جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد سفرونو دوام؛ طالب پلاوی ترکمنستان ته تللی

د سفرونو دوام؛ طالب پلاوی ترکمنستان ته تللی

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۸) د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی، چې مشري یې د یادې ډلې سیاسي مرستیال ملا برادر اخند کوي، د ترکمنستان  په رسمي بلنه دې هیواد ته تللی دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ په دې اړه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه پلاوی تېر ماښام ترکمنستان ته رسیدلی دی.

هغه لیکلي: «په دغه سفر کې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ مسائلو، تجارتي اړیکو، سیاسي پرمختګونو او نورو اړوندو موضوعاتو بحث او د نظر تبادله وشي. »

تر دې وړاندې د طالبانو یو پلاوي مسکو ته او له هغې مخکې ایران ته هم سفرونه کړي چې له هغه ځایه یې د افغان حکومت ضد څرګندونو د خلکو غبرګونونه را پارولي دي.

دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي پر طالبانو نیوکه کوي چې د سولې دویم پړاو خبرو رسمي بحث ته نه حاضریږي او په سفرونو یې پیل کړی دی.

ورته مهال د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم تېره ورځ وویل چې طالبان د خبرو په ځای سفرونو ته مخه کړی او د مذاکرو رسمي بحث ته نه حاضریږي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د طالبانو سفرونو او د موقت حکومت بحثونو را پورته کېدو د خلکو اندېښنې ډېرې کړي او امریکا هم دې وروستیو کې د طالبانو د تړون د بیا ارزولو خبر ورکړی دی.

1 COMMENT

  1. ستاسو له نيکيو تير يو، خدای مو بېخ وباسه مذاکرات مو پريښي د خپلوګټو لپاره په يو در ننوځئ له بل وځئ، تاسو مجبور ياست چې د افغانستان مسله له خبرو حل کړئ نه مو فشار او نه مو سفرونه کومه نتيجه ورکوي.
    ستاسو بری يوازې په سوله کې دی څومره چې ژر سوله وکړئ همدومره به د افغان ملت لپاره د اهميت وړ وګرځئ.
    که په زور کېدلای تير شل کلونو کې به شوي وو ښه خبره داده چې سوله وکړئ سوله کې خير دی او خپل ټول مشکلات د خبرو له لارې حل کړئ که حکومت سرپيچي کوي ملت په جريان کې واچوئ موږ دولت اړ کولای شو چې سوله رښتينې ګامونه پورته کړي….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب