شنبه, اپریل 20, 2024
Home+څنګه د اشخاصو نومونه په ښه ډول حافطې ته وسپاروو؟

څنګه د اشخاصو نومونه په ښه ډول حافطې ته وسپاروو؟

ژباړه: ثناالله فیضي

مالومه خبره ده چې د نومونو یادول ډېر مهم دي. که موږ د یو چا نوم هېر کړو، دا دوی ته په دا مانا ده چې موږ ورته ارزښت نه ورکوو او یا ورته احترام نه لرو. د خلکو په منځ کې دا ستونزه اوس ډېره ده چې د یو بل نومونه یې په یاد نه پاتې کېږي، نو په داسې حال که موږ د یو چا نوم حافظې ته وسپارو او یاد یې کړو؛ دې کار سره موږ پر خلکو باندې یو ډېر مثبت اغېز اچوو او دوی ته دا احساس ورکوو چې د ارزښت وړ دي.

 د نومونو یادولو لپاره دا درې ګامه له بل هر څه ډېر اړین دي: انګېزه، تمرکز، میتود.

د انګېزې پیدا کولو لپاره له ځان څخه وپوښتئ چې تاسې ولې غواړئ د هغه شخص نوم یاد کړئ. د خپلې انګېزې اندازه مالومه کړئ؛ له صفر څخه تر لسو عددونو په وسیله خپله انګېزه اندازه کړئ. بیا له ځانه وپوښتئ چې څنګه دا انګېزه لا ډېرولای شم. د هغه کس د نوم یادولو لامل ښایي دا وي چې تاسې غواړئ ده ته ارزښت ورکړئ، یا بل کوم لامل اوسي. انګېزه چې څومره ډېره وي، هومره د نومونو یادولو امکان زیات وي.

د تمرکز پیدا کولو لپاره باید تاسې په همغه صحنه کې ذهناً فعال اوسئ. کولای شئ چې بیا هم خپل تمرکز ته له صفر څخه تر لسو نومرې ورکړئ او اندازه یې کړئ. کله چې جېمز د ولسمشر کلنټن سره ولېدل، دېته ډېر حیران شو چې ولسمشر کلنټن څنګه د خلکو نومونه په دومره ښه ډول یادوي. هغه له کلنټن څخه پوښتنه وکړه چې دا کار څنګه کوې، کلنټن ځواب ورکړ چې هغه د دغه کار لپاره هېڅ کوم تخنیک نه کاروي، یوازې ښه غوږ نیسي. او د جېمز پام شو؛ کله چې کلنټن له ده سره خبرې کولې ټوله (۱۰۰٪) توجه یې د ده خوا ته وه. 

د اشخاصو د نومونو یادولو لپاره ښایي تاسې له ډېرو میتودونه سره مخ شئ، خو دلته یو څو اسانه او د کار میتودونه درکوم:

  • راحته اوسئ: اندېښنه د حافظې لپاره یو لوی خنډ دی، ځکه چې اندېښنه هر وخت دماغ له واضح فکر کولو څخه را منع کوي. نو هرکله چې نوې شخص سره مخ کېږئ، په پوره زړورتوب او راحتۍ سره چلن کوئ.
  • د مقابل شخص نوم تکراروئ: د شخص د نوم له اورېدو وروسته، د شپږو ثانیو په جریان کې د دوهم ځل لپاره د هغه نوم واخلئ. دا کار د دې لپاره هم ښه دی، چې تاسې ځان ډاډه کړئ چې د ده نوم مو سم اخستی دی.
  • بار بار یې نوم واخلئ: هڅه وکړئ چې د هغه سره په خبرو کې ۳ یا ۴ ځله د هغه نوم واخلئ. پام ولرئ چې نوم یې په ښه ځای کې واخلئ، داسې نه چې د نوم سپکاوی یې وشي.
  • مخه ښه: ښه، مخه ښه دا ده چې له ټولو څخه د دوی د نوم په اخستو خدای پاماني واخلئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب