یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پوځیانو د کونړ شلتن ولسوالي په راکټونو ویشتې

پاکستاني پوځیانو د کونړ شلتن ولسوالي په راکټونو ویشتې

تاند (سه شنبه د دلوې ۱۴) پاکستاني پوځیانو له تیرې شپې راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د کونړ ولایت په شلتن ولسوالي راکټي بریدونه کړي چې د سیمې خلکو ته یې سخت مالي زیان اړولی دی.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، د شلتن ولسوالي پر سونو او المازو ډوپ کلي شاوخوا ۵۰ توغندي راتوغول شوي دي.

د والي په خبره، په یادو بریدونو کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی.

له تیرو لسو کالونو راهیسې، پاکستاني پوځیان د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته پرتې سیمي په راکټونو ولي، چې ډیر ځله د افغان ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

پر ډیورنډ فرضي کرښه پراته افغان سرحدي ځواکونه بیا وایي، چې دوی د پاکستاني پوځیانو د هر ډول برید پر وړاندې اماده دي، خو ګیله لري، چې له مرکز څخه ورته د بلمثل عمل اجازه نه ورکول کیږي.

که څه هم پاکستاني چارواکي، د کرښې له هغې غاړې د راکټونو د را توغولو پوښتنې ته هیڅ ډول ځواب نه لري، خو له افغان چارواکو سره په خبرو کې یې د درېدو پخوانۍ خبره تکراروي، هغه څه چې په کور دننه هیڅکله د باور وړ نه ده.

پر کونړ د تازه راتوغول شوو راکټونو په اړه تر اوسه افغان حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. ولې زمونږ حکومت باندې بلاه لیودلې که تندر چې بل مثل رفتار ورسره وکړي. دا خو لومړۍ ځل نه دی چې د پاکستان له خوا د کونړ سیمې تر برید لاندې نیول کیږي او زمونږ په خوب ویده حکومت چې نیم یې د ایران و نیم یې د پاکستان جاسوسان دي پټه خوله ناست دي، لعنت دې په داسې یو حکومت شي.

  2. دا بریدونه ددی لپاره کوی چی ولس خپلی ستراتیژیکی ساحی پریښودلو ته اړ شی او دوی هلته قابض شی او یا دښمن ته د ځای په ځای کیدو زمینه برابره کړی تر څو د افغان حکومت پر وړاندی جنګ ته دوام ورکړی. زمونږ ویده چارواکی ځکه اقدام نه کوی چی امریکه اول هغوۍ سره د دوه اړخیزو موخو شریکان دی.

  3. د پاکستان راکټونه؟ دا ټول د مجاهدینو تحفه ده چې افغانستان یې د پاکستان تر توپونو لاندې کړ! څه شول هغه مجاهدین چی حبالوطن پهنامه یې وطن پنجاب ته تسلیم کړ! مجاهد اوس ماته د بچه بیریش غوندې ښکاري!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب