالی لري

تاند ( یک شنبه، د حمل ۱۵) د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، که شپږ میاشتو او یا هم درې میاشتو کې ټاکنو ته اړتیا شي، ولسمشر چمتو دی چې ترسره یې کړي.

محب زیاتوي، ولسمشر خپله په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون نه کوي.

بل لورته د ولسمشر مرستیال سرور دانش، چې د لویې څارنوالۍ د سرپرست د معرفي کېدو په مناسبت رابلل شوې ناسته کې خبرې کولې وویل، افغان حکومت د سولې لپاره خپله لار نقشه لري.

دانش وایي: « د حکومت د سولې لار نقشې پر اساس، د نظام ساتنه، د ټاکنو له لارې د واک انتقال او د تیرو کلونو د لاسته راوړنو ساتل د حکومت لومړیتوبونه دي.»

سرور دانش زیاتوي افغان حکومت د سولې ټینګښت لپاره د نړیوالې ټولنې تر نظارت لاندې د ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دی.

نوموړی وایي که اړتیا شي د اساسي قانون تعدیل ته هم چمتووالی لري.

دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې هم ویلي  ولسمشر غني دې سیاسي لومړیتوبونه درک کړي او د سولې د بریا لپاره دې مناسب ګامونه اوچت کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مرستیال په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د سولې ملاتړي دي خو په بېړنۍ توګه د واک د لېږد یا بدلون ملاتړ نه کوي.

د آرناوټ پاولس په خبره د واک بېړنی بدلون افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی او دا یې لار نه ده.

د ده په خبره هېڅ لوری هم په افغانستان کې په یوازې ځان بریا ته نه شي رسېدلی.

نوموړي دا هم ویلي چې طالبانو په وروستیو کې بریدونه ډېر کړي دي، جګړه شدیده شوې او هدفي بریدونه هغه څه دي، چې د افغانانو ژوند یې تریخ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب