یکشنبه, دسمبر 21, 2025
Homeخبرونهعبدالله او غني پر مذاکراتو بحث کړی

عبدالله او غني پر مذاکراتو بحث کړی

تاند(یکشنبه، د جدي ۷) ولسمشرغني د ملي پخلاینې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د مذاکراتو پر موقعیت او وخت خبرې کړې دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني نن له غرمې مخکې د ملي پخلاینې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وکتل.

خبرپاڼه لیکي، په دې کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم حضور درلود، ډاکتر عبدالله عبدالله ولسمشرغني ته د ملي پخلاینې د عالي شورا د رهبرۍ کمېټې دویمې ناستې راپور ورکړ او د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې ترمنځ د مذاکراتو راتلونکي پړاو پر موقعیت او وخت هم بحث وشو.

خبرپاڼه لیکي، ولسمشرغني د افغانستان حکومت به د افغانستان د سولې پروسې ملاتړي ګروپ سره یو ځای د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاوونه پرمخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملي پخلاینې د عالي شوار د رهبري دویمه غونډه هم ترسره شوه او په دې غونډه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر ځای او څرنګوالي بحثونه وشول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...