شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د «متن سپړنې هنر» کتاب چاپ شو

د «متن سپړنې هنر» کتاب چاپ شو

د متن سپړنې هنر د ښاغلي نعمت الله صدیقي دویم کره کتنیز اثر دی، چې درې څپرکي لري، د کره کتنې او تیورۍ د خورا مهم ادبي مکتب رغښتوالې او پسرغښتوالې او ډي کنسټرکشن په موضوعاتو لیکل شوی دی.
په لومړي څپرکي کې د رغښتوالې معرفي او په مهمو اصطلاحاتو یې بحث شوی، د پیل او پیلوونکو پېژندګلوي او تاریخي شالید یې وړاندې کړی، چې زیاته برخه یې په ژبپوهنیز اړخ یعنې په ژبه کې د رغښت په نظام، نښپوهنه، لانګ او پارول او په کلتوري نقش راڅرخي.
په دویم څپرکي کې د پسرغښتوالې ادبي تیوری بحث شوې ده، چې له ادبیاتو سره د تړاو ترڅنګ یې د ادبي ماهیتونو، د لفظ، متن او ماتن ترڅنګ پر رغښت سپړنه، ادب او رغښتواله، ادب او واقعیتونه ادبي ماهیت، ادبي دود او کوډونه او پر لوستنه ولاړه کره کتنه او ادبي رغښتي ادبییت یې هغه موضوعات دي، چې د دې څپرکي مهم لړ لیک دی. په ورستي او درېیم څپرکي کې د همدې تيوري پر بنسټ د پښتو پر ځینو مهمو تخلیقي متونو عملي نقد شوی دی. چې ټول کتاب یو سل اوولس مخه لري.
یاده دې وي، چې دغه اثر په ننګرهار کې له کلاسیک خپرندوی ټولنې له خوا په مجلد ډول د زر ټوکه په شمیرچاپ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب