جمعه, فبروري 6, 2026
Home+پاکستان ښځېنه لوبډلې له وايټ واش وروسته لومړۍ ماتې وخوړه

پاکستان ښځېنه لوبډلې له وايټ واش وروسته لومړۍ ماتې وخوړه

تاند (شنبه، د دلوې ۱۱) د سویلې افریقا او پاکستان ښځېنه کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د افریقا په کوربتوب د ۳ شل اوريزو سیالیو لومړۍ لوبه افریقا لوبډلې د ۸ ویکټو په توپير وګټله.

دا لوبه پرون د جنورۍ په ۲۹مه نېټه تر سره شوه.

په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه پاکستانۍ ښځېنه کرکټ لوبډلې وکړه چې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو يې په پوره شل اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف ورکړ.

په مقابل کط افریقا ښځېنه لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۹م اور کې د دوو ویکټو په زیان پوره کړ.

افریقا ښځینه لوبډلې له پاکستان نه د پنځوس اوريزو سیالیو وروسته لومړۍ شل اوريزه سیالي هم وګټله.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې پنځوس اوره سیالۍ ترسره شوې چې په کې پاکستان وایټ واش شوه.

د درېو پنځوس اوريزو سیالیو سیریز افریقا درې د صفر په مقابل کې ګټلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...