سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Homeخبرونهد کانګریس له تصویب شوې لایحې سره سره پنتاګون له افغانستانه د...

د کانګریس له تصویب شوې لایحې سره سره پنتاګون له افغانستانه د ځواکونو ایستلو ته دوام ورکړی

تاند(سې شنبه، د جدې ۲۳) د امریکا دفاع وزارت وايي، له هغه نوي قانون سره سره چې له افغانستانه د امریکايی پوځیانو د ایستلو مخه نیسي، دوی د خپلو پوځیانو ایستلو ته دوام ورکړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پینتاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي«په اوس وخت کې کوم نوی حکم نه دی صادر شوی چې د روانې جنورۍ تر ۱۵ پورې دوه نیم زرو ته د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمېدو مخه ونیسي.»

رویټرز وايي، د پینتاګون دا اقدام به ښايي د جمهوریپال او دیموکرات ګوندونو استازي، چې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمېدو مخالف دي، غوسه زیاته کړي او د ټرمپ د پای ته رسېدونکي حکومت په اړه به یې اندېښنه تازه شي.

ټاکل شوې ده چې د جنورۍ په شلمه جو بایډن د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د کانګریس یوه غړي وویل«که دوی د ځواکونو کمولو ته دوام ورکړي، دا به د قانون سرغړونه وي.»

د رویټرز د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

ولسمشر ټرمپ د دفاع مخکینی وزیر د نورو مسایلو ترڅنګ له افغانستانه د پوځیانو د ژر نه ایستلو په خاطر له دندې ګوښه کړ.

امریکايي شنونکي وايي، ټرمپ غواړي چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په خاطر یې د امریکا په تاریخ کې نوم پاتې شي خو نور امریکايي چارواکي او د کانګریس غړي فکر کوي چې باید تر هغو امریکايي پوځیان ونه ایستل شي چې په افغانستان کې د سولې څرک نه وي لګېدلی.

https://taand.net/%d9%85%d8%aa%d8%ae%d8%b5%d8%b5%d8%a7%d9%86%d9%88-%da%a9%d8%a7%d9%86%da%ab%d8%b1%db%8c%d8%b3-%d8%aa%d9%87-%d9%88%d9%88%db%8c%d9%84%d8%8c-%d8%af-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%da%98%d8%b1/

رویټرز د پنتاګون د چارواکو په قول وايي چې اوس په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۳ زرو ته راکم کړل شوی دی.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس ټول امریکايي پوځیان باید د مې تر میاشتې له افغانستانه ووځي.

کانګریس د دشمبر په پنځمه د یوې لایحې په تصویبولو د ټرمپ حکومت مکلف کړ چې له افغانستانه نور ځواکونه ونه باسي مګر دا چې د امریکا له متحدانو او د افغانستان له حکومت سره پرې همږغي وشي.

 د کانګریس غړیو د ملي دفاعي صلاحیت د قانون (National Defense Authorization Act) رامخکې کړی او په دې ذریعه یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو مخه ډب کړې ده. دا قانون وايي، مخکې تر دې چې پوځیان وایستل شي باید د حکومت د نورو ادارو نظرونه او مشوروې وغوښتل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب