شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغان پوځ لوی درستیز کندهار ته تللی

د افغان پوځ لوی درستیز کندهار ته تللی

تاند (سه شنبه، د دلوې ۱۴) د افغان پوځ لوی درستیز محمد یاسین ضیا د کندهار د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی.

د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي ضیاء د کندهار له یو شمېر نظامي چارواکو سره ددې ولایت په عمومي وضعیت خبرې کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه لیدنه کې د کندهار امنیتي چارواکو له یاسین ضیاء سره نوي امنیتي پلانونه شریک کړل.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې ښاغلي ضیاء ټینګار وکړ څو امنیتي ځواکونه د خلکو د امنیت د ټینګښت په موخه خپلې هڅې چټکې کړي.

سرچینه زیاتوي، دفاعي او امنيتي ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د کندهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې “دښمن” ته درانه تلفات اړولي او د هغوی له شتون څخه يې زیاتې سیمي پاکې کړي دي.

یاسین ضیاء داسې مهال کندهار ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېری ولایتونو کې تاوتریخوالی او ناامنۍ زیاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب