د پخواني شوروي اتحاد سقوط، په امریکا او اروپا کې د لیبرالو دیموکراسیو یو مهم بریالیتوب وګڼل شو او دا فکر چه لیبرالیزم (Liberalism) یوه تلپاتې ایدیولوژي ده ډیر قوت وموند. لیبرالانو فکر کاوه چه نشنلیزم (Nationalism) نور یوه پوچ شوې او مصرف شوې ایدیولوژي ده او کله به هم په یو ګواښ بدله نه شي. په تیرو ۲۵ کلونو کې چه د لیبرالیزم طلایي کلونه وه د آزاد بازار، جهاني کیدو او د ملي سرحداتو له منځه وړل او نور د لیبرال سیاستونو مهمې برخې وې. خو د دې سیاستونو په وړاندې په امریکا او اروپا کې د نشنلزم پلویانو مخالفت هم دوام درلود. کله چه دونالډ ټرمپ په امریکا کې جمهور ریس وټاکل شو، د دوو «ایزمونو» تر منځ جدال او مبارزه نور هم شدت و موند. ډونالډ ټرمپ چه ځان ته د نشنلست خطاب کوي ټولو هغو لیبرالو سیاستونو ته چه بارک اوباما او تر هغه مخکې واکمنانو پلي کړې وه د پای ټکی کښیښود.
په دې مقاله کې د نشنلست څخه مراد هغه کسان دي چه خپل اولس، ملي سرحداتو او ملی هویت ته ژمن دي او د نشنلیزم تورو اړخونو ته پاملرنه نه ده شوې. د دې دوو ایدیولوژیو تر منځ د توپیر او اختلاف د روښانه کولو د پاره د امریکا د شیکاګو پوهنتون د سیاسی علومو د پروفیسر جان جې میرس هایمر (Professor John J. Mearsheimer) یوې څیړنیزې مقالې څخه چه د امریکا د سیاسي علومو د ټولنې لخوا خپره شوې استفاده شوې ده.
مهمند
د یوویشتمې پېړۍ له پیل راهیسې په اروپا او امریکا کې د هغو خلکو په شمېر کې چه د امریکا د متحده ایالتونو او د اروپایي اتحادیې د غړو هېوادونو پر موسساتو او حاکمو طبقو باندې یې خپل اعتماد او باور له لاسه وړکړی دی د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دغه ناراضه ښۍ اړخه ډلې چه ځانونه د اولس حقیقي استازي بولي په اروپایي هېوادونو کې خپل سیاسي ګوندونه تاسیس کړي چه په عامه توګه د پاپولیستي (Populist) ګوندونو په نامه يادېږي. (پاپولست هغه چا یا سیاستوال ته ویل کېږي چه هڅه کوي د عامو خلکو ترمنځ داسې ذهنیت خپور کړي چه ګواکې حاکمې ډلې د دوی ستونزو او اندېښنو ته پاملرنه نه لري او باید له واکه لیرې کړل شي).
د دوی مبارزه د حاکمې طبقې یا استبلشمنت پر ضد ده، چه دوی یې د اولس څخه جلا یا د اولس د ګټو ضد بولي. کله چه د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتوکې دونالد ټرمپ د امریکا جمهور ریس و ټاکل شو، نه یواځې په امریکا بلکه په اروپایي هېوادونو لکه جرمني، فرانسه، اطریش، ایتالیا، هنګري او نورو کې پاپولستي یا نشنلستي ډلې نورې هم پیاوړې شوې او د دې هېوادونو لیبرال ملی دولتونه یې د تهدید سره مخامخ کړل.
ښاغلي ټرمپ د ۲۰۱۷ م کال د جنورۍ میاشتې په وینا کې چه د جمهوري ریاست د لوړې په مراسمو کې یې وکړه وویل:
«د نن مراسم یوه ډېره خاصه معنی لري، ځکه نن موږ یواځې واک له یوې ادارې بلې ادارې ته، یا له یوه ګوند څخه بل ګوند ته نه انتقالوو، بلکه موږ واک له واشنګټن ډي سي څخه بېرته تاسو یعنې اولس ته انتقالوو.»
دې پوښتنې ته چه د دغو پاپولیستي یا نشنلستي ډلو تمایز یا اختلاف د حاکمې طبقې سره ولې په ډېرو هېوادونو کې پراخ انعکاس موندلی او زیات افراطي نشنلسټان يې جلب کړي دي، د لانکستر او ویانا د پوهنتونونو استاده روت ووداک (Ruth Wodak) لیکي:
«د دې ډلو د غصې او قهر علت هغه سیاستونه دي چه دوی یې له پایلو څخه بېره لري. همدا شان دا د هغو نارضایتیو او مایوسۍ په وړاندې یو عکس العمل دی چه د دوی په فکر دولتونو د سرمایه دارو ټولنو په جهاني شویو سیاستونو کې ورځ تر بلې د مساوات اصل له پامه غورځولی دی.»
د اعتماد او باور دغه بحران په یقیني توګه د هغو لویو جهاني او اروپایي بحرانونو په نتیجه کې نور مهم شدت وموند، چه تر ۲۰۰۸ م کال وروسته منځ ته راغلل لکه اقتصادي بحران، د «ایرو-Euro» د حوزې بحران، د پناه غوښتونکو بحران او د زیاتو ترورستي حملو بېره چه د اروپایي اتحادیې په غړو هېوادونو او د دې اتحادیې په موسساتو کې یې د سیاسي سیستمونو ستونزې رابرسېره کړې او د خلکو د نارضایتۍ او بې باورۍ سبب شول .
پروفیسره ووداک لیکي:
«پر سیاست بې باوره کېدل نسبت دې ته چه خلک پر یوه خاص ګوند یا شخص بې باوره شي یو ډېر جدی ګواښ او تهدید دی. پر سیاسي نظام بې باوره کېدل دې ته لاره هواروي چه ښي اړخه پاپولستي ډلې او افراطي ښي اړخه سیاسي ګوندونه صحنې ته داخل شي. دوی ځانونه د اولس د نجات ملکې او د اولس د اعتماد او باور وړ بولي او ځان ته داسې یو تصویر جوړوي چه ګواکې د اولس حقیقي استازي دوی دي او ټول نور ګوندونه او سیاسي کړۍ ناکامه اوبې کاره ډلې ټپلې دي.»
پاپولستي یا افراطي نشنلسټان تل هڅه کوي چه په ټولنه کې د ناخوالو د ګناه بار پر اقلیتونو او د ټولنې پر کمزورو ډلو لکه پر یهودانو، مسلمانانو، مهاجرو او یا روما ګانو یعنې جتانو او کله هم پر سرمایه دارانو، سوسیالستانو، مخکښو ښځو، حاکمو ګوندونو او مطبوعاتو او رسنیو اچوي. دوی دا اقلیتونه د نژاد، دین او ژبې پر اساس بهرنیان او بېګانه بولي.
درې لسیزې وړاندې کله چې د سړې جګړې دوران پای ته ورسېد نو په امریکا کې عمومي نظر داو چه لیبرالیزم د متحده ایالاتو ایدیولوژي ده او دا به تلپاتې وي. هغه وخت نشنلیزم ته د یوې پوچ شوي او مصرف شوي ځواک په سترګه کتل کېدل. په ۱۹۸۹ م کال کې فرانسیس ُفوکو یاما خپلې مشهورې مقالې ته «د تاریخ پای» سرلیک ورکړ. خو دا وړاندوینه نه یواځې په متحده ایالتونو بلکه په نورو لیبرال دیموکراسیو کې هم ناسمه راووته. نن په لویدیځ کې لیبرالیزم له ستونزو سره مخامخ او نشنلزم بیا د پرمختګ په حال کې دی.
د شیکاګو په پوهنتون کې د سیاسی علومو استاد پروفیسر جان میرس هایمر لیکي:
«د لیبرالیزم او نشنلزم په جدال او مقابله کې نشنلیزم تقریباً هر وار بریالی کېږي، ځکه په معاصره نړۍ کې تر ټولو پیاوړې سیاسي ایدیولوژي ده.»
د امریکا د جمهوري ریاست د۲۰۱۶ م کال په انتخاباتو کې د ښاغلي ټرمپ بریالیتوب او په همغه کال په برتانیا کې له اروپایي اتحادیې څخه د دې هېواد د وتلو رفراندوم (بریکزیت) په حقيقت کې د لیبرالیزم او نشنلزم د موجود جدال نتیجه وه چه په دواړو هېوادونو کې له دوه زرم میلادي کال راهیسې روانه وه او د ۲۰۱۶ کال راهیسې دا جدال نور هم شدت وموند.
پروفیسرمیرس هایمرد نشنلزم او لیبرالیزم د توپیر، منځپانګې او د دې دوو ایزمونو د یو پر بل د متقابلو تاثیراتو په اړه لیکي.
لیبرالیزم- (Liberalism):
«لیبرالیزم فردیت ته لومړیتوب ورکوي، په دې معنی چه انسانان ټول آزاد دي چه په رضاکارانه توګه د یو اجتماعي قرارداد پر اساس یو ځای شوي دي. همدا شان لیبرالیزم داسې انګېري چه انسانان که له یوې خوا د فکر او قوي استدلال خاوندان دي خو له بلې خوا په خپل منځ کې د لومړنیو اصولو پر سراختلاف پیدا کوي او کله بیا همدغه اختلافات دومره حاد شي چه خلک هغه کسان چه ورسره مخالف دي له منځه وړي او وژني یې. لهذا نو داسې سیاسي نظام باید منځ ته راشي چه هم نظم وساتي او هم فردي اختلافاتو او د خلکو عقایدوته درناوی ولري او د اختلافاتود زیاتېدو، چه کله کله په بالقوه توګه ټولنه له لویو خطرونو سره مخامخ کوي، مخنیوی وکړي.»
پوفیسر میرس هایمر وړاندې د دې ستونزو د حل لپاره په لیبرال نظام کې د سیاست درې برخو ته اشاره کوي چه لومړۍ برخه یې د انسانانو انکار نه کېدونکي طبعي حقوق دي. په دې معنی چه ټول انسانان د زېږېدولو له ورځې له یو لړ حقوقو څخه برخمن دي چه د هغو پر اساس حق لري خپل ژوند د هغو اصولو پر بنیاد چه باور پرې لري پر مخ بوځي.
دوهمه برخه د زغم یا تحمل اصل دی. په دې معنی چه فرد حق لري ځان ته داسې ژوند غوره کړي چه غواړي يې او هم د هغو کسانو ژوند ته درناوی وکړي چه دی ورسره په سیاسي او اجتماعي مهمو مسلو کې د نظر اختلاف لري. یعنې «هم ته ژوند وکړه او هم نور ژوند کولو ته پرېږده.»
د لیبرال سیاست دریم اصل د داسې یو پیاوړي دولت منځ ته راوړل دي چه وشي کولای د ټولنې غړي یو له بله خوندي وساتي او د دوی حقوق تضمین کړي، اما دا دولت باید دومره قدرت هم و نه لري چه د وګړو پر یادو حقوقو تېری وکولای شي اویا هغه تر پښو لاندې کړي.
د لیبرالیزم برعکس د نشنلیزم د مفکورې پر اساس انسانان اساساً اجتماعي موجودات دي، که څه هم کولای شي د خپل فردي ژوند لپاره خپل ځانګړی ځای ولري. انسانان په اجتماعاتو کې زېږي او په همدې ټولنیزو ډلو کې کار او فعالیت کوي چه همدا ټولنې د دوی هویت جوړوي او همدې ټولنو ته وفاداره پاته کېږي. د اجتماعي ډلې عالیترینه مرحله په معاصره نړۍ کې ملت یا نیشن (Nation) دی.
نشنلیزم (Nationalism):
اکثره انسانان له خپل ملت سره ژورې اړیکې لري خو دا په دې معنی نه ده چه له نورو اجتماعي ډلو لکه کورنۍ سره د ژورو اړیکو له ساتلو څخه بې برخې شي.
له لیبرالیزم سره د نشنلیزم د اړیکود پوهېدلو د پاره د نشنلیزم دغه څلور ځانګړي خصوصیات ډېر مهم دي.
لومړی په یو ملت کې د هغه ټول غړي د یووالي احساس لري، یعنې د ملت تقریباً ټول غړي دا پیاوړی احساس لري چه د یوې لویې ټولنې غړي دي. باید یادونه وشي چه د یو ملت د غړو ترمنځ ښایي په اقتصادي او اجتماعي لحاظ لوی توپیرونه موجود وي. همدا شان ښایي د حاکمې طبقې او د عامو خلکو ترمنځ لوی توپیرونه موجود وي، خو اساسي مسله دا ده چه د خلکو ترمنځ یوه مشترکه او پیاوړې اړیکه موجوده ده.
هر ملت خپل ځانګړی کلچر یا فرهنګ لري، یعنې داسې ګډ عقاید، سلوک او کردار لري چه د ټولو وګړو ترمنځ مشترک وي او همدا اولس له نورو اولسونو څخه جلا کوي. د همدې مشترکاتو له کبله ده چه یو اولس ته تر نورو اولسونو د لوړتیا احساس ورکوي.
د عراق او سعودي عربستان اولسونه په عربي ژبې خبرې کوي. د هسپانیې او ایتالیا د اولسونو لوی اکثریت کاتولیک مسیحیان دي. خو د دوی کلچر او فرهنګونه یو له بله توپیر لري.
د نشنلیزم بل خصوصیت د خاورې یا منطقې د تقدس فکر دی. ملتونه له خپلې خاورې یا جغرافیې سره نه جلاکېدونکې خاصه او ژوره اړیکه لري او خپله سیمه یا جغرافیه خپل وطن بولي. دغه سیمه یا وطن د ملت د هویت یوه نه جلاکیدونکې برخه ده. د خاورې یا جغرافیې میراثي ارزښت، د خاورې د سرحداتو ساتنه چه اولس د هغه په دننه کې ژوند کوي او د پولو ټاکل او په نخښه کول د یو اولس لپاره ډېر زیات اهمیت لري. همدا سرحدات مرسته کوي چه ملي دولت د بهرني اشغال، نامطلوبو مهاجرتونو او د بهرني ناوړه نفوذ او مداخلو په وړاندې وساتل شي.
او وروستی خصوصیت د ملي حاکمیت مسئله ده چه ډېره مهمه ګڼل کېږي. ملتونه هڅه کوي پر خپل سیاسي برخلیک یا سرنوشت بشپړ کنټرول ولري او خپل مقدرات په خپله وټاکي. په دې معنې چه ملتونه تل څارنه کوي چه سیاسي قدرت د خپل ملي دولت په چوکاټ کې او هم د نورو ملي دولتونو په وړاندې تنظیم شي.
په نړیواله سویه حاکمیت په دې معنی ده چه یو ملي دولت غواړي او هڅه کوي چه په خپلو کورنیو چارو او بهرني سیاست کې د بهرنیو هېوادونو له لاسوهنو او مداخلو څخه په امان وي او مخنیوی یې وکړي.
د پروفیسر میرس هایمر په باور، لیبرالیزم او نشنلیزم په څرګنده توګه دوې متفاوته او متمایزه ایدیولوژيګانې دي. لیبرالیزم پر خپل اصلي منځپانګه چه فردیت دی تاکید کوي او د خپل ماهیت له مخې د ټولنې د افرادو پر لایتجزا او نه سلب کېدونکو حقوقو ټینګار کوي او په دې توګه یوه جهان شموله ایډیولوژي ده. برعکس نشنلزم نسبت فرد ته ټولنې ته اهمیت ورکوي او په ټوله کي یوه خاصه او ځانګړې ایډیولوژي ده. دا دوه ایزمونه په ځینو برخو کې یو له بله همږغي او سازګاري لري. خو په لیبرالیزم کې د هغه د کثرت ګرایي یا پلورالستي اړخ، په اولس کې د ملي هویت او ملي پوستون احساس ضعیفه کوي.
د لیبرالانو دا ټینګار چه ټول انسانان د بشري ټولنې غړي دي او د ګډو اقتصادي ګټو په خاطر د یو جهاني قدرت له رامنځ ته کېدو څخه ملاتړ(د مثال په توګه د اروپایي ټولنې رامنځ ته کېدل) او وګړو ته یې د جهاني وګړي هویت ورکول د نشنلیزم له ایدیولوژۍ سره په تضاد کې دی.
په ټولنه کې د ملي پیوستون ضعیفه کېدل ډېر مهم دی ځکه نشنلیزم د سریښ په شان د ټولنې ټولې برخې یو له بل سره موښلوي. نشنلیزم پر یووالي او اولس ته پر وفادارۍ د ټینګار له لارې په ټولنه کې حتی هغه کسان چه په ځینو مسئلو کې یو له بله ژور اختلاف لري، اتحاد ته رابولي او یو ځای کوي یې.
د پروفیسر میرس هایمر په باور نشنلیزم د درې دلایلو له مخې تر لیبرالیزم پیاوړی دی؛
لمړی- نشنلیزم د انسان له طبیعت سره موافق او همږغی دی. انسانان له لومړي سره اجتماعي موجودات دي. موږ ټول په اجتماعي ډلو کې زېږو، لویېږو او ټولنه مو ساتنه کوي. په ټولنه کې مشترک کلچر له دې سره مرسته کوي چه خلک له یو بل سره په آسانۍ او موثره توګه راکړه ورکړه او همکاري وکړي.
دوهم- لیبرالیزم په یواځې سر نه شي کولای په یو دولت کې د خلکو ترمنځ رامنځ ته شوې ستونزې او اختلافات چه د دولت دایمي وظیفه ده حل کړي او د اولس یووالی تامین کړي. د داسې ستونزو لپاره د لیبرال دولت د حل لاره د زغم تشویقول او د داسې دولت منځ ته راوړل دي چه وشي کولای نظم تامین او د وګړو د حقوقو ساتنه وکړي.
دا چلند البته چه ګتور دی، خو کافي نه دی چه وشي کولای په ټولنه کې د افرادو تر منځ ولاړو شویو ستونزو او اختلافاتو ته د پای ټکۍ کښېږدي. په لنډ ډول، لیبرالیزم نشنلیزم ته اړتیا لري خو نشنلیزم لیبرالیزم ته اړتیا نه لری.
دریم- نشنلیزم، د لیبرالیزم برعکس، د اولس مهمو احساساتي نیازونو اوغوښتنو ته ځواب وایي. نشنلیزم خلکو ته داسې پیاوړی احساس ورکوي چه دوی د یوې خاصې او ځانکړې ټولنې غړي دي چه تاریځ يې د مهمو عنعناتو او رواجونو، د سرلوړو شخصیتونود درلودلو او لویو لاسته راوړنو او پېښو ډک دی. په دې توګه نشنلیزم د دین په شان تېره زمانه له حال او راتلونکې سره موښلوي او خلکو ته د یوه لرغوني او بډای فرهنګ د درلودلو احساس ورکوي.
د نشنلیزم د منطق له مخې هغه څه چه د ټول اولس په ګټه وي د ټولنې د هر فرد په ګټه هم وي، خو فردیت په اولس کې د یووالي حس چه د نشنلستي ایدیولوژۍ منځپانګه جوړوي له منځه وړي. ځکه فرد د یو ځان غوښتونکي موجود په توګه یواځې د خپلو ګټو او امیتازاتو په فکر کې وي.
له بلې خوا د جهاني کېدو(یونيورسلیزم-Universalism) مفکوره چه د لیبرالیزم غایه ده د نشنلیزم له مفکورې سره په تضاد کې ده.
د دې مفکورې پر اساس د ټولې نړۍ انسانان مساوي حقوق لري او باید مساویانه چلند ورسره وشي. خو نشنلسټان د دې مفکورې ضد دي ځکه د دوی په فکر فرد د یوې خاصې ټولنې غړی دی، چه ځان ته لرغونی تاریخ او بډای فرهنګ لري.
په هر حال لیبرالیزم او نشنلیزم کولای شي په ټولنه کې یو د بل تر څنګ ژوند وکړي، خو که لیبرالیزم تر حد زیات قوت ومومي نو دا یقیني ده چه له نشنلستي مقاومت سره مخامخ کېږي، چه دا به په لنډ مهال کې لیبرالیزم له جدي ستونزو سره مخامخ کړي. خو په عین زمان کې د دې دوو ایدیولوژيو د یو پربل له متقابلو اغیرو څخه هم انکار نه شي کېدلای. په دې معنی چه د لیبرالې ایدیولوژۍ پیروانان د نشنلستي احساساتو تر اغېز لاندې وي او برعکس یې هم همداسې دی.
د مثال په توګه د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې میدلاین آلبرایت چه لیبرالیزم ته یوه ډېره متعهده مېرمن وه، په ۱۹۹۸م کال کې دې پوښتنې ته په ځواب کې چه ولې متحده ایالات د عراق پرضد له پوځي زور څخه کار اخلي وویل :
«که موږ د زوره کار اخلو په دې خاطر دی چه موږ امریکا یو او یو اجتناب ناپذیره ولس یو. موږ سیده ولاړ یو او تر نورو هېوادونو وړاندې راتلونکي ته ګورو او هغه خطرونه وینو چه موږ ټول له ګواښه سره مخامخ کوي.»
په دې خبرو کې دا د امریکا اولس ته اشاره کوي چه د نشنلیزم ایډیولوژۍ اساسي فکراو مهمه هسته ده. همدا شان په اروپایي اتحادیه کې چه تر ټولو لویه لیبراله موسسه ده د نشنلیزم اغېز وجود لري. که تاسو د دې اتحادیې د غړو هېوادونو له اوسېدونکو څخه د دوی د هویت په اړه پوښتنه وکړئ، یواځې پنځه په سلو کې خپل هویت اروپایي معرفي کوي. پاتې ۹۵ په سلو کې ځان د هغه هېواد ملیت بولي چه دوی یې غړي دي. یعنې جرمنی ځان جرمن او فرانسوی ځان فرانسوي درپېژني نه اروپایي.
په همدې توګه نشنلسټان هم د لیبرال فکر تر اغېز لاندې خپل دریځ بدلوي. ښه مثال یې د امریکا پخوانی ولسمشر رونالډ رېګن او د برتانیې پخوانۍ صدراعظمه مارګرت تیچر ده چه دواړه نشنلسټان وه او له سړې جګړې نه وروسته دوره کې یې یو لړ لیبرالو سیاستونو ته مخه کړه. د دواړو اقتصادي سیاست چه د نوي لیبرال سیاست په نامه یادېږي د فردیت د تقویې اود آزاد او غیرمحدود بازار څخه د ملاتړ پر مفکورو را څرخېده اود پیاوړي دولت د رول د ضعیفه کېدوغوښتنه یې کوله. رېګن ویل دولت د ستونزو د حل وسیله نه ده. دولت په خپله ستونزه ده. موږ باید بازارونو ته لاره ومومو.
مېرمن تیچر هم په ۱۹۸۷م کال کې په یوه مرکه تر ټولنې د فرد پر رول ټینګار وکړ. دې زیاته کړه:
«ډېر خلک کله چه له ستونزې سره مخامخ شي، فکر کوي چه دا د حکومت وظیفه ده چه د دوی ستونزې حل کړي. دوی د خپلو ستونزو ګناه پر ټولنې اچوي، خو تاسو پوهېږئ چه د ټولنې په نامه کوم شی نه شته بلکه یواځې نارینه، ښځې او د دوی کورنۍ وجود لري او همدا خلک دي چه په لومړي ګام کې باید په خپله خپلې ستونزې حل کړي.»
پر فردیت یا انډیویډولیزم (Individualism) ټینګار چه د لیبرالې ایډیولوژۍ مرکزي فکر دی افراد دې ته تشویقوي چه خپلې ګټې زیاتې کړي او د بل چا د رفاه او سوکالۍ په فکر کې دې نه وي. دا فکر چه د فرد دا ډول د خودخواهۍ ډک چلند په حقیقت کې د ټولې ټولنې په ګټه ده د فرد د ځان غوښتنې احساس برحق بولي. خو دا ډول تفکر او عمل له دې فکر سره چه افراد د یوې لویې ټولنې غړي دي او یو له بله پیاوړي اجتماعي اړیکې لري په تضاد کې دی او دا ډول افراطي فردیت غوښتنه د ملي پیوستون او د یووالي احساس ته چه نشنلیزم یې پلوي کوي د زهرو په معنی ده.
د لیبرالیزم د مفکورې یو بله څرګنده نخښه یونیورسلیزم یا جهاني کېدل دي. دا فکر د مهاجرت، پناه غوښتونکو او سرحداتو په اړه د حاکمې طبقې چلند روښانه کوي. د لیبرالانو په باور انسانان ټول د یوې جهاني ټولنې غړي دي. همدا فکر باعث شوی دی چه امریکا ته د مهاجرت د مخنیوي د پاره حدود نه دي ټاکل شوي.
د مهاجرینو او پناه غوښتونکو په وړاندې د یوه پیاوړي دولت موجودیت او د خاورې د ساتنې لپاره د ټینګو سرحداتو درلودل د لیبرالانو د قدرت په وخت کې د امریکایي نشنلسټانو تر سخت انتقاد لاندې وه. د لیبرالانو د دې فکر یو ښه مثال په لیبراله اروپایي اتحادیه کې د شینګن موافقې له مخې د غړو هېوادونو تر منځ د سرحداتو له منځه وړل وو. هغه وخت د اروپايي کمیسیون ریس وویل «د سرحدونو ټاکل تر ټولو خرابه اختراع ده.» دا چلند په مستقیمه توګه د نشنلسټانو د ملي هویت فکر ته یو ګواښ ګڼل کېږي.
لیبرالانو د نشنلیزم د تضعیفولو په چارو کې د خپل نوي اقتصادي نظم په چوکات کې مرسته وکړه چه یوه پیاوړې فراملي یا ترانس نشنل حاکمه طبقه منځ ته راوړي، چه غړي یې د هېواد تر اصلي اوسېدونکو یو له بله ډېر مشترکات لري او په حقیقت کې د ډېرو اصلي اوسېدونکو اقتصادي ګټو ته زیان رسوي، چه دغه ترکیب په حقیقت کې د نشنلیزم پر زړه د خنجر ګوزار دی . په دې ډول جهاني شوي چلند کې له ټولې نړۍ څخه خاصې روزل شوې ډلې په بېلابېلو برخو لکه تجارت، علمي تحقیقات، مطبوعاتو او سیاست کې یو له بله همکاري کوي.
دغه ډلې خپل ملي هویت ساتي خو په عین وخت کې یو جهاني یا ماورای ملي هویت هم خپلوي. دوی ټول په انګرېزي ژبه خبرې کوي، یو زیات شمېر یې له عین مکتب څخه فارغ شوي دي، عین ورځپاڼې لولي او نوي لیبرال سیاستونو ته متعهده دي. خو دغه نوی هویت غرب کې د دغه ډلو او عادي اوسېدونکو ترمنځ لویه فاصله رامنځته کړه او طبیعي ده چه ملت یې کمزوری کړ.
د برتانیې پخوانۍ صدراعظمې مارګرت تیچر د نوي جهاني هویت درلودونکو ته په اشاره وویل:
«که تاسو په رشتیا په دې باور یاست چه تاسې د نړۍ تبعه یاست نو باید ووایم چه تاسې د هیڅ ځای تابعیت هم نه لرئ. تاسو اصلاً نه پوهېږئ چه تابیعت څه معنی.»
د سړې جګړې تر پای وروسته په لومړنیو ۲۵ کلونو کې بې سرحده لیبرالیزم د امریکا د سیاستونو یوه ډېره مهمه برخه وه، خو لیبرالانو او د دوی خاصو ډلو فکر نه کاوه چه نشنلیزم به نور په امریکا او نورو لیبرالو دیموکراسیو کې د دوی لپاره ګواښ وي، که څه هم تر ۲۰۱۵ میلادي کال وروسته په اروپا کې د نشنلستي ګوندونو قوت مځ په زیاتېدو و. په ۲۰۱۶ م کال کې وضعیت بدل شو.
د نشنلیزم نوی ظهور:
دوو پېښو د لیبرالانو قدرت له ګواښ سره مخامخ کړ. په برتانیا کې له اروپایي تولنې څخه د وتلو یا بریکزیت بریالی رفراندم او د امریکا په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ بریالیتوب.
د دې پېښو اهمیت په دې کې دی چه دا لویې پېښې په دوو پیاوړو او لیبرال دیموکراسیو کې رامنځ ته شوې. دا حالت په دواړو هېوادونو کې د نشنلیزم د بیا پیاوړي کېدو نتیجه وه. په بل عبارت دا د لیبرالیزم او نشنلیزم د هغه جدال نتیجه وه چه لږ تر لږه د ۲۰۰۰ م کال راپدې خوا په دغو هېوادونو کې په غیرمحسوسه توګه دوام درلود. په دې معنی چه نشنلیزم د لیبرالانو د اقتدار په طلایي کلونو کې له منځه نه و تللی، که څه هم د دوو ایزمونو تر منځ انډول د لیبرالیزم په ګټه و.
د نشنلیزم څرګندې نښې د پخوانۍ چکسلواکیا، شوروي اتحاد او یوګوسلاویا په وېشلو کې ولیدل شوې چه په دې هېوادونو کې ملي ډلو هر یو د خپل ملي دولت جوړولو لپاره هلې ځلې وکړې. همدا شان په هسپانیا کې د کاتلونیا نهضت یا په برتانیا کې سکاټلنډیان چه غواړي خپل ملي دولتونه ولري.
که څه هم نشنلیزم د لیبرالانو د اقتتدار په کلونو کې له منځه نه ولاړ خو نشنلسټان تر سخت فشار لاندې راغلل. د دوو ایزمونو په مقابله کې د امریکا نشنلسټان بیا بریالي شول. د امریکا په انتخاباتو کې د دونالډ ټرمپ د بریالي کېدو دپاره بېلابېل دلایل شته ، خو مهم علت دا و چه دی په انتخاباتو کې د یو نشنلست په توګه د هغو دیموکراتانو او جمهوري پلویو په وړاندې ودرېد چه د غیرمحدود لیبرالیزم پلویان وه.
ډونالډ ټرمپ او د نشنلیرم انتقام:
په انتخاباتو کې د دونالډ ټرمپ بری په څرګنده توګه د لامحدوده لیبرالیزم پر ضد د نشنلسټانو سخت غبرګون و او لیبرالان یې پر شا وتنبول. د ۲۰۱۷ م کال په فبرورۍ میاشت کې دونالډ ټرمپ ځان ته د یوه بشپړ نشنلست خطاب وکړ. یو کال وروسته یې خبریالانو ته وویل:
«زه یو مطلق نشنلست یم او پر دې ویاړم.» ټرمپ په خپله وینا کې چه د خپلې لوړې په مراسمو کې يې وکړه، ټینګار وکړ چه متحده ایالات یو واحد ملت دی.
ده زیاته کړه:
«د ډېرې مودې لپاره یوې کوچنۍ ډلې د دولت واک او امتیاز په انحصار کې درلود او اولس یې تاوان ورکاوه. دې حاکمې ډلې یا ایستبلشمنت هر څه د ځان د ساتنې لپاره کول او د اولس په غم کې نه و. دا وضعیت به پس له دې تغییر ومومي.»
ټرمپ همدا شان په خپلو ویناوو کې د حاکمیت د اهمیت په باره کې څرګندونې وکړې چه دا د نشنلیزم د ایډیولوژۍ یوبل مهم اساس دی. ده په ملګرو ملتونو کې په خپله وینا کې د ملي حاکمیت د اصل د اهمیت په اړه وویل:
«د پیاوړو، ملي حاکمیت درلودونکو او خپلواکو اولسونو په غیر، بل بدیل نه شته.»
ده له لومړي سره تاکید کاوه چه د ده لپاره د امریکا ګټې لومړیتوب لري. هغه د امریکا د پخواني مشرانو په شان هیڅکله هم د نړیوالې ټولنې د اهمیت او فضیلت ستاینه ونه کړه.
ښاغلي ټرمپ د ۲۰۱۹ م کال په سپتمبر میاشت کې په خپله وینا کې چه په ملګرو ملتونو کې یې وکړه وویل:
«دا ډېره ښه ده چه په نړۍ کې بېلابېل خپلواک دولتونه شته، چه هر یو یې لکه زما د ګران هېواد په شان خپل ویاړلی تاریخ ، فرهنګ او میراثونه لري او د هغو تجلیل او ساتنه کوي. آزاده نړۍ باید د دې ملي بنسټونو ملاتړ او ساتنه وکړي او هیڅکله هڅه ونه کړي چه دا بنسټونه له منځه یوسي او یا یې پر ځای نوي بنسټونه منځ ته راوړي. هوښیار مشران تل د خپل هېواد او اولس په فکر کې وي. راتلونکی به د جهاني غوښتونکو په لاس کې نه وي بلکه د وطنپرستو خلکو په لاس کې به وي.»
د امریکا د ولسمشرۍ د ۲۰۲۰م کال په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندید جو بایډن بریا د لیبرالیزم او نشنلیزم تر منځ موجود جدال په یو سیاسي لوی بحران بدل کړ.
ښاغلی ټرمپ او د ده پلویان بې له دې چه کره اسناد او شواهد وړاندې کړي، ادعا کوي چه په انتخاباتو کې درغلي شوې ده اود انتخاباتو نتیجه نه مني.
د ۲۰۲۱م کال د جنوری میاشتې پر شپږمه د ښاغلي ټرامپ یو شمېر قهرجن پلویان حتی په زور د کانګرس ودانۍ ته ننوتل چه په جریان کې يې د یوه پولیس په شمول پنځه کسان ووژل شول.
ښاغلي ټرمپ ته په دې انتخاباتو کې ۷۵ میلیونو امریکایانو رایه ورکړې ده چه یو د پام وړ شمېر دی. دا شمېر کسان په لوړه انګېزه د ښاغلي ټرمپ تر شا ولاړ او حاضر دي خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
په کانګرس کې د ډیموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو غړو دا پېښه د امریکا پر اساسي قانون او ډیموکراسۍ یو برید وباله او د ښاغلي ټرمپ د محاکمې او په فوري توګه له واک څخه د لیرې کېدوغوښتنه وکړه. د ځینو څارونکو په فکر دا کار به ښايي بحران نور هم تشدید کړي.
په هر حال په ټوله نړۍ کې حکومتونه او اولسونه په امریکا کې د روان سیاسي بحران څارنه کوي او عواقبو ته یې اندېښمن دي.
دا چه د جو بایډن اداره به د دې بحران په حل او د امریکا په ټولنه کې د یووالي د بیا ټینګېدو او پخلاینې په هلو ځلو کې څومره بریالۍ شي، دا به راتلونکې وښیي. خو د اوس لپاره د امریکا ټولنه په بېسارې توګه وېشل شوې او ناآرامه ده.
مننه له تبصرو مو
دا د دیموکراسی ناکامی ښیی. اوس دیموکراسی دهرچا لپاره خدمت عرضه کوی خو د عدالت د تحقیق تضمین نسی کولای.