پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد عامې روغتیا د وزیر ۴ خپلوان د رشوت اخیستو په تور...

د عامې روغتیا د وزیر ۴ خپلوان د رشوت اخیستو په تور نیول شوي

تاند(سه شنبه، د جدي ۹) د افغانستان لویې څارنوالي او د ملي امنیت ځواکونو د عامې روغتیا د وزیر احمد جواد عثماني ورور، زوم او دوه خپلوان سلاکاران یې د رشوت خیستلو په تور نیولي دي.

د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي رسنیو ته په یوه لېږلي ویډيويي پیغام کې ویلي، دغه لویې څارنوالي او د ملي امنیت ریاست په ګډه همغږۍ سره دغه کسان د عامې روغتیا له وزارت سره نیولي دي.

رسولي زیاته کړه، له یادو کسانو یې پلټنې پیل کړې دي او په وینا یې اوس هم تر پلټنو لاندې دي.

دغه کسان تېره شپه په داسې حال کې نیول شوي چې د عامې روغتیا له رییسانو یې د رشوت غوښتنه کوله.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې په افغانستان او ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې د ناامنیو ترڅنګ دولتي کارکوونکي په فساد او بډو اخیستلو کې هم ښکېل دي چې ډېری یې د لویې څارنوالۍ له لورې نیول شوي دي.

2 COMMENTS

  1. له هغط ور]ط چي عثمانی وزیر شوی د عامی روغتیا وزارت په یو بازار او شخصی میلمستون بدل شوی!ا عثمانی تول کدرونه له وزارت وشړل او نورپه خپله تر ی ولاړل نیمی نوی مقررۍ یا د مفسدو وکیلان خپلوان دی او یا د وزیر خله زادهګان او……ا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب