شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeټولنیزد ځاځیو د علیخېلو جرګه/ ډاکټر نبي مصداق

د ځاځیو د علیخېلو جرګه/ ډاکټر نبي مصداق

(28, June 2017)

« جرګه علیخیل [جاجی] پکتیا، در نجات بخش مردم کابل و سرنوشت آینده افغانستان همان قدر اهمیت دارد که مذاکرات راولپندی برای حصول استقلال افغانستان اهمیت داشت». مقاله استاد اکا دمیشین سیستانی: «هدف و اهمیت جرګه علیخیل پکتیا در نجات کابل از چنګال سقویان»

د سقاو د ځوی لومړی نطق د ارګ د یوه اطاق له کړکي نه

محي اآلدین انیس لیکي: «نزدیک های ساعت ۱۲ سقو در حالیکه باغ مهمان خانه پر از اهالي کابل و کوهستاني ها بود و همه منتظر بیرون آمدن سقو بودند سقو بچه از یکي از کلکین های عمارت برامده و به همان لهجه عامیانه نطق مختصر نمود….: من اوضاع کفرو بې دیني ولاتي ګري حکومت سابق را دیده ….. تا شما بیادر ها را از کفر و لاتی ګری نجات بدهم….. منبعد هم  من پول بیت المال را به تعمیر و مدارس صرف نخوام کرد بلکه همه را به عسکر خود میدهم که چای، قند و پلو بخورند و به ملا ها میدهم که عبادت کنند …. دیګر من پادشاه شما هستم و شما رعیت من میباشید، ….بروین بعد از این همیشه ساعت خود تیر کنین. مرغ بازي ، بودنه بازی کنین وترنګ تانرا خوش بګزرانین،» (با این الفاظ نتطق خود خاتمه داده وا پس به اطاق خود درآمد. محي اآلدین انیس بحران و نجات، ص ۹۶-۹۷.)

د افغانستان د تېرو څلور لسیزو جنګونو او نا ارامیو افغانان خورا ستومانه کړي او د امنیت او ارامۍ د راوستلو لپاره، هر چېرې او هر څه ته سترګې په لار دي.

ولسمشرۍ ته د ډاکټر اشرف غني په نوماندۍ سره، په میلیونونو خلکو او هم په پښتنو سیمو کې ښځې د لمړي ځل لپاره را ووتلې او د هغه په طرف دارۍ یې رایې واچولې؛ خو ډاکټر غني مخکې له نوماندې نه په ۱۳ لمړي کالو کې، په افغانستان کې د مالیې وزیر، د کابل پوهنتون رییس او هم د بهرنیو عسکرو د انتقال د درې کسیزې کمېټې مشر و، تل به یې ویل چې که د کرزي د ۱۳کلنې دورې، حتی پینځه سلنه ناخوالې له منځه یوسي، لویه لاسته راوړنه به وي.

د ګډ حکومت د ورځنیو ناندریو برسېره، هغه په لومړیو دوه نیمو کالو کې افغانستان ته دومره د لرې مودې پروژې لاسته راوړنې لري چې افغانستان ته ېې په سیمه کې مرکزي حیثیت ورکړی او تر ۳۰ کالو به په سلګونه میلیونه ډالر راوړي چې داسې لاس ته راوړنه تر دې پخوا یو پاچا او کوم بل ولسمشر هم نه دي درلودلي؛ خو سوله نه ده راغلې، جنګونه روان دي او اقتصادي ستونزې هم اوج ته رسېدلي دي. کله چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راغی، یو ځل بیا اکثریت افغانانو ته بیا دا توقوع پیدا شوه چې ګڼې د سولې په راتلو کې به حکمتیار مهم رول ولوبوي. ما د (حکمتیار د جنګ او سولې مخکښ) تر عنوان لاندې یو مضمون ولیکه چې برسېره پر ورځپاڼو، په یو شمېر ویبپاڼو او مجازي نړۍ کې خپور او ورباندې تبصرې وشوې.

یو تن چې د تبصرې لپاره یې تحقیق هم کړی و، (محمد ایاز نوري ازادي) دی. زموږ نومیالی تاریخ پوه، پوهاند اعظم سیستاني بل څوک و چې د موضوع په اړوند یې نور مالومات هم وړاندې کړل.

نوري صیب زما په مقاله خپله تبصره داسې پیلوي. « دروند مشهور افغان شخصیت او د پښتو ژبې منلی نطاق مصداق صاحب ته سلام او درناوي تقدیم کوم. مخکې له دې، چې خپلې پوښتنې ته راشم، وایم ما لکه مطمین یم په شمېر ډېرو افغانانو لر او بر دغه ستا خدای درکړي غږ یا آواز سره یوه خاصه علاقه لرلې ده. ټولو ته معلومه ده، چې خصوصاً تر ۲۰۰۰ز کال پورې د بی بی سي راډیو او پښتو سرویس يې حقیقتاً، چې پخپل ځای کښې د خبرونو، فرهنګ او افغاني تقافت لپاره نه هیریدونکی خذمت تر سره کړی دئ.

تاسو جناب د می د میاشتې په اتمه د (حکمتیار د جنګ او سولې مخکښ) تر عنوان لاندې لیکنه مو افغاني رسنیو د نشرلپاره  ورکړیوه. ما دغه ستاسو په زړه پورې لیکنه ولوستله او د محتواء څخه یې هغه پاراګراف، چې ستاسو د اړیکو ټینګیدل د پخواني یا وروستي افغان پاچا اعلیحضرت مرحوم محمد ظاهر شاه او زوم یې والاحضرت سردار جنرال عبدالولي او بیا مو روم ته تګ تشریح شوی، دلته ورځینې را اخلم.»

نوري صیب چې شپږ میاشتې یې په ځاځیو کې د ماین پاکۍ د یو ټیم مشري کوله، د ځاځیو چوڼۍ چې د ولسوالۍ او عسکري مرکز دی، په خپله لیدلی او ځکه یې هم د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاریخ چې جرنېل یار محمد خان وزیري لیکلی، له هغه نه د نادرخان په قول ماتولو نقل قول کوي چې د ټولو دلته راوستل به مقاله ډېره اوږده کړي.

په دې لیکنه کې هغه تړون چې په ۱۵مادو کې « نا در خان له وزیرو، مسعودو، داوړو، منګلو، تڼیو او ګردیزیو له مشرانو سره کړی ؤ» (ص۲۵۸- ۲۵۹، جرنیل بار محمد خان)، یادوي چې موخه د سقاو زوی ته ماتې ورکول او د کابل له نیولو نه وروسته، امان الله خان ته د بېرته په واک کې ورکول و او که د هغه راتګ بېرته ممکن نه وي؛ نو د سراج له کورنۍ څخه یو بل چا ته د سلطنت سپارل دي.

نوري صیب لمړی شپږ مادې رانقلوي او لیکي چې:

محترم مصداق صاحب! دلته د کتاب په ۲۵۹ – ۲۶۰ مخونو کښې پوره ۱۵ مادې ذکر شوې دي، چې زه لیکونکی دلته ورځینې ۱-۴-۵-۶مادې  راوړم.

لومړی ماده: د ټولو قبیلو او قومونو مشران دې خپل جنګیالي وطن ته تر نجات ورکولو پورې ترغیب کوي.

څلورمه ماده: د کابل تر نیولو پورې دې سپاه سالار صاحب په علیخیلو کښې ځای پر ځای وي او کرنیل شاه ولیخان دې د سپاه سالار په وکالت د لښکرو سره مل وي..

پنځمه ماده: د وطن د نجات نه وروسته دې اعلیحضرت غازي امان الله خان سلطنت کولو ته راوغوښتل شي او یا دې د ده د خیلخانې څخه وبل اهل ته سلطنت وسپارل شي. [ څومره یوه واضحه فیصله شوې، یعنی حتی د غازي امیر امان الله خان د انکار په صورت کښې هم جنرال نادر خان مطرح نه وه، بلکې د مشر غازي د کور څخه یو کس یو یا ورور یې باید زموږ د افغانستان پاچا ټاکل شوی وای].

شپږمه ماده: د اعلیحضرت غازي امان الله خان تر راتګ پورې به سپه سالار صاحب د سلطنت وکیل وي.

ښاغلی نوري د خپلې مقالې په پای کې له ما څخه غوښتنه کړې چې: « محترم مصداق صاحب! دلته زما دغه لیکنه کښې بنسټیزه موضوع دا ده، چې د کابل شاهي ارګ د سقاو د زوی څخه د قرآن مجید په تعهد د غازي امان الله خان په بیرته و هیواد ته د رابللو او هغه ملي قهرمان ته د شاهي مقام د بیرته سپارلو په نوم د مشر غازي د یوه کپن اغوستي عسکر جرنیل یار محمد خان وزیري ( رح ) له خواء نیول شوی دۍ. ستاسو محترم پلار حاجي صاحب مرحوم کهندل خان چې په دغو مهمو حادثو کښې یو حاضر او مهم کس وه، تاسو جناب ته د هغه د زوی په حیث څه ویل او کوم نظر یې درلود».

له ما سره په کابل کې خپل کتابونه نشته؛ خو په کابل کې مې د (بحران و نجات – چې غلام محی الدین انیس په ۱۳۰۸ کال کې د کابل په انیس مطبعه کې چاپ شوی تر لاسه کړ، که ځه هم چې د نادر خان له نظره هغه پېښو ته کتل دي)، د نورو د نوټونو او شفاهي خبرو له مخې، د امان الله خان د حکومت سقوط، سقوي دوره او د پښتنو قومونو د وزیرو او مسعودو نه نیولې تر کندهاره پورې اوونیز او میاشتني مالومات پکې درج شوي دي.

هغه څه چې ما د ځاځیو د قومونو د نجات د جرګې په اړه په خپله مقاله کې لیکلي و، هغه مې دلته په کابل کې د نوروځاځیو مشرانو او روڼ اندو کسانو سره ورباندې بحث وکړ او هغه درې نقطې چې نادر خان او وروڼو یې په ډېرې ځیرکۍ سره د ځاځیو دې لویې جرګې ته وړاندې کړې وې، هماغه درې نقطې دي. یعنې نادرخان د وروڼو په وکالت د ځاځیو د علیخېلو جرګې ته وویل چې یا موږ سقاو ته تسلیم کړئ او هغه انعام یې چې راباندې ایښی، واخلئ. یا موږ له ځاځیو څخه وشړئ؛ ځکه چې تاسې مو له خپل کار او تجارت څخه ایستلي یاست او یا هم را سره یو ځای شئ چې کابل د سقاو له زوی څخه بېرته ونیسو.

ایاز نوري د جنرال نادر خان دې خبرو ته ګوته نیسي او وايي: «دغه مکار جنرال ښه پوهیده، چې دغه پښتانه ځاځي افغانان دومره بیغیرته او بی مروته نه دي، چې ما سقاو باندې خرڅ او یا مې له خپله کوره وشړي، راځه د دوی احساسات په دې چل ښه راوپاروه»..”

په رښتیا سره دا د تاریخ یوه ډېره لویه غمیزه وه چې د استقلال باني، غازي امان الله خان، د یوې ډلې غلو په لاس چې انګرېزانو مرسته او لارښودنه ورته کړې وه، له صحنې څخه و ایستل شو. غازي امان الله خان په ترکیه کې د مصطفی کمال په شان غوښتل چې افغانستان هم د پرمخ تللو هېوادونو په قطار کې ودروي او که دا د سقوي پېښه نه وای شوې او هم نادر خان او وروڼو یې هغه احساس چې ځاځیو ته د امان الله خان د بېرته راوستلو په هکله ورکړی وو پر ځای کړی وی؛ نو د هغه زوی احسان الله او دوې لوڼې چې اوس [جوزا ۱۳۹۶] هم ژوندي دي، د امان الله خان پلانونو ته په دوام سره به، تر اوسه یواځې هماغه پلار او بیا ځوی یې په قدرت کې ول. افغانستان به دا ټولې ناخوالۍ، په استثنا د ظاهر شاه د دورې چې په افغانستان کې په دې اته اتیا کالو کې تېرې شوې، نه وې لیدلې.

په یوه مقاله کې سیستاني صیب د استاد کاظم نه په نقل قول سره د نادرخان یو لیک نقلوي چې نادر خان او د استاد خلیلي پلار په کله ګوش کې د حبیب الله خان په مړینه کې لاس درلود او دې وروڼو په هغه وخت کې غوښتل چې پاچاهې ته ورسېږي. نادر خان په هغه وخت کې د جنوبي د قومونو د راپارولو اطمینان ورکوۍ چې که هرڅوک وروسته له حبیب الله خان په قدرت راشي، د مؤقت وخت لپاره به وي. غواړم د سیستانی صیب د مقالې همدا برخه راواخلم؛ څو هغه تړون چې جرنیل یارمحمد خان یې یادوي که ورسره کړی یې هم وي، ښکاره شي چې نادرخان یې د عملي کولو لپاره هیڅکله هم صادق نه و.

دشمني مستوفي الممالک پدر استاد خلیلي با مشروطه خواهان        

سیستاني د «استاد داکتر کاظم در یک مقاله ممتع و مستند خویش… از رساله مهمې بنام “نادر خان و خاندان او” نام میبرد که اول در سال ۱۹۵۱ و برای بار دوم در پشاور در سال ۲۰۰۰ توسط  “مهاجر افغان”،  که کسې دیګری جز عبد الحی حبیبی، بوده نمې تواند  زیرا علامه حبیبي یګانه نویسنده مخالف حکومت و عالم افغان در پشاور آنوقت بود.

” استادکاظم از روی این رساله نکاتی مهمی را انعکاس داده که فکر میکنم تا آن زمان بسیاری ازمورخان ونویسندگان افغان مثل من از آن مطلع نبودند.

داکترکاظم به استناد رساله مذکور مینویسد:” در صفحه 17 این رساله برمبنای اسناد جنرال تاج محمد خان بلوچ راجع به دست داشتن سپه سالار محمد نادرخان درموضوع شهادت امیر حبیب الله خان سراج الملت چنین آمده است: «واقعۀ کله گوش لغمان شب  18 جمادی الاول 1337 ق رخ داد و امیر حبیب الله خان را درین مسئله که چند دست سپه سالار[نادر خان] درین حادثه دخیل بود، اسنادی موجود است که حاضر و ناظر وقایع نوشته اند، از آن جمله کتاب “اسرار در مورد افغانستان” نوشتۀ سردار شیر احمد خان و یکی از نزدیکان خاندانی نادر خان است که علت مهم وقوع آن فاجعه را شخص نادر خان می پندارد، زیرا این شخص از همانوقت طمعی و چشمی به تخت و تاج کابل داشت و پلانهای عمیقی برای این کار در دهلی و کابل  طرح شده بود، چنانکه متن یک نامه سپهسالار محمد نادرخان عنوانی نائب سالار صالح محمدخان  به آن وضاحت میدهد از اینقرار است:

عالیجاه عزت و شجاعت همراه برادر بجان برابرم صالح محمد خان نائب سالار صاحب را واضح باد اینکه: ازین طرف خیریت است، شمایان خاطر خود را جمع دارید ….کارها بر وفق مرام است، آنچه با شمایان گفته شده بود، بهمان قسم شد. بعد از تدفین میت [منظورمیت امیر حبیب الله خان است -داکترکاظم] برادرش را [مقصد سردار نصر الله خان است] امیر ساختیم و مایان تجویز کردیم که معامله بهمین قسم باقی نمی ماند.ارجمندم رکاب باشی [مقصد از شاه ولی خان است] متوجه احوال است و عالیجاه عزت مآب مستوفی الممالک صاحب [مقصد میرزا محمد حسین خان پدر استاد خلیلی است] درین معامله شریک مایان است و انشاءالله تعالی درین روز از راه تگاب بالای دارالسلطنة [مقصد کابل است] با قوم خود می آید. عساکر دارالسلطنة را به آن برادر بجان برابر[مقصد صالح محمد خان نائب سالار است] بسپاریده ایم. باید متوجه احوال باشید که معامله از دست عساکر و شمایان بیرون نشود. انشاءالله و تعالی سمت جنوبی از خود مایان است. از آن جهت خاطر جمع داشته باشید [تاکید، داکتر مصداق]. در جلال آباد و کابل هرکس که مدعی سلطنت شود، برای چند روز است. آخر کار بدست مایان و شمایان است. به نفری خود از طرف ماخاطر جمعی بدهید. باقی در حفظ الهی باشید. فقط مورخه 19 جمادی الاول 1337 ق . امضا: محمد نادر.»

سیستاني صیب زیاتوي «سند فوق بروشنی نشان میدهدکه مستوفی الممالک[د خلیلی پلار] ، در واقعه  کله گوش لغمان در قتل امیر حبیب الله خان، با سپه سالارنادرخان ،همراز  بوده است.این همرازی نشانه اینست که منبع الهام وعملکرد هردو همانا انگلیس بوده است.»

نو کله چې نادرخان او وروڼه یې، د فرانسې د مام پلیه جنوبي ښار نه، په داسې حال کې چې نادرخان ناجوړ هم و او په کراچې کې له الوتکې څخه په تذکره راکوز کړی و، د ځان لپاره د پاچاهې په نیت را روان شوی و چې کلونه پخوا یې ورته تیاری نیولی و؛ نو د هغوی لپاره ژمنې د ځاځیو او وزیرو او نورو پښتنو سره ښکاره ټګي او تېروتنې وې.

هغوی په برتانوي هند، کورمې ته څلور آسانو او اردلیانو سره (۱) را رسېدلي و او له هغه ځای د پاړه چینار له لارې ځاځیو ته یواځې نادرخان راغی؛ ځکه دا څلور وروڼه، افغانستان ته په داخلېدو سره ځانونه تقسیم کړل: هاشم خان خوګیاڼیو ته ولاړ، شاه ولي خان منګلو ته، شاه محمود خان وزیرو ته او نادرخان ځاځیوته. (۲)

د سقاو د زوی په دې؛ څو میاشتو کې هر یوه ورور خپل ورتقسیم شويو قومونو مشرانو او دیني عالمانو سره مرکې او خبرې وکړې او ټولو که امان الله خان یې خوښ و، لکه ځاځیو، وزیرو. مسعودو داوړو او تڼیو هغو سره به یې د هغه غازي بېرته راوست خبرې کولې او هغوی لکه په منګلو او خوست کې ځینو ملایانو چې د مکتب، سرک د نجونو د درس او ښځو د آزادې پر ضد وو، هغو سره به یې د سقو له ظلم څخه، د خلکو ژغورلو اطمینانو نه ورکاوه.

په هغو نهه میاشتو کې چې کابل سقاو ونیاوه، مزار، هرات او مېمنه ورته تسلیم شول؛ خو د افغانستان په جنوب، ختیځ او جنوب لویدیځ کې، په عمومې ډول ډېر پښتانه قومونه وار په وار د سقاو په مقابل کې را پاڅېدل؛ خو د نادرخان وروڼو تر را رسېدو پورې داسې زعامت نه و چې قومونه سره متحد کړي.

په ځینو تاریخي لیکنو کې همدا پاڅونونه د وخت په لحاظ سره، ګډوډ وړاندې شوي دي. محی الدین انیس دا پاڅونونه په بحران و نجات کې، په درې برخو ویشي او لیکي: “در این کتاب حوادث قرار رون [روان؟] و تاریخ وقوع ایشان ګرفته شته است، از این رو وقایع جنوبی به سه دوره تقسیم ګردید:

دوره اول از تاریخ ورود سردار والا سپه سالارصاحب (نادر خان) به سمت جنوبی تا جنګ چرخ.

دوره دوم از جنګ چرخ تا جنګ ګردیز. اما دوره سوم از تاریخ ورود شان از جاجی الا استیلا کابل و نجات یافتن وطن.” (بحران و نجات ۱۲۲ مخ).

بې له هاشم خان نه، شاه ولي خان او شاه محود خان، وروسته له تقریباً دوه میاشتو نه په منګلو او  وزیرو کې، له خپل مشر ورور نادرخان سره په ځاځیو کې یو ځای شول. په هغه وخت کې ځاځیو لویې حجرې او مهمان خانې نه درلودې؛ نو ځکه هم دې، درېو ورڼو او آسانو لپاره د ځای پیداکولو په غرض هغوی، درې ځلې له یو کورنه بل کورته وخوځیدل او کله چې نور قومونو راتګ لکه منګل، ځدراڼ، صبري، احمدزي، ګردیزی، مسعود او وزیرو پیل شو؛ نو د ځاځیو قومونو پرېکړه وکړه چې مېلمانه وروڼه دې د علیخېلو چوڼې کې ځای پر ځای شي او د دوی او راتلونکو قومي مشرانو پیره او مصارف به پلرینې سره شریک کړي.

د ځاځیو هغې لویې جرګې ته چې نادرخان، شاولي خان او شاه محمود خان خپلې غوښتنې وړاندې کړې، پرېکړه وشوه چې زما پلار، کهندل خان د حمزه خیلو د لوی قوم د ملک باګی خان مشر ځوی، د ځاځیو د قومونو د اربکي مشري په غاړه واخلي او له شاولي خان سره، کابل ته په لنډه لار د کټه سنګ، لټه کورې، دوبندۍ، د خوشي له پاسه د لوګر د زنوښار(زرغون ښار) له لارې، چې د کچرو لار نومېده، محمدآغې ته او له هغه ځایه کابل ته ځانونه ورسوي. دلته باید واضح کړم چې ولې د اربکي لښکر د سرمشرۍ مسوولیت زما پلار حاجي کهندل خان ته ورکړل شوی و؟ دوه مهم دلایل وو: زما پلار لومړی ځاځی و چې په دوو کچرو به یې څلور چهار تراش کابل ته، د امیر حبیب الله خان په وخت کې د خرڅلاو لپاره راوړل. کله چې غازي امان الله ځان د دارال امان د قصر جوړېدل غوښتل؛ نو د لرګیو قرارداد زما پلار ته ورکړل شو، پس له دې مرحوم پلار مې د امان الله خان په کلونو کې د علي آباد د روغتون یوه برخه، د غازي لیسه او بیا وروسته د ساینس فاکولتې تعمیر چې اوسه هم وجود لري، هغه مشهور ځایونه وو چې په جوړېدو کې یې برخه درلوده. مقصد دا چې په کابل کې بلد و او د عاشوقان او عارفان لویځ، بالاکوه کلي کې یې کور وو.

دوهم دا چه پلار مې د حمزه خیلو ځاځیو د مشهور ملک باګي خان مشر ځوی و. د ملک باګي خان،  پلار او نیکه (یوسف خان او مستکې) په خپل وخت کې پېژندل شوې کورنۍ وه؛ ځکه هم امیر عبدالرحمان خان، پرته له دې چې ځاځیو ته راشي، زما له نیکه نه یې اورېدلي و او هغه ته یې د ځاځیو د لارو ساتنې مسوولیت ورکړی و. معاش یې په حدود د څو سوه روپۍ وې چې په کال کې یو ځل به ورکول کېدې؛ خو هره میاشت به یې چای او بوره له کابل نه ورته رالېږل. په هغه وخت کې په ځاځیو کې لا چای رواج  شوی نه و.

ځاځیو د اربکي لښکر هر کله د تاریخ په اوږدو کې د ونډیو په اساس جوړېږي. عقیده دا ده چې ځاځي دوه زامن درلودل، یو یې عمر او بل یې هاشم و. دواړه بیا په خیلونو او ونډیو تقسیم شوي دي. په ونډیو کې پلرینې معلومې دي او اربکي لښکر ته د پلرینونه نفر نیول کېږي.

له کابل نه د باندې یواځې په ګردیز، د لوګر په زنوښار او سقوي دشته کې چې سقویان راغلي و او هم محلي شیعه ګان سقاویان شوي وو، له کلک مقاومت سره مخامخ شول او له دواړو خواو نه په لسګونو کسانو ته په دې جنګونو کې تلفات ورسېدل. (۳)

د لوګر په اړه غلام محی الدین انیس داسې لیکي: “یک عده اقوام به اثر هدایت ملا صاحب شاه مزار و بعضی افراد دیګر به سقو اطاعت کرده اند، یک عده اقوام دیګر به زعامت و تبلیغات نوروز خان و نواب خان، پسران ایشان و عبدالغنی خان سرخابی و غیره ایشان مخالفت را به سقاو اختیار نموده بودند.” (بحران و نجات ۱۳۴مخ).

د ځاځیو د اربکي لښکر، دوبندې کې و چې د یار محمد خان په مشرې چې د وزیرو، مسعودو، تڼیو او دوړو لښکر هم ور سره یوځای شول. جرنیل یار محمد خان لیکي: « ۱۳۰۸ کال میزان پنځمه نیټه…..مونږ دوبندې ته ورسیدو…..زمونږ هرکلي ته د سپاه سالار ورور (کرنیل شاه ولیخان) او د هغه ملګري را وتلي وو، شاه ولیخان د خپلو ملګرو په څنګ کې، د ځاځیو جامې په تن کړی وې، مولوي اله نواز خان او نواب خان کولنګاري مونږ د وزیرو، مسودو، دوړو، تڼیو مشران ور وپیږندلو» (۲۷۱ص). د ځاځیو د چوڼې نه د دوبندې په لور « ۱۵۰ جنګیالي چې مشران ېې زمرک خان (منګل) او زلمی خان (ځدراڼ) وو هم را ورسیدل (ص. ۲۶۹).

زما د پلار له خولې، نورو لوګریانو یې نه یوازې دا چې ښه مېلمه پالنه وکړه؛ خو ډېر لوګریان له لښکر سره هم یو ځای شول. لښکر د کابل بني حصار ته له رسېدو سره په دوو ډلو ووېشل شو. چې ځینو یې ښار ته د جنوب ختیځ له لارې ور ننوتل او ځینې د شهدا له لارې په خرابات، درخت شنګ او تخته پل شا وخوا کې سنګرونه و نیول. ثقیله وسله وال ځاځي، د شیر دروازه د غره څوکو نیولو ته ولېږل شول. خو ډېر ژر جرنیل یار محمد خان زما پلارته راغی: « موږ کابل کې بلد نه یو د غره څوکې موږ ته راکړي او د ښار کوځې او بازارونو ته تاسې ولاړ شی». د شیر دروازې غرته په لېږلو سره وزیرو لښکر ته وویل شول چې دوی به مکمل د درو ورځو لپاره له خپلو مرچلونو نه، نه راښکته کېږی او هم موافقه وشوه چې د شپې به په ډولونو او آوازونو باندې سقویان خوب ته نه پرېږدي(۴).  پٍلار مې له شاولي خان سره د شیر دروازې غره په لویدیځه برخه برج کې چې کاسه برج نومېږي (اوس د خاورې او کاګل په منځه تلو او د کورونو ورته په نږدې کېدو کې ډېر بېخونده شوي) په همدې کاسه برج کې د لښکرو د لارښوونې لپاره موقیعت غوره کړی و؛ خو کله چې د سقاو، یو لرې ویشتونکی توب چې په حجده پن مشهور و، د ارګ له دروازې چې سینمایې کابل په امتداد ایښودل شوی و. په کاسه برج یو ډز وکړ او د دې برج یوه برخه یې وویشتله. د توب په پرخچو باندې زما د پلار له مخ نه وینې روانې شوې. شاولي خان چې خپل دستمال له جېبه را وویست او د هغه مخ یې پاکاوه وویل: « کهندل خان، سبا ما انشاء الله از همانجای که توب فیر کرد، در همانجا میباشیم».

تعهد نامه او په قرآن مهر چې نادر خان د جرنېل یارمحمد د کتاب په اساس جرنیل یار محمد خان هغه ورسره کړې، ښکاري چې د مسعودو، وزیرو، تڼیو، منګلو، ځدراڼو او داوړو سره په هغه وخت کې چې د ځاځیو لښکر او مشران روان شوی وو لاسلیک کړي وي. زما پلار او هغو ځاځیو مشرانو سره چې ما د دې لیکنې لپاره په کابل کې خبرې وکړي، له هغه نه بې خبره دي او نه هم د ځینو ځاځیو د وینا په اساس د پښتونولې په احترام، خپلو میلمنو وروڼو نه د داسې تعهد نامه اخیستل پښتونولي نه وه. د ځاځیو لښکر هم یو توپ د کاسه برج غره ته خیجولی وو او له هغه ځایه یې په ارګ ډزونه کول. په یو ډز باندې د ارګ جبه خانه ولګېده، اور یې واخیست او په هر لوري چاودنې پیل شوې. شاه محمود خان چې د وزیرو له لښکر سره و په ژړا پیل و کړه چې زموږ کورنۍ په ارګ ټول تباه شول، نور ډزونه مه کوئ، داسې خو مونږ نه غوښتل… د ځاځیو د روقیان حاکم صاحب ګل، شاه محمود خان ته یوه څپېړه ورکړه چې چپ شه ته د لښکرو فکر مغشوشوې، موږ خو دلته د حلوا ویشلو لپاره نه یو راغلي… په دې وخت شاه ولي خان چې شور ماشور واورېد، ورغی او د ټولو په حضور کې یې وویل: « زمونږ فامیل د افغانستان د استقلال نه جار» او خپل کشر ورور ته یې وویل: «زموږ کورنۍ له دې ځوانانو نه زیات نه دی». (۶)

ځاځیو علیخېلو ته په رسېدو سره، نادر خان له وزیرو ورسره هر یو مشر، تر نږدې یوې دقیقې په غېږ کې نیسي او روغبړ کوي او جرنیل یار محمد خان واي چې «زموږ له مشرانو څخه یې… تعهد واخیست چې موږ به د کابل تر نیولو پورې او د حبیب الله د طاقت تر محوه کولو پورې، د دوی (وروڼو) تر څنګ ولاړ یو. همدا د علیخیلو د غره چې د سفر غره په نوم یادېږی، جرګه کې نادر خان زموږ له مشرانو سره په قرآن لاس لیک وکړ چې د جرګې ټولو پرېکړو او فیصلو ته به غاړه ږدي او له حبیب الله سره به هیڅکله مصالحه نه کوي». (ص ۲۶۱). [ډاکټر مصداق: باید د دې نورو قومونونه هم د ۱۵ فقریزې مادې پوښتنه وشي.]

نادر خان نه په رخصتېدو کې، «مونږ مشران مخاطب کړو: عزیزانو: تاسو ته څرګنده ده چې زه نن مسافر او د دې سیمې د ولس میلمه یم. را سره څه په لاس کې نشته،… ولې د ټولو د عزت او احترام پر ځای کولو لپاره اوس زما دا هیله ده چې نن شپه تاسو معزز مشران زما سره د مسافرې په د سترخوان کینی، (ص ۲۶۱)، مونږ مشرانو… بلنه ومنله او د همهغې شپې ډوډوۍ چې ښورواه وه… په یو دسترخوان وخوړله او  په هماغه ځای کې ما د ځاځیو د غیرتی  قوم مشرانو… ته وویل: تر څو چې مونږ د کابل په لور حرکت کوو، تاسو د ځاځیو د قوم مشران او اولس به په نوبت زمونږ لښکرو ته ټیکله برابروئ او هغو مېړنو مشرانو په ورین تندې سره زما غوښتنه ومنله. نو هغه و چې د ربیع الثاني په ۲۲ نیټه د ځاځیو د ګل غنډې په لور د خپلو لښکرو سره د علي خیلو څخه و خوځیدو.

د ځدراڼو او منګلو جنګیالي چې ۱۵۰ افراد کیدل د خپلو مشرانو(زلمی خان منګل او زمرک خان ځدراڼ) سره په علیخیلو کې پاتې شول. په ګل غنډې کې د ځاځیو میړنو مشرانواو غیرتي کلیوالو زما د ۴۵۰۰ جنګیالیو د خوراک لپاره هره ورځ پسونه  او غوايي زبح کول او زما جنګیالي ېې د کاک پخولونه فارغ کړي وو.»، (یار محمد خان، ص. ۲۶۲).

[خو جرنیل یار محمد خان  له خولې چې ممکن د خپلو ټولو مصرفونواو قربانیو په مقابل کې چې د وروڼو نه ېې لرله وايې چې هیچا هم ورسره مرسته و نه کړه]: «… په استثنا د ځاځیو په عليخېلو کې د یو وخت له شوروا څحه…» ، (یار محمد خان، ۲۳۳ مخ).

له دې څخه ښکاري چې نوموړي مشران چې ماښام ناوخته، عليخېلو چوڼۍ ته را رسېدلی وو، «تور چای» یې له نادر خان سره او« د غرمۍ د ښوروا» له خوړلو نه وروسته لکه چې پورته ذکر شوو علیخیلو نه ګل غنډې او د هاشم خیلو په دره دوبندې ته روان شوی دي. د علي خيلو لویه جرګه، مخکې له دې چې دا قومي مشران: وزیر، مسعود، داوړ، منګل، صبري او ببرک خان د ځدراڼ ځاځیو ته ورسیږي حرکت يي کړی وو. ددې قومونوځینې لښکری په پلان کې ؤ  چې د ګردیز، تیرې کنډو او پل عالم، سقاوې دشته او محمد آغې په لویه لار کابل ته ولاړ شی خو په سید کرم او ګردیز کې سقوي او شیعه ډلو د جنګ او مخالفت له امله، مجبور شول چې د روس په لوی ډاګ ځانونه خوشي او زنوښار ته ورسوي. زنوښار چې ځاځیو فتح کړی وو، د کنداري پله له لارې بلی دشتې ته. چې دنجات د جنګ نه وروسته، د سقوې دشته په نوم تر اوسه یادیږي او سقویان د کابل نه د جنوبي د لښکرو د مخنیوي لپاره هلته مرچلونه نیولې وو، ځاځیو او وزیرو هلته ځانونه ورسول.  وروسته له سخت مقاومت نه د هغو مرچلونه ونیول شول. د کابل د آزادې جنګ ، ددې نوروټولو لښکرو په رارسیدو سره هم، نږدې درې هفتې دوام وکړ.

د ځاځیو یو سپین ګیری حاجي عبدلغفور(د جان محمد خان د تره لمسی) واي چې د ددرو ورځو په پوره کیدو سره وزیر د شیر دروازې پیرې په پوره کیدو سره د غره نه راښکته شول اود نورو قومونو د لښکرو سره د کابل سینما او وزارت معدن د دروازو له لارې، « ټولو په یو لاس په ارګ نې غر[ یعنېی یا چاریار] ووې. اولین ځاځی ځوان چې په دې دروازه کې شهید شو مستقیم نومیده.».

یار محمد خان وایي چې نادر خان ځینو ته منصبونه او وزارتونه ورکړل؛ خو دوی چې په میلیاردونو مصرفونه یې کړي ول او د خوست په جنګ کې یې شهیدان ورکړي ول، ورسره هیڅ مرسته ونه شوه. جرنېل یارمحمد خان د ځینو نومونه یادوي او وايي: «حضرت صیب فضل عمر مجددي ته  د وزارت مقام ور کړل شو، جناب محمد ګل خان مومند ته چې په زرغون ښار کې یو سر، زموږ د لښکر ملګری شو او په حساب اته ورځې یې په لښکر کې شمولیت درلود… لوړ مقام ور کړل شو. زلمي خان منګل ته د نایب سالار منصب ورکړل شو. (جرنیل یار محمد خان ۳۳۴ مخ».

یارمحمد خان زیاتوي چې همدې متملقو افرادو چې لومړی بیعت هم د امان الله ورور، بې وخته بیعت وو چې زموږ د هیلې او ارزو پر وړاندې ربړ او مشکلات پیدا کړل. نادر خان د امان الله خان د پوځ یو شمېر مشران او غونډ مشران، بېرته په خپلو دندو وګمارل. غونډ مشران، فرقه مشران شول او کنډکمشران غونډ مشرۍ ته ورسېدل.

لکه چې پورته وویل شول، د ځاځیو په علیخېلو کې د هیڅ کومې ژمنې چې نادرخان او یا یې وروڼو په لیکلي رسمي ډول له قوم سره کړي وي، نه وه لاسلیک شوې؛ خو زما د پلار له خولې، له ټولو سره دغه احساس و چې دوی د امان الله خان د بېرته راوستلو لپاره په جنګ وتلي دي. کله چې وروسته له درې اوونیو څخه سقاویان له ارګ او کابل څخه وتښتېدل، ارګ د همدې قومونو له خوا چور او تالان شو. پلار مې وايي چې هغه یو تن ولید چې د ښځو کوري بلند بوټونه یې اغوستي ول او سم په لاره هم نه شو تلای، نورو هم هر چا چې هر څه په لاس ور تلل، هغه یې خپل کړي ول. یو تن چې لاسونه يې له طلا نه ډک ول، په ګیلې سره نورو ته ویل چې وګورئ، نورو سپینې اشرفې پیسې واخیستلې او زما په بد قسمت دا ژېړې روپې وې. یو بل ځاځي د اشرفیو په بدل سره، دواړو ځانونه خوشحاله کړل. د ځاځیو ملک منګل وايي چې «ځاځیو هم د ارګ قالینې لوله او په اوګه کړې وې؛ خو کله چې نادر خان راووت ځاځیو ته یې وویل ” ارگ ستاسو کور دی کله چې تاسې له ځاځیو نه راشئ په خپل کور کې په ځمکه کېښنئ؟ زه نغواړم چې تاسو په ځمکه کېښنئ”. ځاځیو هم قالینې ترپ ترپ له اوګو وغورځولې.» همدا سپین ږیري وايي چې د نجات په جنګ کې ځاځیو تر نورو قومونو زیاته قرباني او فداکاري ورکړې؛ ځکه هم له هر بل قوم نه ډېر جنرالان، نایب سالاران، برګټان او کرنیلان د نادرخان په فرمان لري.» (۵)

زما پلار وايي کله چې د سقاو له سقوط نه وروسته قومونو له نادر خان سره د ارګ په سلام خانه کې ولیدل، نادرخان قومونو ته وویل چې زه پاچاهي نه غواړم، ځکه په خزانه کې هیڅ شی هم نه دي پاتې؛ نو عسکرو او مامورینو ته به څه ورکوم؟

همدا مشران چې جرنېل یار محمد خان یې د ځینو نوم واخیست، له نادر خان نه غوښتنه وکړه چې زموږ د مشر په صفت، باید ته دا مسوولیت قبول کړې. یوازې یو ځاځي چې ولسمیر نومېده، سټېچ ته وخوت او قومونو ته یې ویل چې «ما پاچا کړئ، هر کله مو چې زړه غوښتي وي، ما لرې کولای شئ»؛ خو نادر خان ته په اشارې سره یې وویل چې «دا د پاینده ګهول دي. یو ځل چې په قدرت را غلل، بیا یې نه شئ لرې کولای».

ولسمیر چې شپږ فوټه قد درلود، همېشه به یو ډانګ، چې د قد نه به يي هم جګ و ورسره و او له سپیو به سخت وېرېده؛ کله به ېې چې کوم سپی ولید خپل ډانګ به یې په ځمکه وټکاوه او ویل به یې: « ګورئ، سترګې دې کاسیرې دي». په همدې دلیل خلکو، هغه ته جدې توجه ونه کړه. خو کله چې خلقیان په خپل وخت کې له ولسمیره خبر شول، هغه یې ډېر ونازاوه او ورته ویې ویل چې له ټولو نه ته د غدار نادرخان په اړه ښه پوهېدلی وې.

ما له خپل پلار څخه یوه ورځ پوښتنه وکړه چې «پاچاهي تاسې وګټله، ولې مو نادر خان او وروڼو ته ور پرېښودله؟». پلار مې وویل چې «موږ ته نادرخان په ځاځیو کې ویلي وو چې امان الله خان ته تخت بېرته نیسي. څنګه چې امان الله خان خارج ته تللې و او موږ نږدې دوه میاشتې په جنګونو او سفر کې وو، جامې مو خیرنې او سپګنې شوې وې، د کورنۍ له خوا هم هر یو اندېښنه درلوده. تر هغې چې د امان الله خان په راتګ باندې پرېکړه کېږي، فیصله مو وکړه چې نادرخان چې د امان الله خان یو جنرال و، حکومت ورته پرېږدو.» زه غواړم همدا پوښتنه له جرنیل یار محمد خان وزیري څخه هم وکړم: کله چې تاسو ۴۵۰۰ په اندازه لښکر درلود او درته معلومه هم شوه چې نادر خان پاچاهي د ځان او خپلو وروڼو لپاره وګټله او تاسو سره په قرآن هم وفا ونکړه او داسې قوت یې هم نه درلود چې ستاسو مخې ته ودرېږي؟ نو ولې د هغه پر ضد و نه درېدئ؟ ولې مو د امان الله خان تر راتګه د هغه ورور نصر الله خان او یا د سراج کورنۍ کوم بل څوک د موقت لپاره پاچا نکړ؟

پکتیاوالو په خوست او څمکنیو کې په نظامي چوڼیو بریدونو کې توپک، توپونه او نور تجهیزات له ځانه سره وړي ول. ځاځیو هم په چوڼی باندې همداسې برید کړی و چې محی الدین انیس یې وروسته له خوست او څمکنیو نه داسې یادونه کوي: “دومین علاقه که در ان شورش پیدا شد، علاقه جاجی است، زیرا وقت که خبر های مشرقی (چې هلته هاشم خان استول شوی و) و باز خبری چمکنی با این علاقه (ځاځیو ته) رسید، قوم های حسن خیل و احمد خیل با دیګر قوم های مجاور خود اتفاق کرده، بر مرکز حکومتی به نقطه عسکری (چوڼۍ) هجوم عمومی برده، ان را منحل و سقوط دادند.” (بحران و نجات بحران و نجات،۱۲۴ مخ).)

د وزیرو هغه کسان چې په خوست کې په شهادت ورسېدل، مهم دلیل یې تر ډېره، همدا د ولجې موضوع وه. وروسته چې منګل او هم د ببرک خان ځدراڼ او صبري قوم کسان ځاځیو ته راغلل، په همدې هیله چې هم وسله تر لاسه کړي او هم د نادر خان له وروڼو سره، یو تفاهم ته ورسېږي.

جرنېل یار محمد خان وزیري رښتیا وایي چې نادرخان په خپلو خبرو کې چې د سلامخانۍ په ماڼۍ کې کړې وې او هم هغه څه یې چې د نجات په څلي باندې لیکليول، داسې وانمود کوي چې دا جنګ او دا مېړانه دوی وروڼو کړې ده.

څه موده وړاندې کله چې په کابل کې د نجات د څلي د بیا جوړولو لپاره روڼ اندو پښتنو، ټول مصارف په خپله غاړه ومنل او دا منار اوس (جوزا ۱۳۹۶) جوړېدو ته نېږدې دی، ما په هغه وخت یوه مقاله ولیکله چې په ورځپاڼو او ویب پاڼو کې خپره شوه او هغه شک او تردید ته مې د پای ټکی کېښود چې ګڼې د نجات منار داود خان ړنګ کړی و. دلته غواړم، د شهرت ننګیال چې پېژندل شوی لیکوال دی، د مقالې یوه برخه چې د سرخط ورځپاڼې په ۳۵۴ مه ګڼه کې خپره شوې، نقل قول کړم. هغه وایي د کمونېستانو پر وخت له دې وېرې چې د نجات څلی یا ډبرین متن یې له منځه ولاړ نه شي داسې لیکي: “د ډبر لیک متن ما په خپله په ۱۳۵۶ لمریز کال کې له څلي کښلی و. خو کله مې چې له کلونو وروسته دغه متن د خپل کتاب “سوځېدلي جنت” لپاره را اخیست، پر ډېرو ټکو مې یې سر نه شو خلاصېدای، ځکه خو مې له یو څه لټون نه د “رهنمای کابل” پنډ کتاب ښاغلي محمد ناصر غرښت، د ۱۳۴۵ لمریز کال په سنبله کې د کابل ښاروالې له خوا په ۳۶۶ مخونو کې… چاپ کړی دی” د نوموړي منار د ډبرلیک متن داسې دی:

« به یادګار فداکاریها و مجاهدات وطنخواهانه یګانه قاعد معظم و نابغه بزرګ اعلیحضرت محمد نادرشاه افغان که به استماع فریاد وطن از ګوشه یې مملکت فرانس خود را برای نجات و استخلاص وطن در سمت جنوبي رسانده و بعد از قیام به عزم استیصال سارقان در طی اقدامات هشت ماهه خود با دلیران جنوبی و بهجوم وزیرستان ۱۶ میزان ۱۳۰۸ هجری شمسی مرکز سلطنت سنیه افغانیه را فتح و تسخیر و بچه سقاو را به اراکین خاینش از صفحه افغانستان معدوم نمود.

این خاطره استوار و آبده ثابته بنیاد ګذاشته شود، تا در بادی النظار اهل بصیرت، شجاعت و علوهمت این نجات دهنده وطن ثابت بوده، ملت افغان این خدمت عالیشان را تقدیر و اینګونه ایثار و فدا کاری را در تامین سعادت حیات اجتماعی خویش تاسیس و تعقیب کند.»

هیله ده د نجات په نوي څلي کې د پورته تاریخي متن تر څنګ، په بل ډبرین یادګار کې د ټولو هغو مشرانو چې د وطن د نجات لپاره، له سر او مال نه په تېرېدو سره برخه اخیستې، نومونه او د هغو فرمانو په اساس چې تقدیر شوي او نظامي رتبې ورکړل شوي دي، لکه چې زما پلار (حاجي کهندل خان ته د کرنیل رتبه، زما نیکه  ملک باګي خان ته د بیرګټ رتبه) ورکړل شوې او زه یې دلته شاملوم.

د نجات د قهرمانانو نومونه هم په بل سنګي ډبر لیک کې ولیکل شي او د منار په لومړۍ طبقه، ګرد

اطاق کې وځړول شي؛ څو زموږ ځوان نسل ته خپل افتخارات څرګند وي او تاریخي حقایق په امانت دارۍ سره، تر سره شوي وي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)حاجي عبدالغفور ۷۵ د جان محمد خان د تره لمسی چې د نادر وروڼو لومړی د دوی په دوه چته حجره کې ځای پر ځای شول. اردلیان به د دوی پر آس سپرونه مخکې روان وو. آیا دا ټول ترتیبات بې له انګریزانو نه بل چا دوی ته نیول کېدای شو؟

 (۲) د نایب سالار سربلند خان، ۸۴ کلن زوی، حاجي عبدالرزاق ماته وویل چې عزیز خان، د   داود او نعیم خان پلار هم ورسره و چې بیا برلین کې سفیر مقرر شو.

(۳) د ځاځیو ۷۵ کلن ملک منګل ماته د ګردیز، د لوګر د زرغون ښار او سقوي دښتې د جنګونو په هکله وویل چې دلته ټول شیعه افغانان دي هغوی ټول سقویان شوي وو هم په هماغه وخت او هم نن په هره موضوع زموږ سره په مخالفت کې دي.

( ۴ ) د جنرال جان محمد خان ۷۰ کلن لمسي،  انجنیر عبدالغفور هم ماته وویل چې وزیرو به ډهلونه کړنګول او ویل به یې د چپې دروازې نه ورشئ، د لښکر دا یا هغه برخه، داسې او هغسې وکړئ چې مقصد سقویان به بې خوبه او په هیره کې وساتي.

(۵) نایب سالار سربلند خان او بریګټ محمد جان خان چې نادرخان سره د ټل په جنګ کې وو، ورته د غونډ مشرۍ رتبې ورکړ شوې وې. د سربلند خان ۸۴ کلن ځوی حاجې عبدالرزاق ماته وویل چې امان الله خان په یوه، دوه وزره طیاره کې زموږ د کور له پاسه یو اخبار را وغورځاوه او زما پلار ته یې لیکلي و چې د افغانستان د نجات لپاره د ځاځیو قوم را وباسه. خو دوې ورځې وروسته په هماغه الوتکه کې بل اخبار راولید چې ” زه افغان كشي نه كوم, په خپل ځای اوسئ.”

(۶) دا قصه ماته د حاکم صاحب ګل خان مشر ځوی انجینیر سلیمان صاحبیان د خپل پلار له خولې کړې ده.

سیستاني صیب «حبیب الله عیارې از خراسان یا دزدې از کلکان» مقالو کې وايې چې د نادرخان کهول د امان اله خان په دوره کې په ارګ کې اوسېدل. د سقاو زوی په راتګ سره د هغو ښځې او ماشومان، د شور بازار حضرت صیب کور ته یې پناه یوړه؛ خو کله چې سقاو ورپسې ورغی حضرت بې له کوم مقاومت یا برهان څخه دا ښځینه ډله سقاو ته ته وسپارلې.

3 COMMENTS

  1. د تاند همکارانو د ما کومنت د نبی مصداق په باره کښی اول نشر او وروسته ئي بیا لیری کړو ، عجب رفتار دی !!!

    • دکتور غروال سلام
      تاند په دې برخه کې که څه هم متحمل دی خو که دیو شمیر کسانو تبصرې ولولی باور وکړه ډاکتره چې له ادب ،کرامت ،انسایت او معاشرې هېڅ تړاو نه لری په تېره بیا د مستعار نومو کمونستانو چې اوس ټټو او ټټار وایی . زه هم ستا په څېر ددغه برخورد قربانی شوی یم.مصداق دې خپله املاء او انشاء سمه کړی.هغه څه چې زه مصدداق ته لرم تاند یی نه پرېږدی

  2. محترم شریف زاد سلام ، تاند غټه او د ملت ضد اشتباه کوی ، نبی مصداق د امریکا او انګلیس جاسوسیو دستګاو کارکوونکۍ دی او انګلیسی او امریکای متابعت لری ، همدی نبی د بی بی سی څخه د امریکا په امر په ۲۰۰۱ کال کښي د طالبانو لپاره تبلیغات کول او نن برعکس ، همدی نبی د دولسم ټولګی ازموینی کښي وردګی معلم او نورو ته رشوتونه ورکړل او دا کار ئي پخوا هم کاوه ، د امتحان په جریان کښی ددی پر ضد بغاوت شروع شو ، دده مشر ورور د رحمان بابا مدیر وو دده مدیریت دوره کښي ئی خپل کور ته او هم د خپل پلار کور ته پخی ډوډۍ وړل کیدی ، ددی پر ضد هم یو متعلم سر راپورته کړ چی با الاخیره هغه ئي د مکتب څخه خارج کړ ، دده مرحوم پلار پکتیا کښی د سرک جوړونی ټیکه داری نیولی وه او هغی کښی ئي ډیری غلاوی کړی وی!!!

    وروسته د انګلیستان څخه امریکا ته ولاړ او بیا د سی آی اي په هدایت سره کابل ته ولاړ او مستقیمآ په ارګ کښی سالاکار کړۍ شو ، د دوکتور اشرف غنی څخه ګیله نشته ځکه هغه هم د سی آی اي عضوه دی ، پخوا د کمونستانو وخت کښي د جنرال شاپور په تشویق سره اشرف غنی او دده تره قیوم کوچی د کمونستی ډنډوری وهلی او اوس امریکایان شوی دی!!! افغان ملت دداسی خائینو له لاسه د تباهی سره مخامخ دی او تاند مجبور دی چی ددوی چټلیو رابرسیره کیدو نوشتو کښی ممانعت وکړی او دا بیا د نه نشر کولو بهانی لپاره د تحقیر او تهمت په نام کوی!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب