Homeخبرونهاروپايي ټولنه وایي که طالبان په ریښتیا سوله غواړي نو اوربند دې...

اروپايي ټولنه وایي که طالبان په ریښتیا سوله غواړي نو اوربند دې وکړي

تاند (چهارشنبه، د جدي ۱۷) افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازي مرستیال ارناوت پاولس یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده.

پاولس ویلي د سولې له خبرو سره هم مهاله هدفي بریدونه، تاوتریخوالی او جګړې تېزوالی د منلو وړ نه دي.

هغه ویلي چې وروستیو نا امنیو اروپايي ټولنه اندېښمنه کړې او طالبانو ته په کار ده چې د سولې او اوربند لوری ونیسي.

اروپايي ټولنه وایي که طالبان په ریښتیا د سولې غوښتونکي وي او غواړي چې دلته دایمي ثبات راشي نو تر هر څه مخکې دې اوربند وکړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړکوي او تمه لري چې ژر جګړه ودرول شي.

اروپایي ټولنه داسې مهال د بیاځلې لپاره پر اوربند ټینګار کوي چې تر اوسه په دوحه کې د افغان او طالب پلاوو ترمنځ د دویم پړاو خبرو اجنډا نه ده ټاکل شوې.

طالبانو ویلي چې د دویم پړاو خبرو اجنډا به د دواړو لوریو په همغږۍ ټاکل کېږي.

بل لورته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم هم د خبرو له لارې د ستونزو حل غوره لار بللې او ویلي یې دي چې هر هېواد باید اختلافات د سولې او تفاهم له لارې حل کړي.

نوموړي دغه راز د سعودي او قطر د سیاسي کړکېچ د پای ته رسېدو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دا کار نه یواځې د سعودي او قطر بلکه د ټولو اسلامي هیوادونو په ګټه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...