د جوشي کلی چې د جوشي کارېز په غاړو کې منځ ته راغلی دی ځګه چې تر هرڅه لومړی اوبو ته اړتیا ده، کرنیزې ځمکې یې منځ ته راوړې دي ،بڼونو ورسره وده کړې ده، په لنډ ډول د اوبو هر اړخیزه سرچینه یې همدا کارېز دی، که څه هم د دې کلي لرغونتیا زیاته نه ده خوپه زړه پورې څه د دې کلي نومونه ده او د بابړباباخېلو، سباڅنګ، دېوالک، تېکي او نورو کلیو ترمنخ د جغتو ولسوالی شمال لور ته پروت دی.
څرنګه چې ژوند یوه الهي ډالۍ ده، د همدې الهي ډالۍ پايښت په نورو نعمتونو باندې ولاړ دی، هوا، اوبه، خواړه، پوښاک او مېشت ځای دی کوم چې په ګډه د ژوندي پاتې کېدو لپاره په مستقیم او په غیر مستقیم ډول موکه برابروي.
اوس د دوی له ډلې څخه اوبه هغه ماده چې ژوند بلل شوې ده ، په بېلا بېلو ډولونو په طبیعت کې په پرېمانه بڼه شتون لري، برسېره پردې بیا هم خوږې اوبه یا د څښاک اوبه ډېرې کمې دي چې زیاته اندازه یې په غرونو او قطبونوکې کنګلونو نيولې دي او یوه برخه یې هم د ځمکې لاندې اوبه دي.
د ځمکې لاندې اوبه چې د اورښتونو پر وخت یوه برخه اوبه د ځمکې لاندې اوبو ته لار مومي او هلته زېرمه کیږي ¸کله چې د ځمکې لاندې اوبو کچه پوره شي په طبیعي ډول د زیم او چینو په بڼه د ځمکې سرته لار کوي، د بشري ټولنې د پراختیا د دې لامل شوې ده؛ چې دا ډول اوبه دوی اړتیا لپاره بسنه ونه کړي ،نو د ځمکې په هغو برخو کې چې د دوی په باور او تجربو هلته د ځمکې لاندې اوبه موجود دي لرغونو انسانانو د دوی د را ایستلو لپاره لار ور ایستلې ده، څرنګه چې په لرغوني وخت کې یې د اوسني وخت په څېر اسانتیاوې نه لرلې، دوی په دوه بڼو د څاه او کارېزنو په بڼه د ځمکې لاندې اوبو څخه کټه اخستل پیل کړي دي چې نن ورځ د ځمکې لاندې اوبو د را ايستلو لپاره پرمختللې تکنالوژي شته.
کارېز د اوبو هغه سرچینه ده ،چې د انسانانو په لاس په داسې بڼه کیندل شوی وي ،چې د ځمکې لاندې اوبه د ځمکې د جاذبې قوې پواسطه د ځمکې سرته روانې شي، په خپل جوړښت کې پدې اندازه سوری (نمبور) چې کارېز کېندونکی په کې اسانه حرکت وکړی شي په افقي ډول یو یا څو شاخه کیندل کیږي، هغه څاګان (سپرغې ) چې په عمودي ډول په مختلفو برخو کې په بېلو بېلو فاصلو نمبور ته لار ور پرانیزي چې دا ټول جوړښت کارېز بلل کیږي، مخکې تر دې چې کارېز وکیندل شي د اوبو څرک ولګول شي لاندې نښې موجودې دي :
کوم ځای کې چې اوبه موجودې وي ؛ هلته په طبعي ډول ځینې بوټي راشنه کیږي چې سیمه وال یې پېژني او له مخې یې د اوبو څرک لګولی شي.
کوم ځای کې چې د ځمکې لاندې اوبه موجودې وې؛ هغه د زیم یا نم په شکل د ځمکې سطحې ته را وځي.
کوم ځای کې چې د ځمکې لاندې اوبه موجودې وې ؛ هغه د ځمکې په درزنو کې د ځمکې مخ ته لار پیدا کوي چې چینې بلل کیږي.
خو هغه څه چې دلته یې يادونه اړینه ده، چې د اوبو دغه څرک(نم، زیم او یا چینه) د سیمه ایزې لهجې له مخې چوش چې د دري ژبې د چشمه کلیمې سره چې د چینې مانا لري بې تړاوه نه وي ،ځوښ او یا جوش بلل کیږي، دا اططلاح تر ډېره پرځای ده ځګه چې په کوم لوښي کې چې اوبه په اور باندې جوشول کیږي له لوښي د باندې تويیږي، د همداسې کله چې د موسمي اویا د کلنیو اورښتونو په پایله کې د ځمکې لاندې اوبو تشیالونه ډکیږي؛ موندونکو سوریو له لارې د باندې ځي، اوبه او تودخه دواړه هغه خوځونکي لاملونه دي؛ چې اوبه خپل لومړی تشیال پرېږدي، د باندې پر لور ځي او اوس نو همدا ځوښ دی چې د پېژندنې وروسته یې کارېزونه منځ ته راوړي دي.
څرنکه چې په طبعي ډول د کارېز د کېندنو څخه د مخه او ابادۍ د مخه دا ځایګی د ځوښي په نامه یاد شوی دی، هغه نښې چې د کارېز د کيندلو لپاره اړینې دي شتون درلود، دا کارېز چې د شنو غرو په لمن کې کوم چې زیاتره وخت په واورو پټ وي،د ګاګرۍ د خوړ تر څنګ د نوموړي خوړ سره په موازي بڼه د ځمکې لاندې تللی دی او د هماغه دشنو غرونو (دوه څنګ) د لړیو د اوبو څخه یې زېرمې ډکیږي او د ځوښ په بڼه د ځوښي په کارېز کې راوځي نو له همدې مخې دا ځوښی دی چې کارېز یې د سیمې په کچه پرېمانه او ښې اوبه لري.