یکشنبه, مې 19, 2024
Home+هغه ډاکتر چې ځان نه مینځي

هغه ډاکتر چې ځان نه مینځي

تاند- ۳۷ کلن جیمز هیمبلین، چې د وقایوي طب متخصص او د امریکا د متحدو ایالتونو د ییل پوهنتون د عامه طب استاد دی، باور لري چې که څوک له ځان نه مینځلو سره عادت کړي ورته هیڅ ستونزه نه پېښېږي.

ده له ۲۰۱۵ م کال راهیسې ځان نه دی مینځلی یا یې حمام نه دی کړی خو لاسونه په صابون مینځي او غاښونه بورس کوي.

ډاکتر هیمبلین په ۲۰۱۶ م کال د امریکا په اتلانتیک مجلې کې په یوه لیکنه کې وکښل چې نور نه غواړي چې حمام وکړي.

ده د خپلې دې پرېکړې د دلیل په توګه لیکلي چې په حمام کولو د انسان د ټول عمر ۲ کاله ضایع کېږي او له بلې خوا یې د اوبو په تودولو او مصرفوفو ډېرې پیسې ضایع کېږي.

ده په ۲۰۲۰ م کال خپله تجربه په کتابي بڼه خپره کړه. په دې کتاب کې، چې «پاکوالی» نومېږي، ډاکترهیمبلین د پوستکي د روغتیا او ښکلا په اړه خپل نظر څرګند کړی دی.

دی سره له دې چې په صابون د لاس مینځلو او په کریم او بورس د غاښ مینځلو کلکه دفاع کوي، وايي چې که انسان په نه مینځلو ځان عادت کړي، پروا نه لری.

خو دی دا مني چې ډېر وخت ته اړتیا ده چې یو څوک ځان په نه مینځلو عادت کړي.

1 COMMENT

  1. ډاکټره خانه !
    څه موده مخکی په فیسبوک کی یوه ویډیو تر سترګو سوه کومه چی پکی د موالانا فضل الرحمن او سمیع الحق په ټاټوبی کی دوه درې کسان ( نر او ښځه) کوڅې ته لوڅه کونه را وتلی وه او شعار ئې دا ؤ چی مثلاً ( بدن زما او اختیار ئې هم زما) . ما په کومنټ کی ور ته ولیکل چی دا خو ښه شعار! او ښه کړنه ده خو همت وکړئ او راسئ زموږ د وطن په شمالی سیمو کی ( چی منفی لس درجې یخنی ده) هم دا خپله انسانی! مبارزه مخته بوځئ ، ولیدل سی چی د خپل بدن اختیار لرئ که نه؟
    نو ډاکټر ساب! دا یو کمیس او یوه نیکټائی او یو پتلون هم در ته کفایت کوی او اړتیا نسته چی خپل لباس هم په دوه کاله بدل کړی البته نن سبا ډېر امریکائیان په کرونا اخته دی او تا غوندی کسانو د بد بوی د احساس څخه هم بې برخی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب