شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههلمند کې د لومړي ځل لپاره له جوارو څخه د حیواني خوراکې...

هلمند کې د لومړي ځل لپاره له جوارو څخه د حیواني خوراکې جوړول پیل شول

تاند(یکشنبه، د جدي ۷) د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د خصوصي سکتور په همکارۍ یې له جوارو او د جوارو له بوټو څخه د حیواني خوراکې جوړولو لومړنۍ چارې پیل کړي دي.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو په وینا، د کرنې ریاست اړوند د چرګانو فارم کې د جوارو څخه د حیواني خوراکې جوړولو فابریکې په کار پیل کړی دی؛ چې تر دې مهاله یې ۱۰۰ټنه حیواني خوراکه چمتو کړي ده.

د یاد ریاست په وینا یاده برابره شوي حیواني خوراکه د اړتیا لپاره د هېواد ګڼو فارمونه ته لیږل شوي ده.

د دې فابریکې په جوړېدو سره به د جوارو لپاره د بازارموندنې د زمینې تر څنګ د حیواناتو د اړتیا وړ خوراکه برابریږي، چې یادې فابریکې څخه به د هلمندي مالدارانو د مالدارۍ لپاره باکیفیته خواړه برابریږي او په ورته وختونو کې به نورو ولایتونو ته د لیږدولو زمینه هم برابره شي.

هلمند چې هر کال زرګونه ټنه جوار تولیدوي، ډیره کمه برخه یې هلمند او ډېری برخه یې نورو ولایتونو ته د اړتیا په موخه صادریږي، چې پدې سره به د یاد ولایت د جوارو د تولید برخه یو څه مدیریت شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب