جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېد طالبانو د سرې قطعې لپاره په باجوړ کې د روزنې مرکزونه

د طالبانو د سرې قطعې لپاره په باجوړ کې د روزنې مرکزونه

سیدعبدالله پاچا

د پاکستان استخباراتو تازه د خیبر پښتونخوا باجوړ کې ځینې مرکزونه جوړ کړي چې له مدرسو افغان طالبان وړي او هلته ورته د جګړې روزنه ورکوي، دا روزنه د سرې قطعې تر نوم لاندې ده.

د طالبانو سرې قطعې ته ټول هغه ځوانان جذب کیږي چې احساساتي وي، جذباتي وي، ژوند کې تنګ وي او د طالبانو تر سخت تبلیغاتو لاندې راغلي وي او د جنت خوبونه ګوري.

پاکستان استخباراتو ځکه د سرې قطعې د روزنې لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړل، چې د پاکستان استخباراتو ولیدل چې په دې قطعه کې چې هر څوک داخل شي، هغه هر ډول رزالت او ورانی کولی شي.

د طالبانو سره قطعه په هیچا رحم نه کوي، حتا که یې کوم غریب سړی او یا دهقان هم له پامه بد راغی، په دا سر یې ولي او د مرتد ټاپه پرې وهي.

باجوړ کې د طالبانو د سرې قطعې د روزنې  او مالي ملاتړ مسوولیت د پاکستان د استخباراتي ادارې دی.

هلته استخباراتي او پوځي افسران افغان ځوانانو ته روزنه ورکوي، جنګي تکتیکونه ورته زده کوي او بیا د دیني علماوو په جامه کې د ای ایس ای مامورین ورته سخت تبلیغ کوي، د جنت ټکټونه ورکوي او افغانستان ته یې رالیږي.

پاکستان هر ځل په دې اعتراف کړی چې د افغانستان د جګړې لپاره یې بشري قوه برابره کړې، خو دا چې په افغانستان کې اوس د طالبانو لپاره د جلب او جذب کار سخت شوی، اوس په پاکستان کې له دیني مدرسو افغان ځوانان په بیلابیلو تمو او کاذبو تبلیغاتو جذب کوي او افغانستان ته یې لیږي.

د پاکستان استخباراتو ولیدل چې افغانستان کې د طالبانو سره قطعه په هیچا رحم نه لري او هر هغه کار چې ورته خپل قومندان ووايي که هغه هر ډول ظلم او حشت وي، د دې ډلې رزول شوي کسان یې کوي.

پاکستان د سولې له خبرو ډار لري، که چیرې د سولې خبرې د پاکستان په ګټه تمامې نه شي او طالبان پکې د پاکستان ګټې تضمین نه کړي، د سرې قطعې او نورو نومونو باندې ډلې به جګړې ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب