جمعه, اپریل 19, 2024
Homeفلسفهد افلاطون اکاډمۍ| ژباړه: مسعود عمر

د افلاطون اکاډمۍ| ژباړه: مسعود عمر

د آتن ښار څنډه کې یوه داسې سیمه وه، چې له ماقبل تاریخ څخه تر شپږمې مخ زېږدي پېړۍ پورې په مداوم ډول د اوسېدو لپاره آباده سیمه وه او د شپږمې م. زېږدي پېړۍ په لړ کې د آتن یو له درېیو مهمو لوبغالو څخه، یو یې په همدې سیمه کې جوړ شو و.

په ۳۸۷ م. ز. کال کې افلاطون، چې کور یې اکاډمۍ ته نږدې او بڼ یې د هغه په انګړ کې جوړ شوی و، خپل فلسفي ښوونځی یې په دې سیمه کې رامنځته کړ. دغه ښوونځی په ځانګړې ډول د افلاطوني فلسفې او هالته د موجودو نويو افلاطونیانو له امله یې ډېر شهرت ترلاسه کړ او تر ۵۲۶ زېږدي کاله پورې، چې د ژوستینین (Justinian) امپراطور لخوا وتړل شوه، ورڅخه ګټه اخیستل کېده.

د افلاطون اکاډمۍ په هکله واقعیت او یوه تاریخي تېروتنه

له هغه ځایه، چې د ((اکاډمۍ)) او ((اکاډمیک)) کلیمه له هغه سیمې څخه، چې افلاطون پکې تدریس کاوه، اخیستل شوې ده، بده به نوي، چې د سیمې د چاپېریال شرحې په هکله هم څو کرښې ځانګړې کړو.  دغه پارک، چې له میلاد څخه مخکې شپږمې پېړۍ څخه را پدیخوا د جمناستيک لوبې لپاره کارول کېده، د آتن ښار شمال، یو نیم کلیومترۍ ته پروت بڼ و، چې د آکادموس (Academus) یا هکادموس  (Hecademus) په نامه یوو اسطوريي اتل لخوا خلکو ته د لوبې لپاره ډالۍ شوی و.

دغه سیمه، چې د هغې د ډالۍ کوونکي په نامه نومول شوې وه، د هیپیاس (Hippias)لخوا پراخ شو او د بڼ چاپېره یې دېوال جوړ شو او په هغه کې معابد او ښکلې مجسمې جوړې شوې.  په دې سیمه کې ترسره شوې کیندنې د هیپياس دېوال نښې یې څرګندې کړي دي.  کیمون (Cimon)، د هغه پېر له سیاستمدارنو څخه په دې بڼ کې د زیتونو او چنار ونې کښېنولې او د سفیسوس (Cephisus) سیند مخه یې دې ځمکې ته وګرځوله؛ څو وچه ځمکه یې ښېرازه کړي.

اکاډمي د جشنونو، ورزشي پېښو او د لوبې سیالۍ د ترسره کېدو سیمه وه، چې د تېرو اتلانو د کارنامو په ویاړ به په پکې لوبې ترسره کېدې. دغه سیمه کابو ۳۸۷ کاله مخکې له میلاد  څخه، هغه مهال، چې افلاطون پکې خپل تدریس پیل کړ، ډېر ښکلی بڼ و.

لومړنی ټکی، چې باید ورته نغوته وشي دا دی، چې نن ورځ له ((اکاډمي)) څخه موخه دغه ناسم باور ذهن ته سپاري، چې له اکاډمۍ څخه هدف، هغه د زده کړې ټولګي دي، چې د افلاطون لخوا به په لاره اچول کېدې.  چرمیس(Chermiss) په خپل کتاب The riddle of the early Academy کې لیکلي دي:

د ښوونځیو د هوښیارولو په لړ کې…

“اوس، افلاطون په ریښتنې توګه په خپلې اکاډمۍ کې څخه کول؟ …((اکاډمي)) او ((آکاډمیک)) هغه اصطلاحات دي، چې د رسمي زده کړو درلودونکي کسانو به، پر دې نامه د خپل ځان او خپلو زده کړو سیمې له تړل کېدو سره به ډېر افتخار کاوه. په دې ترتیب سره، د حیرانتیا خبره نه ده، چې ((اکاډمي)) د څېړونکو او نننیو محصلینو په ذهن کې، تر یوه حده په ناخوداګاه ډول، چې ” افلاطون پورې اړوند بڼ دی، چې آتن ته څېرمه پروت و او د یوو اسطوريي اتل په نامه نومول شوی”معنا شوی دی.

د آتن ښوونځي پر دېوال د رافایل نقاشۍ اثر، د اکاډمۍ په هکله ددغې نوي نظر ښکارندوي کوي او ده په همدې توګه افلاطون او ارسطو یې نندارې په ډول انځور کړي دي، اما د افلاطون اکاډمۍ ریښتنۍ ماهیت په بشپړه توګه بل شی و. ګلوکر(Glucker) هم په خپل کتاب Antiochus and the Late Academy کې داسې نظر لري:

” زموږ له نظره… د ((اکاډمۍ)) کلمې معنا ښوونیزې موسسې، زده کړییزې ټولنې یا لږ تر لږه د نظري ښوونې لپاره پر یوې سیمې (اکاډمیک) تبدیل شوی دی. په لرغوني آتن کې، اکاډمي په لومړي سر او لومړي معنا کې یو عمومي بڼ، چې لوبغالی یې تر ټولو مهمه برخه شمېرل کېده، و او اړیکه یې د افلاطون له ښوونځي سره یوازې له بې ساریو تاریخي نغوتو څخه ده، چې په یوې شتمنې تاریخي دورې کې رامنځته شوې ده. “

ګلوکر ددې مطلب په لړ کې د د پوسانیاس (Pausanias) گرځندوی او جغرافیه پوه ( ۱۴۳ـ۱۷۶ میلادي) لیکنو ارزونه کړې ده. ده د اکاډمي د محرابونو، کبرونو، او زیتون اونو شرحې په هکله لیکلي دي. ده ویلي دي، چې د افلاطون ودانۍ، اکاډمۍ ته نږدې شته؛ اما افلاطون ښوونځي ته هېڅ ډول نغوته یا اصلاْ دې مطلب ته، چې افلاطون له اکاډمي سره، چې یوازې یو پارک دی اړیکه ولري، شتون نه لري.

نو د افلاطون اکاډمۍ څه شی ده؟

چرمیس په وینا:

” ټول شواهد یقیناً یوې واحدې پایلې ته رسېږي؛ اکاډمي داسې ښوونځی، چې په هغه کې د متافزیک رسمي او دودیز اصول تدریس شي یا داسې ټولنه، چې غړي یې باید یو ډول ګروهو او اصولو باندې سره هوکړه ولري، نه وه.  متافیزیک فرضیات او ترسره کوونکي یې په هېڅ ډول رسمي بڼه نه درلوده او اکاډمۍ کې ترسره شوي قراردادي ښوونې یوازې ریاضیاتو پورې محدودې وې.”

په دې ترتیب سره پر دې کسانو د افلاطون اغېزه، د یو کارپوه د کاري اسلوب د نفوذ له ډول څخه وه نه د یوو فني ریاضي پوه، او دده د نیوکې ډول هم د ریاضي فرمول بندیو او سترو مسایلو له میتود څخه، چې ریاضي پوهان ورسره مخ کېږي، و چې ریاضیاتو ته د فلسفې د محصلینو له لېواله کولو سره، ددې علومو پراختیا لپاره یې پراخې انګېزې رامنځته کړې.

د شواهدو پر بنسټ، د اکاډمۍ مشر په غوڅ اکثریت سره او په مادام العمر ډول ټاکل کېده. د اکاډمۍ لومړني مشران دا دي: افلاطون، اسپیوس (Speuisppus)، خنوکرات (Xenocrates)، پولمون (Polemon)، کراتز (Crates) او کرانتور(Crantor).

ارسطو د ډېرو کلنو لپاره د اکاډمۍ غړی و؛ اما هېڅکله ریاست ته یې ونه ټاکل شو.  باید دې ټکي ته نغوته وکړو، چې سیسرو (Cicero) په خپلو لیکنو کې له میلاد څخه مخکي لومړيو پېړیو کې،  له افلاطون څخه مخکې او له میلاد څخه ۲۶۵ کاله مخکې د اکاډمۍ تاریخ یې څارلی دی او د هغې د رئیسانو له ډلې څخه له دموکریتوس (Democritus)، آناکزاګوراس (Anaxagoras)، سقراط او… څخه نومونه اخیستي دي. ځینو لیکوالو، د آرسسلوس

افلاطون

(Arcesilaus) ریاست پېر، اکاډمۍ کې نوې لړۍ ګڼي او له دې دورې وروسته ته د افلاطون پېر په پرتله، چې پخوانۍ اکاډمۍ نومول کېده، نوې اکاډمۍ ونومول شوه.

د اکاډمۍ ورستۍ مشر فیلو (Philo) و. دی د ۸۵ م.ز کال په شا او خوا کې آتن یې پرېښود او روم ته ولاړ. کابو یو کال وروسته لوسیوس سلا، خپل پوځي ځواکونه یې آتن ته دننه کړل. د آتن محاصرې پېر په لړ کې، د آکاډمۍ پارک ډېری د زیتون اونې د جګړییزو چارو لپاره پرې شوې؛ اما د فیلو ښوونځي او اکاډمۍ پارک ترمنځ د اړیکې هېڅ ډول سند شتون نه لري.

داسې بریښي له دې وروسته، چې فیلو آتن یې پرېښود، د ښوونځي فعالیت پای ته ورسېد او په دویمه زېږدي پېړۍ کې د کار له بیا پیل څخه یې لږ شواهد شتون لري.  دا معمول نظر، چې د افلاطون اکاډمۍ له ۳۸۷م.ز څخه تر ۵۲۹ کاله پورې، چې ژوستینین ښوونځی یې تعطیل کړ، پر خپل حال و، نه یوازې له دې امله، چې د ۸۵ م.ز کلنو نه تر دویمې میلادي پېړۍ لپاره اکاډمۍ شتون نه درلود؛ بلکې دې علت لپاره، چې د ژوستینین لخوا د مشرکینو د ښوونځیو له تړل کېدو سره سره اکاډمۍ خپل کار ته ادامه ورکړې ده، ناسم تصور ګڼل کېږي.

په ۵۲۹ کال کې داماسکیوس (Damascius) د اکاډمۍ ریاست پر غاړه درلوده او په همدې وخت کې آتن یې د سیمپلیسیوس Simplicius سره مل پرېښود. وروسته بیا سیمپلیسیوس آتن ته بېرته را وګرځېد او تر مرګه پورې لیکنې او څېړنې یې ترسره کړې او د اکاډمۍ یو له تر ټولو محدودې دورې اداره یې پر غاړه واخیسته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب