سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ وايي، هند په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي

د پاکستان پوځ وايي، هند په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي

تاند(سې شنبه، د جدې ۲۳) د پاکستان پوځ ادعا کوي چې داعش یا د اسلامي دولت سختدریځه ډله د افغانستان له خاورې او د هند په ملاتړ په پاکستان کې تروریستي بریدونه کوي.

د پاکستان د پوځ ویندوی تورنجنرال بابر افتخار په راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته پرون (دوشنبه) وویل، داعش تروریستي ډله په ګاونډي افغانستان کې د قوت اخیستو په حال کې ده، پر یو شمېر ساحو د افغانستان د حکومت د کنټرول له نشتوالي او د هند له ملاتړه ګټه اخلي.

ده ادعا وکړه چې ډېر شواهد لري چې د هند استخباراتي اداره (را) په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي څو په پاکستان کې بریدونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې بیا ځینې چارواکي شک کوي چې داعش ډله د پاکستان له لوري د دې لپاره جوړه شوې چې که طالبان سوله وکړي نو په افغانستان کې د نارامۍ د بیا پیدا کولو لپاره یوه بله وسیله ولري.

د پاکستان د پوځ د ویندوی تر څرګندونو یوه ورځ وړاندې د دغه هیواد صدراعظم عمران خان هم هند د داعش په ملاتړ تورن کړی و. عمران خان ویلي و چې هند د داعش په وسیله غواړي په پاکستان کې فرقوي شخړې رامنځته کړي.

په وروستیو ورځو کې د بلوچستان په مچ سیمه کې ۱۱ هزاره ګان ووژل شول او داعش یې د وژلو مسوولیت په غاړه واخیست.

پاکستان د فرقوي تشدد اوږده سابقه لري. پخوا د دې ډول بریدونو مسوولیت سپاه صحابه ډلې په غاړه اخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب