جمعه, مې 17, 2024
Homeکالمونهسنګرد سوري شېرشاه واک او ځواک او پارس ته د همایون تېښته    

د سوري شېرشاه واک او ځواک او پارس ته د همایون تېښته    

درېیمه برخه 

 استاد شهسوار سنګروال 

د سوري شېرشاه په اړه په تاريخ مرصع کې راغلي دي چې: «په زمان د سلطان بهلول شېرشاه متولد شه او نامه د فريد موسوم شه.(1) 

د سوري ټبر په کورنۍ کې د فريد په نوم چې وروسته په شېرشاه ونومول شو د حسن خان په کاله کې په ۱۴۷۹ کال وزېږيد. د فرید زوکړه د هند په فېروز حصار نومي ځای کې شوې ده چې د نسب شجره يې داسې ده: 

فريد د حسن خان زوی د ابراهيم لمسی د رکن الدين کړوسی وه. رکن الدين د محمد زوی د شېرخېل لمسی او د اسمعيل کړوسی وه. محمود د يونس زوی د سور لمسی او هغه بيا د اسمعيل کړوسی کېده. اسمعيل د سياني زوی د ابراهيم او د بي بي متو لمسی او د شاه حسين غوري کړوسی کېده. 

«هغه مهال چې لودي بهلول د يوه فرمان په ترڅ کې له ټولو پښتنو ځوانانو څخه وغوښتل چې هند ته راشي او د ده په پوځ کې شامل شي. نوله همدې امله د شېرشاه نيکه ابراهيم چې حسن خان هم ورسره وه له روهه هند ته کډه شول او د فېروز په حصار کې واړول.»(2) 

په تاريخ هند کې چې په اردو ژبه مفتي محمد پالن پوري ليکلی دی د شېرشاه د زده کړې او پوهې په اړه راغلي دي: 

«سوري شېرشاه د ډېرو لږو شتو څښتن وه او په همدغو لږو شتو د هندوستان واکمن شو. چې پنځه کا له د هند پادشاه وه. ده په جونپور کې زده کړه وکړه د سکندر نامې، ګلستان، بوستان او نور کتابونه يې ولوستل. 

په فلسفه هم پوهېده، کافيه او شرح کافيه يې هم له قاضي شهاب الدين نه ولوسته. د واکمنو له تاريخ سره يې ډېره مينه درلوده او د پوهانو او عالمانو يې ډېر درناوی کاوه. 

تاريخپوهانو د سوري شېرشاه په اړه کښلي دي چې دی ډېر اوښيار او ډېر بيدار انسان وه. نوموړی لس کاله د بنګال حکمران وه او پنځه کاله د هندوستان پادشاه. په دغه موده کې چې د ابادۍ په کچه کوم ډېر مهم کار کړی دی چې اوس هم هند او پاکستان پرې وياړي هغه د «شېرشاه روډ» دی چې دغه د ده په مهال له هندوستان نه را واخله د سيند تر سينه پورې يو سړک جوړ کړ چې اوس هم د ده په نوم يادېږي.»(3) 

په همدغه تاريخ کې راغلي دي چې کله په ۱۵۳۰ کال همايون چې عمر يې دېرش ۳۰ کالو ته رسېده د بابر له مړينې وروسته پاچا شو. 

د بنګال حکمران سوري شېرشاه د ټولنيزو هڅو او پوځي ځواکونو د پياوړتيا په بنسټ همايون ته ماته ورکړه، پارس ته وتښتېد او د طهماسپ په دربار کې سياسي پناه واخېسته او د شېرشاه کورنۍ يعنې سوري ټبر په ۱۵۴۰ ز (۹۴۷هـ) کال واک ته ورسېد. 

همداراز د سوري شېرشاه په اړه د هند نورو تاريخپوهانو هم ډېر څه ليکلي دي .د ساري په توګه «هندوستان سياسي نظام کا تدريجي ارتقا» په کتاب کې راغلي دي چې: «شېرشاه يو مستعد انسان وه چې په هندوستان کې يو معياري نظام ټينګ کړ، اداري سيستم يې ورغاوه او د خپل لرليد له مخې د يوه سياسي نظام بنسټ کېښود. دغه لايق جنرال په ۵ کلنې واکمنۍ کې ډېر څه د هندوستان د ودې او پرمختګ لپاره سرته ورسول»(۴) 

سوري شېرشاه په داسې شرايطو کې سياسي ډګر ته راووت چې لا بابر په هند کې بشپړ واک په ټولو سيمو کې نه درلود. له يوې خوا د هند په دېرو سيمو کې پښتنو نوابانو واک چلوه او له بلې خوا واکمنې کورنۍ لوديانو هم د بيا واک لپاره هلې ځلې کولې، چې موږ د لودي ابراهيم ورور محمود لودي د بېلګې په توګه يادولی شو چې کوښښ يې کاوه د بابر واک پای ته ورسوي. 

پدغه مهال ډېرو پښتنو سردارانو د بابر پوځي خدمتونو نه لاس په سر شول .بايزيد او فتح خان سرواڼي د بابر خدمت پرېښود او د لودي محمود سره يو ځای شول او د يوه «کانفيدراسي» تشکيل او جوړښت له مخې ډګر ته را ووتل او ان له سوري شېرشاه نه يې وغوښتل چې د بابر په ضد له دوی سره ملګری شي. 

همدارنګه دوی يو پلاوی د بنګال پاچا نصرت شاه ته واستاوو، چې د بابر په وړاندې په ټينګه درېږي، نو ځکه افغانانو د «کانوا په جګړه کې يو شمېر سرداران دېته وهڅول چې د بابر په وړاندې ودرېږي او د (ميوار له راناسنګا) سره لاس يو کړي.»(۵) 

دغو پېښو په بابر ډېره اغېزه وکړه. ډېره مهمه يې دا وه چې بابر په هېڅ افغان باور نشو کولای ځکه ډېر شمېر ناراضه افغانانو د سوري شېرشاه ملا وتړله. هغه افغانان هم شېرشاه ته ورغلل چې د بهادر شاه په ملاتړ له ګورګا نيانو سره جنګېدل، ولې کله چې بهادرشاه ومړ دوی په ډېر شمېر له ګجرات نه بهار ته کډه وکړه او له شېرخان سره يوځای شول. تاتارخان لودي هغه مهال د مغلي واکمن همايون ملا ماته کړه چې دی پرې ښود او د ګجرات بهادر شاه ته لاړ او هغه هم د څلوېښتو زرو جنګياليو سره د همايون سره جګړې ته ولېږه او «بيانه» يې له مغلي واکمن څخه ونيوله. 

هغې پېښې په افغانانو ډېره بده اغېزه وکړه چې د تاتار خان پلار علاوالدين عالمخان د «مندو» د کوهاټ په جګړه کې ونيو او بيا يې له زنګنو ښکته غبرګې پښې ور پرې کړې او خوشی يې کړ. 

دا ټول هغه لاملونه وه چې له يوې خوا يې شېرخان ځواکمن کاوه او له بلې خوا مغلي واکمن کمزوری کاوه. 

شېرخان له يوې خوا پښتانه سرداران او مشران په ځان راټول او له بلې خوا يې له همايون سره هم څرګنده دښمني نه کوله. ده کوښښ کاوه خپلې اړيکې له همايون سره تر هغه مهاله وساتي چې تر هغې يې خپل واک او ځواک له مغلي واکمن سره د سيالی جوګه کړې نه وي. 

ولې همايون د شېرشاه ډېريدونکی ځواک ليده چې اخر به دی د ده د واکمنۍ لپاره يو لوی ګواښ شي نوځکه خو يې: 

«د چنار په کلا بريد وکړ شېرخان خپل زوی جلال خان او يو تن پښتون مشر حاجي خان پرېښوده او پخپله له کورنۍ سره «بهر کنډ غره» ته روان شو .په دغه وخت کې همايون ته خبر ورسېد چې سلطان بهادر غواړي ګجرات او ډيلي ونيسي.»(۶) 

همايون ډېر ژر د ګجرات په لور رهي شو او سلطان بهادر ته يې ماته ورکړه او بيا وروسته د اګرې په لور روان شو. ولې له ماتې وروسته قطب خان او عيسی خان د شېرخان د ليدلو له پاره بېرته راغلل ، خو د همايون وېره هره ورځ زياتېده، دا ځکه چې مغلی پوځ په څو ځايونو کې په پرلپسې توګه ماته و خوړه او پښتنو جنګياليو يو د بل پسې لکنهو، جونپور، مانګپور او قنوج ونيول. 

همايون غوښتل چې مقابلې ته ځان چمتو کړي، خبر ورته راغی چې ميرزا هندال په پلازمېنې اګرې بريد کړی دی، د شيخ محمد غوث ورور شيخ بهلول هم وژل شوی دی. ميرزا کامران له لاهوره او پخپله همايون د کور کلا نه د اګرې په لور رهي شول. يو د بل دې غبرګو پېښو سوري شېرشاه دومره پياوړی کړ چې بيا يې د افغانانو له پياوړو مشرانو اعظم همايون سرواڼي، عيسی خان حجاب، قطب خان نيب، هيبت خان نيازي، جلال خان نيازي، شجاعت خان سور، سرمست خان سړبني او له نورو ډېرو قومي مخورو سره وليدل او بيا يې ډاډ ورکړ چې اوس موږ يوازې (۷۰) زره سواره جنګيالي لرو. نو زموږ باتورولس کولی شي چې د مغل واکمن همايون واکمني ړنګه کړي. 

کله چې د سوري شېرشاه ځواکونه يو د بل پسې بري ته رسېدل نو شېرشاه به بيا د هغې نيول شوې سيمې واک داسې چا ته ورکوه چې د قومي باور څښتن وه. هغه مهال چې شېرشاه ډيلي ته ورسېد نو د يوه قوي تشکيل له مخې عيسی خان يې وغوښت او د حکومت په دنده يې وګماره، حاجي خان ته يې ميوات حکومت ورکړ. د سرهند واک يې خواص خان ته وسپاره او په خپله لاهور ته لاړ. «د سوري شېرشاه پياوړي پوځ په لږ موده کې نورې سيمې هم لاندې کړې لکه اجمير، فتح پور، د جيتوا کلا، وجودپور او نورې په سلګونې سيمې لاندې کړې چې په پای کې همايون تېښتې ته اړ شو. 

شېرشاه د واکمنۍ په لږه موده کې د هند ډېری سيمې ونيولې، خو که چېرې د کالنجر په ناوړه پېښه کې نه وی مړ، ښايي د پښتونخوا سيمې او افغانستان يي هم تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستې وې. 

سوري شېرشاه د کالنجر کلا په پېښه کې، د مې د مياشتې په ۲۳ نېټه په ۱۵۴۵ز کال مړ شو چې اوس يې هديره د بهار په ساسرام کې ده. 

په ساسرام کې د شېرشاه هديره د معمارۍ له ډېرو مهمو شهکارانو څخه ګڼل کېږي. «دلته شېرشاه له خپلو ځنې نږدې ملګرو سره په ابدي خوب ارام ويده دی. داسې ويل کېږي چې د دغې مقبرې کار پخپله شېرشاه شروع کړی وه چې وروسته بيا اسلام شاه سرته ورساوه»(۷) 

د سوري سليم شاه سلطنت 

جلا لخان (سوري سليم شاه) د هند په تاريخ کې د پام وړ ځای لري. دی پداسې مهال واک ته ورسېد چې د هندوستان په ټولو سيمو کې لا بشپړ مرکزي حکومت ټينګ نه وه. له يوې خوا يو شمېر سيمه ييز واکمن د سوريانو د حکومت لپاره ګواښ ګڼل کېده او له بلې خوا مغل واکمن همايون هم لا ارام ناست نه وه. کوښښ يې کاوه چې بيا له لاسه وتلی واک خپل کړي. 

له يادو شوو ستونزو سربېره يوه بله ستونزه لا دا وه چې شېرشاه خپل مشر زوی عادل خان خپل ځای ناستی په ګوته کړی وه .خو کله چې په ناڅاپي توګه د کالنجر په پېښه کې ومړ. په دغه وخت کې عادل خان له کالنجر «۲۰۰» دوسوه ميله لرې رنتمبور کې وه او جلال خان بيا «۵۰» پنځوس ميله لرې په «ريوا» کې. 

نو ځکه يو شمېر درباريانو په سر کې عساخان حجاب، جمال خان او نور پدې پرېکړه راضي وه چې بايد ډېر ژر يو څوک وټاکي چې د حکومت تشه را مينځته نشي «عيسی خان، سعيد خان لکپور، جمال خان او شيخ محمد لکپور او نورو درباريانو ځکه دی د پادشاهۍ وړ ګاڼه چې د پوهې او حوصلې له مخې نوموړی د عادل خان په پرتله غوره وه. او له بلې خوا دښمن غوښته چې له دغې تشې نه ګټه واخلي… نو ځکه جلال خان په پای کې دا ومنله او ځان يې د اسلام شاه په نوم پادشاه اعلان کړ.»(۸ 

په سر کې جلال خان د درباريانو دا پرېکړه ونه منله او وې ويل عادل خان زما مشر ورور دی او د پادشاهۍ حق د هغه دی. ولې د سردارانو د ډېر ټينګار له امله دې ته اړ شو چې د دوی پرېکړې ته غاړه کېږدي. هغه وه چې په کالنجر کې په تخت کېناست. 

تاريخ مرصع هم د دې پېښې يادونه کړې ده او پدې اړه يې کښلي دي: «موږ مشران ستا په سلطنت راضي يو… هغه وويل چې څوم مشر ورور شته ماته نه ښايي… عيسی خان عرض وکړ په امور د سلطنت سستي کول باعث د خرابي شه… پس له هغه په ورځ د پنجشنبه يوولسم د شهر ربيع الاول سن اته صوه دوه پنځوس وه چې په تخت يې د دولت جلوس وفرمايه.»(۹) 

که څه هم يو شمېر درباريانو جلال خان له عادل خان نه غوره ګاڼه ولې ټول درباريان په يوه خوله نه وه. ځنو بيا د ځاني اړیکو له مخې عادل خان ته ښه نسبت درلود: پخپله عيسی خان هم د شيرشاه له خولې داسې کښلي دي چې «ماته به يې دا خبره په ډېرې خواشينۍ کوله چې له بده مرغه زما يو زوی هم د تاج و تخت وړتيا نلري، ځکه چې مشر زوی يې عياش او تنبل دی او کشر يې (جلال خان) بې پروا، کينه ناک، ولې زړه ور دی.» سليم شاه خو په تخت کېناست ولې دا ورته په زړه کې ګرزېده چې ورور يې عادل خان په ارامه نه کېني هرومرو به د ده په وړاندې درېږي. که څه هم دوه تنه د شېرشاه د دربار ډېر مخور کسان چې له دې پېښې خبرشول، په ډېرې هيښتيا يې وويل چې اوس له سليم شاه سره دښمني د پښتنو د واک کمزوري ده. نو ځکه خو دوی دواړه يانې عيسی خان نيازی او خواص خان چې د چې د عادل خان پلوی هم وه د سليم شاه په لور وخوځېدل. 

پداسې حال کې چې سليم شاه د اګرې په لور را رهي وه په لاره کې دواړو مشرانو د هغه واکمنۍ ته غاړه کېښوده او پادشاه هم په ريښتينې توګه خپل ځان د هند پادشاه وګڼه. 

بيا هم سليم شاه په بشپړه توګه ډاډه نه وه نو پدې اړه يو ليک له کالنجر نه او بيا وروسته له اګرې نه خپل ورور عادل خان ته واستوه چې راشي لومړی د چارو واګې په خپل لاس کې واخلي او دويم دا چې د ده ژوند په بشپړه توګه خوندي دی. 

عادل خان د سلا او مشورې په ډول دغه ليکونه عيسی خان نيازي، خواص خان، قطب خان نايب او جلال خان جالو ته وښودل او دوی غوره وګڼله چې سليم شاه ته،  دعادل خان ښه نيت په ډاګه کړي. په پای کې د همدغو مشرانو په غوښتنه لومړی عادل خان رنتبور ته لاړ او بيا سيکرۍ ته راغی. اسلام شاه هم د ده د درناوي لپاره مخې ته ورغی او دواړو ورونوپه شينګاپور کې سره وليدل. 

د بېلابېلو تاريخپوهانو په اند اسلام شاه خپل ورور عادل خان ته ښه نيت نه درلود او د واکمنۍ په نېشه دومره مين وه، چې د ورورګلوۍ ټولې خواخوږۍ يې تر شا کړې او بيا يې خپلو ساتونکو ته داسې وويل: 

«چې له عادل خان سره يوازې دوه درې تنو نه زيات چا ته اجازه ورنکړي چې کلا ته ننوځي… ولې د عادل خان کسان په زوره له ده سره کلا ته ننوتل او د اسلام شاه پلان يې له ماتې سره مخ کړ. نوموړی چې پوه شو، نوبيا يې خپل مشر ورور په تخت کېناوه چې د خپلو کسانو لخوا يې له مينځه يوسي… ولې عادل خان سره د دې هم پاڅېد او جلال خان يې په تخت کېناوه…»(۱۰)    (نوربیا ) 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب