دوشنبه, مې 20, 2024
Home+د ازاد بازار ګټې او زیانونه | امین ستانکزی

د ازاد بازار ګټې او زیانونه | امین ستانکزی

ازاد بازار د دولت، سوداګرو او عامو خلکو لپاره یوه معما ده، معما ځکه ده چې نه هم دولت،  سوداګر او نه هم عام خلک پر دې مفهوم څخه په سم پوهېږي او جالب ټکی دا دی چې حتا افغان دولت هم د ازاد بازار له اصطلاح څخه غلط برداشت کوي او د همدې مفهوم په عملي برخه کې زیاتې ستونزې لري. 

د سوداګریزو، اقتصادي چارو او کنترول ادارې د ازاد بازار له مفهومه بې خبره په هر مجلس او ځای کې همدا جمله کاروي.

 د ازاد بازار اصطلاح سوداګر د خپلې ګټې، دولت یې مسؤلیت څخه د خلاصون او عام خلک یې په خپله مرۍ تېره چاړه ګڼې خو دوی ټول د ازاد بازار له مفهومه غلط اخذ کوي.

زموږ د ډیرو ستونزه همدا ده چې د نړیوالو اقتصادي او سوداګریزو چارو کې د مسلې ژورې والې ته د نه رسیده ګي او کمې پوهې او تجربې له امله یو څه بل ډول تعبیروو چې همدا د کړکیچ د پیدا کېدو او وروسته والي ستر دلیل هم یادولی شو. 

د ازاد بازار تاریخي مخینه کې موږ لولو چې دا اقتصادي سیستم په اروپا کې په ۱۶ مه او ۱۷ مه پېړۍ کې راڅرګند چې بیا وروسته همدې اقتصادي مکتب ته ادم سمیت او کارل مارکس زیات کار وکړ او دا اقتصادي سیستم یې پیاوړی کړ. البته د کپټلیزم او سوسیالیزم بحث بیا یو جلا بحث دی چې اوس یې دلته لازمه نه ګڼو چې ذکر یې کړو . 

تعریف : هر سیالیز بازار ، چې د دولت له مداخلې ( معمولا حد اقل مجوز قېمت ( Price Flooring ) او لوړ مجوز قېمت (Price Ceiling) څخه ازاد وي او په دې ډول بازار کې د عرضې او تقاضا قوتونه په بازار کې کسر او یا مازاد په اتومات ډول له منځه وړي او بازار د قېمت او مقدار پره برخه کې د تعادل په لور بیایي . ۱

ازاد بازار له هغه اقتصادي سیستم څخه عبارت دی چې، د تولیداتو او خدماتو قیمتونه د مارکیټ د عرضې او تقاضا پر بنسټ ټاکل کیږي، دولت یې  د نظارت حق لري  خو  د نرخونو نهایي پریکړه همدا د عرضې او تقاضا په لاس کې ده.

یاهم ازاد بازار له هغه بازار څخه عبارت دی چې، د تولیداتو او خدماتو عرضه او تقاضا  د دوو اشخاصو یا هم ډلو تر منځ د یوه توافق پر بنسټ ترسره شي او پېر او پلور صورت ومومي د جانبینو موافقه یې مهم اصل دی چې د دواړو د رضایت اساس ګڼل کیږي. 

د بېلګې په ډول موږ په کتابپلونځي کې یو کتاب اخلو دوی د دې په مقابل کې له موږ څخه پېسې اخلي چې دلته د جانبینو د توافق څخه وروسته پېر او پلور صورت مومي دا سمه ده چې د نرخ په ښکته کېدو کې به پېرېدونکي حتما خبره کړې وي او د کمېدو غوښتنه به یې کړې وي خو بالااخره موافقه رامنځته شوېده

اسلام مبارک دین د ازاد بازار په اړه څه وايي ؟ 

د اسلام اقتصادي نظام د تجارت مشروعیت لپاره لومړی او بنسټېز اصل د پلورونکي او پېرېدونکي تر منځ خوښي او رضامندي ښودلې ده لکه په قرانکریم کې راغلي دي 

”  ای هغوی کسانو چې ایمان مو  راوړی دی مه خورئ تاسې مالونه د یو بل په خپلو منځونو کې په ناروا سره ، مګر خورئ ، که وي دا مالونه او تجارت په خوښۍ سره له تاسې څخه ”  ۲

د اسلام په مبارک دین کې د ازاد بازار لپاره ځېنې لارښوونې شته د اسلام په اقتصادي نظام کې د سوداګرۍ په چارو کې د حکومت له پلوه له شرعي عذر پرته د نرخونو ټاکل منع او حرام ګڼل شویدی ځکه چې لدې کار څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم ممانعت کړیدی او فرمایلي یې دي 

” نرخونه مه ټاکئ ، ځکه چې په خپله الله د نرخونو ټاکونکی دی ” ۳

همدا راز یو ځل ځېنې صحابه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او د نرخونو د ټاکلو هېله یې ترې وکړه نبي کریم صلی الله علیه وسلم قبوله نه کړه 

” له انس ابن مالک نه روایت دی چې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې یو ځل نرخونه لوړ شول نو صحاباوو وویل چې د الله رسوله! نرخونه لوړ شوي دي ته زموږ لپاره نرخونه وټاکه هغه ورته وویل چې بې شکه الله د نرخونو ټاکونکی دی، روزي تنګوونکی دی، پراخي کوونکی دی، روزي ورکوونکی دی  ، زه هرومرو هېله من یم چې الله تعالی سره په داسې حال کې ملاقي شم چې هېڅوک هم له ما څخه په وینه او مال کې مطالبه ونه کړي ”  ۴

له پورتنیو احادیثو معلومیږي چې اسلام اقتصادي نظامونه باید د نرخونو په ټاکلوکې مداخله ونه کړي

 ”    که  چیرته سوداګر خپله خوښه کوي اجناس په فاحش قیمت پلوري ، کیفیت زیانمنوي او احتکار کوي  او عامو مسلمانانو ته خنډونه جوړیږي نو بیابه په ګډه علماء کرام او اقتصادي چارو کارپوهان د نرخونو د کنترول لپاره لایحه جوړوي”   ۵

خو دا په دې شرط چې د نرخونو له کنترول پرته د عامو مسلمانانو مشکل نه شي حل کېدای نو بیا دولت ته پکار دی چې، د نرخونو د کنترول لپاره اقدام وکړي خو هېڅکله به د سوداګرو حقوق نه پایمالوي او سرمایې ته به یې زیان نه رسوي . 

امام مالک د مذهب فقهاوو د نرخونو د ټاکلو جواز ورکړی دی چې ، که چیرته سوداګر احتکار کوي او د عامو مسلمانانو د مجبورۍ څخه بده استفاده نو بیا اسلامي حکومت د اسلامي اقتصادانو او سوداګرو سره په ګډه باید د نرخونو د کنترول لپاره نرخنامه وټاکي . ۶

خو د امام شافعي او دده د فقهې مسلک فقهاوو هم د نرخونو ټاکل په مطلق ډول حرام ګڼلی دی ځکه دوی استدلال کوي چې دا چاره په ټولو احادیثو کې منع راغلې ،  دوی هماغه د ابوداود کتاب البیوع کې د راغلي حدیث څخه استدلال کوي او منع یې راوړېده . ۷

د نرخونو کنترول ځکه دلته منع شویدی چې بیا به سوداګر مجبوریږي چې د هر ډول نظام ناجایزه پرېکړه ومني چې په دې سره حلال تجارت ته زیان اوړي او په ټولنه کې فقر عامیږي د همدې د مخنیوي په خاطر د نرخونو د کنترول څخه منع راغلې ده. 

په ټوله کې ویلې شو چې د اسلام اقتصادي نظام غوښتنه هماغه د یوه ازاد انسان له غوښتنې سره سمون خوري چې د ازادۍ او په کاروبار کې د خپل مشروع ګټې لپاره یې لري خو د وخت حکومتونه باید د یوه ازاد بازار لپاره داسې شرایط چمتو کړي چې د ټولو خلکو ګټې پکې خوندې وي ، نرخونه کنترول، د کیفیت او کمیت څخه خلک ډاډه او سوداګر احتکار ونه کړي .

همدارنګه د هغه خلکو لپاره چې سوداګري کوي و کاروبارونه ایجادوي نو ددې سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي . 

د شرعي نصوصو سره سم د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اساسي قانون هم د یاد قانون په لسمه ماده کې داسې وایي  ”  دولت ، خصوصي پانګې اچونې او خصوصي تشبثات د بازار د اقتصاد د نظام پر بنسټ د قانون له حکمونو سره سم هڅوي ، ملاتړ یې کوي او مصؤنیت یې تضمینوي ”  ۸

د اساسي قانون یوولسمه ماده ” په کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ پورې تړلي چارې ، د هېواد له اقتصادي غوښتنو او د خلکو له ګټې سره سمې د قانون له لیارې تنظمیږي ”  ۹ 

لدې ټولو دلایلو معلومیږي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مارکیټ ډول ازاد بازار دی چې پورته مو د شرعي نصوصو او هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې مو پرې بحث وکړخوددې ټولو خبرو مطلب دا نه دی چې ، دولت دې د نرخونو ، کیفیت او کمیت څخه نظارت ، ارزیابي او کنترول ونه کړي او مارکیټ دې خپلې داسې خوښې ته پرېږدي چې د خلکو لپاره پکې ستونزې وي او مارکیټ د یو څو انحصاري کسانو او ظالمانو سره وي . 

د ازاد بازار ګټې 

ازاد بازار ځېنې ګټې هم لري چې دلته به یې ذکر کړو 

۱ : د تولیداتو او خدماتو کچه لوړیږي 

په ازاد بازار کې د نویو تولیداتو او خدماتو را ټوکېدو  لپاره تل دروازه پرانېستې وي او پدې سره زیات تولیداتي او خدماتي ادارې رامنځته کېږي چې د تولیداتو او خدماتو انحصاري توب له منځه ځي دا خپله یو ګټور ټکی دی بل په دې سره مارکیټ ته داسې خلک هم راځي چې د سالم رقابت په ذهنیت غواړي کار وکړي چې همدا د عام ولس لپاره ښه خبره ده . 

۲ : توکي په هر ځای او هر وخت پېرلې او پلورلی شې 

سوداګر او عام خلک کولای شي چې په اسانۍ سره تولیداتو او خدماتو ته لاس رسی پېدا کړي چې دا خپله یوه مثبته خبره ده یانې د یوې سیمې سوداګر په بلې سیمه کې په ازاده توګه خپل کارو بار مخته وړلی شي د ژبې ، مذهب او نژاد تغېر د سوداګرۍ او کاروبار ممانعت نه شي کولی همدارنګه نژادي توپیرونه نه شي کولای چې یو څوک د یوه توکي د اخیستلو څخه منع کړي اما شرعي حدود بیا پکې استثنا دي. 

د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د نه لرلو له امله کوچني کاروبارونه په سترو باندې بدلیږي له داخلي تولیداتو سیمه اېزو او بالااخره نړیوال تجارت ته لاره هواریږي او سوداګري توسعه پېدا کوي . 

۳ : په ازاد مارکیټ کې سالم رقابت ته زمینه برابریږي 

ازاد بازار د عرضې او تقاضا له بنسټه پېل بیا د سالم رقابت تر پولو رسیږي چې همدا څو مهمې برخې لري سالم رقابت د تولیداتو او خدماتو په کیفیت ، کمیت او نرخ باندې مستقیما اړیکه لري چې د مشتریانو د رضایت د پالیسۍ پر بنسټ خپله سوداګرېزه تګلاره تعقبیږي دا پدې مانا چې په ازاد مارکیټ کې انحصاري نرخ ټاکنه او جبري نرخنامه نه شي ځای په ځای کېدای . 

۴ : ازاد مارکيټ ذهنیت د خلکو غوښتنه ده 

انسان فطرتا ازاد پېدا شوې او په معاملاتو کې هم خپلواکي غوښتونکي نظرونه لري خو دا خبره هېڅکله پدې مانا نه ده چې موږ دې نافذه قوانین او شرعي احکام تر پښو لاندې کړو پورته مو ذکر کړل چې انسان فطرتا خوشحاله وي چې په خپلواکه توګه معاملات ترسره کړي د ازاد مارکیټ ذهنیت هم په همدې بنیاد باندې ولاړ دی نو پدې سره سوداګري پراخیږي ، نوې کاري فرصتونه ایجادیږي او په تولیداتو او خدماتو کې بهتروالی راځي چې همدا د یوه هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې رغنده رول لري. 

۵ : نوي کاروبارونه او دندې ایجادیږي 

مخکې مو هم وویلې چې په ازاد مارکیټ کې نوي کاروبارونه ایجادیږي چې په دې سره د کاریابۍ کچه لوړیږي او نوي فرصتونه رامنځته کیږي دلته یوازې د نویو دندو ایجاد نه کیږي بلکې  انساني قوه هم په کار لویږي او د نا امنۍ ، غربت او جهالت ګراف هم ورسره کنترولیږي .

د ازاد بازار زیانونه 

د ازاد بازار زیانونه په ټوله کې بیاهم زموږ په نا سم فکر او بې انصافۍ پورې تړلی دی چې، موږ د  مارکیټ له ازادي څخه نا وړه ګټه پورته کوو ، نرخونه ، کیفیت او کمیت زیانموو کنه په نوره نړۍ کې هم ازاد مارکیټ حاکم دی چې، خلک یې له شتون څخه راضي دي.

 تاسې به ډیر کله لېدلي وي چې موسمونو سره د راتلو د ځېنې مناسبتونو په راتګ سره د نرخونو لوړوالی ، احتکار او د کیفیت خرابولی حس کوو 

افغانستان کې د ازاد بازار زیانونه  بیخي زیات دي ځېنې یې د حل اسانه او ارزانه لاره لري خو قوې ارادې ته ضرورت دی د ازاد بازار کنترول او خپله د ازاد بازار د مفهوم ساتنه د دولت کار دی چې سوداګر او عام ولس یې په ګډه د حل لاره پیدا کولی شي 

۱ : مارکیټ ته د لاس رسي نه لرل

 افغان وګړي او سوداګر هغسې چې لازم دی نړیوال مارکیټ ته لاس رسی نه لري که یې لري هم نو توکي په دویم او درېیم لاس اخلي چې اخیستونکي ته قیمت تمامیږي او بیا یې بازار ته د عرضې په وخت کې قیمت لوړیږي چې دا خپله د ازاد مارکیټ ذهنیت متضرره کوي پدې سره ځېنې توکې چې انحصاري وي او نور چاته یې د ځای ، تولید او خدماتو په اړه معلومات نه وي نو په مارکیټ کې همدا توکي بیا په لوړه بیه خرڅیږي چې دا چاره خپله ازاد بازار غلط انځور د خلکو په زړه کې ټوکوي. 

۲ : د توکو سټنډر او ثابت  قیمت نه شتون

په عمده او پرچون ډول د توکو سټنډر او ثابت قیمت نه شتون بله ستونزه ده چې په افغانستان کې یې د ازاد بازار په وړاندې د لېدو وړ خنډونه رامنځته کړیدي دلته د ثابت قیمت څخه دا مانا نه ده چې موږ دې د عرضې او تقاضا له لېدو پرته دې نرخونه لوړ شي  او یا هم  له کوم اقتصادي او سوداګریز بدلون پرته دې موږ ثابت قیمتونه مات او د خپلې خوښې قیمتونه دې وټاکو دلته یوازې د قیمتونو خبره نه ده بلکې د کیفیت او کمیت خبره هم د ازاد بازار تر سایې راتللی شي یانې د قیمت سره ، سره باید  د کیفیت او کمیت په اړه هم پولې ماتې نه شي او د مارکیټ ثابت پاتې کېدو لامل وګرځي . 

۳ : په بهرنيو اسعارو سوداګري  

کله هم چې په نرخونو کې جیګوالی راشي نو اورئ چې ډالر ختلي دي یانې زموږ مارکیټ د یوې بهرنۍ کرنسي پورې تړلی دی نه د عرضې او تقاضا پر بنسټ چې د ازاد مارکیټ اصل ګڼل کیږي . 

نو د کرنسۍ په لوړېدو سره د نرخونو ، کیفیت او کمیت تغېر هم په لوړه کچه لېدل کیږي چې دا خپله بیا بله د سرخوږي خبره ده 

۴ : د ازاد بازار له قانون او فکر څخه غلطه ګټه اخیستل 

پورته مو ذکر کړل چې موږ د ازاد بازار له فرصته غلطه استفاده کوو کله چې د نرخونو د کنټرول خبره شي نو سوداګر بیا ادعا لري چې دولت حق نه لري ځکه چې د مارکیټ ډول چې دی هغه ازاد مارکیټ دی او منسوبین هم بیا چې کله لاره ترې ورکه شي نو له همدې اصطلاح څخه استفاده کوي او عام خلک خو د ازاد بازار له اصطلاح څخه یو ډول کرکه لري.

پایله : له پورته ټولو ذکر شویو معلوماتو څخه جوته شوه چې ازاد مارکیټ لکه څنګه چې پکار دی هغسې نه شي تطبیق کېدلای او حتمي خبره ده چې دولت به یې د نظارت او کنترول لپاره کوټلي ګامونه اخلي تر څو د عامو خلکو د حقوقو څخه ساتنه شوې وي همدارنګه دولتونه باید سوداګرو او کاروباري خلکو لپاره هم د اړتیا وړ شرایط برابر او د هغوی لاس نیوی وکړي . 

ماخذونه 

۱ . عادل عبدالله ، ورین امان الله ، د اقتصاد او تجارت اصطلاحات ، ۱۳۹۴ چاپ ، مخ : ۲۰۰ 

۲ . نساء سورة ۲۹ ،  ایات  .  ۵ سپاره ،

۳ . الخطیب ، محمود بن ابراهیم . ( ؟ ) . کتاب الخراج ، مخ : ۱۱۸ . مبادی الاقتصاد لاسلامی، مخ :۱۰۴. خپرندوی :؟ . 

۴ . ابن ماجه ، ج ۳ مخ : ۲۴ ، باب من کره السعر ، ابو داود ، ج ۳ حدیث نمبر ( ۳۴۵ ) 

۵ . هدایه ، ج ، ۴ مخ : ۴۵۶ ، کتاب الکراهیة 

۶ . الفقه اسلامي وادلته ، ج ۳ ، مخ : ۵۸۸  ، نیل الاوطار ، ج ، ۵ ، مخ : ۲۲۵ 

۷ . ابوداود  ، کتاب البیوع ، باب التسعیر ، (( اسلام کا قانون تجارت )) په حواله 

۸ . اساسي قانون ، لسمه ماده ، مخ : ۸ ، چاپ کال ۱۳۸۲ سلواغې ۸ مه 

۹ . اساسي قانون ، یولسمه ماده ، مخ : ۸ ، چاپ  کال ۱۳۸۲ سلواغې ۸ مه 

2 COMMENTS

    • ازاد بازار پورته ښه او په دقیقه توګه تعریف شوی دی یانې قیمتونه د عرضې او تقاضا له مخې پکې ټاکل کیږي که عرضه زیاته وي او تقاضا کمه وي نو حتمي ده چې نرخ به ټیټ وي همداسې باالعکس
      دلته د ازاد بازار څخه د قیمتونو لپاره ځانګړې کولی نه شو بلکې د سرمایه ګذارۍ، خدماتو او نورو په اړه چارې په خپلواک ډول پرمخ وړل کیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب