تاند ( جمعه، د کب ۱ ) په کابل کې د فرانسې سفارت وایي، داسې نښې شته چې جام څلی کټ مټ ایټالیا کې د پیزا کاږه شوي څلي په څېر په کږېدو دی او ور څېرمه اوبو د لوېدو له خطر سره مخ کړی دی.
دغې سفارت پر خپل ټوېټر او دغه راز ویب پاڼه د جام څلي تازه انځورونه خپاره کړي او ور سره لیکل شوي چې د افغانستان په یوه دره کې د ۹۰۰ کلونو لرغونی جام څلی د نړۍ له ښکلو تاریخي بنسټونو دی.
د دغه څلي د لرغونتوب په اړه د فرانسې سفارت ویلي، یوه منل شوې فرضیه دا ده، پر هغه ځای چې جام څلی جوړ شوی، د فېروزکوه پخوانی ښار ودان و، چې مغولو ویجاړ کړ.
دا څلی د غور ولایت د یوې درې په منځ کې دی چې د ټولنیزو رسنیو له لارو یې د لرغونتوب او تاریخ کیسو د افغان حکومت پام هم ور واړاوه او خورا اهمیت یې وموند.
د جام څلی چې د غور له مرکز فېروزکوه نژدې اویا کیلومتره ختیځې خوا ته موقعیت لري، ۶۴ متره لوړوالی لري او اته سوه کاله مخکې د غوریانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی.
دا څلی د غوریانو د معمارۍ شهکار او د نړۍ تر ټولو پخوانی له خښتو جوړ څلی بلل کېږي.
جام څلی د دیارلسمې میلادي پېړۍ له نیمايي د نولسمې پېړۍ تر پایه کاملاً هېر کړل شوی و.
دغه څلی په ۱۸۸۶ میلادي کال یوځل بیا کشف شو او په اړه یې څېړنې په ۱۸۵۷ کال بېرته پیل شوې.
جام څلی چې په نړۍ کې له خښتو جوړ یو له ډېرو پخوانیو څلی یادېږي، د ملګرو ملتونو له خوا د نړۍ د کلتوري میراثونو په نوملړ کې ثبت شوی، خو تل د دې څلي د خوندي ساتلو لپاره د بنسټیزو اقداماتو د نه ترسره کېدو په اړه شکایتونه او اندېښنې څرګند شوي دي.
تمه کېږي چې د دې ګواښ په لرې کېدو سره د څلي د بنسټ شاوخوا یو کلک دیوال ورغول شي.