جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت ځواکونو د داعش او حقاني شبکې لوړپوړي غړي نیولي

د ملي امنیت ځواکونو د داعش او حقاني شبکې لوړپوړي غړي نیولي

تاند (سه شنبه د دلوې ۲۱) د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، ځواکونو یې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د حقاني شبکې او داعش ډلې ګډه ترهګریزه  شبکه نیولې.

د ملي امنیت عمومي ریاست نن سه شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغې ‌‌‌‌‌‌ډله کې د حقاني شبکې او داعش ډلې لوړ پوړي غړي شامل دي چې د چاودېدونکو توکو لېږد، د هدفي او ځنځیري وژنو مسؤلیت یې په غاړه درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي نیول شویو کسانو په ډېرو تروریستي فعالیتونو او د امنیتي ځواکونو د یو شمېر منسوبینو په وژلو کې یې لاس درلود.

سرچینه زیاتوي، دغه ډلې په امنیتي، دفاعي او د مدني ټولنې په استازو د پراخه حملو پلان درلود چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو یې مخه ونیوله.

د ملي امینت ریاست دا نه دي ویلي چې نیول شوي کسان څو تنه دي چېرته او کله نیول شوي دي.

د ملي امنیت ریاست وايي، د دوی موندنې ښيي چې طالبان د حقاني شبکې او داعش ډلې په مرسته په لویو ښارونو کې هدفي وژنې ترسره کړي او مسؤلیت یې داعش ډله ومني.

د ملي امنیت ریاست په داسې مهال د یادې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره پخې اړیکې لري او القاعده جنګیالي عملآ د طالبانو تر څنګ په افغانستان کې جنګېږي.

ښاغلي صالح له فرانس پرېس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې طالبانو د دوحې په هوکړه عمل نه دی کړي او په خبره یې له هغې هوکړې چې طالبانو له امریکا سره کړې یوه لویه تمه دا ده چې طالبان به له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي، خو په وینا یې طالبانو دغه اړیکې نه دي پرېکړي او القاعده عملآ په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ جګړه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب