چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+وټساپ وايي خپل شخصي مالومات فېسبوک سره شریک کړئ

وټساپ وايي خپل شخصي مالومات فېسبوک سره شریک کړئ

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۲۵) وټساپ تازه خپلو کاروونکو ته خبرداری ورکړی چې، خپل شخصي معلومات دې له فېسبوک سره شریک کړي.

وټسآپ زیاته کړې که کاروونکي یې دا مالومات فېسبوک سره شریک نه کړي نو حسابونه به یې وتړل شي.

د وټساپ دغه نوي شرایط او پالېسۍ د فبرورۍ میاشتې په ۸ مه نېټه عملي کېږي.

د دغو نوو شرایطو له مخې به د وټساپ کاروونکو شخصي مالومات، د ټیلیفون نمبرونه، د کاروونکو موقعیت او آی پي ادرس له فېسبوک سره شریک کېږي.

دغې پرېکړې د کاروونکو غبرګونونه هم را پارولي او له تېرو څو ورځو راهیسې په میلیونونو کسانو تېلېګرام ته مخه کړې ده.

یو شمېرکسانو په ټولنيزو رسنیو کې په وېډیوي پيغامونو کې دا ندېښنې شریکې کړي او له خلکو یې غوښتي چې د وټساپ کارونه پرېږدي.

وټساپ د ټولنیزو رسنیو له ډلې یوه له هغو رسنیو ده چې اوس وخت کې ډېر زیات کاروونکي لري خو دې پرېکړې سره ښايي دېر مینه وال له لاسه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب