دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهجرمني: له افغانستانه د ځواکونو ایستل مو د سولې د خبرو له...

جرمني: له افغانستانه د ځواکونو ایستل مو د سولې د خبرو له پرمختګ سره تړلي

تاند(سې شنبه، د دلوې ۱۴) د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس نن وویل، له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل باید د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پرمختګ سره وتړل شي.

جرمني له امریکا وروسته د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې تر ټولو زیات روزونکي لري.

د امریکا او طالبانو د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سم، امریکايي پوځیان باید د سږ کال د مې تر میاشتې له افغانستانه ووځي.

خو د جرمني د باندینو چارو وزیر وايي، له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل د دې پر ځای چې د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره وتړل شي، ښه ده چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ له سولې سره مشروط شي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د باندنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې وخت وکړې چې د امریکا دفاع وزارت ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو، له ترهګرو سره د اړیکو د پرې کولو او د افغانستان له حکومت سره د صادقانه خبرو د پیلولو په شان د موافقې شرطونه عملي کړي نه دي او دا د اپریل میاشتې تر پایه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل له شک سره مخامخوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس له (Die Zeit) اوونیزې او درو ورځپاڼو سره په خبرو کې وویل«د اپریل تر پایه پورې د سولې خبرې نتیجې ته نه شي رسېدای. زموږ بېره دا ده چې که پوځیان وایستل شي طالبان به د سولې له خبرو ووځي او د پوځي حللارې هڅه به ډېره کړي.»

ده زیاته کړه«نو زموږ نظر دا دی چې باید دواړه پروسې سره وتړل شي؛ د بهرنیو پوځیانو وتل د سولې له خبرو سره. موږ نه غواړو چې د اپریل تر پایه باید خامخا ځواکونه وایستل شي بلکې د ځواکونو ایستل له دې سره تړو چې کله د سولې خبرې بریالۍ شي، بیا د پوځیانو د وتلو وخت دی.»

د امریکا او طالبانو پر موافقې له دې کبله نیوکې کېږي چې د پوځیانو ایستل یې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره نه دي مشروط کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب