شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهحمدالله محب د امریکا له شارژدافیر سره کتلي

حمدالله محب د امریکا له شارژدافیر سره کتلي

تاند (سه شنبه د جدي ۳۰) د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر، راس ویلسن سره کتلي دي.

له ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: “په دې کتنه کې دواړو لوریو د روانو ګډو اندیښنو په ګډون د سولې پروسې، امنیتي وضعیت، تاوتریخوالي او د امریکا او افغانستان پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې. “

دغه چارواکي په داسې حال کې د افغانستان په وروستي امنیتي وضیعت خبرې سره کوي، چې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په یو شمیر ولایتونو کې هدفي وژنو، چاودنو او د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ مخامخ نښتو زور اخیستی.

همدا نن په کابل او ارزګان کې دوه جلا چاودنو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، په بغلان او کندز کې بیا ۲۵ افغان سرتیري وژل شوي او دفاع وزارت بیا په ټول هېواد کې د شاوخوا سل طالب وسله والو د وژلو ادعا کوي.

د هېواد ملي امنیت شورا ویاند، رحمت الله اندړ څو ورځې وړاندې رسنیو ته په استول شوي ویډیوي پيغام کې ویلي وو، چې دا مهال د هېواد پر ۹۶ سلنه خاوره جګړه د افغان ځواکونو لخوا رهبري کیږي، په داسې حال کې، چې دلته د امریکایي ځواکونو شمیر هم تر ۲۵۰۰ تنو ته راټیټ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب